د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

بېنیټ: له طالبانو سره حساب او کتاب د راتلونکي تعامل د پالیسۍ اصلي ټکی دی


د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي، له طالبانو سره د بشري سرغړونو په اړه حساب او کتاب د نړیوالې ټولنې د راتلونکي تعامل د پالیسۍ اصلي ټکی دی.

د طالبانو حکومت له‌خوا د مخکنیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې، شکنجې او زنداني کېدو په اړه د یوناما له راپور وروسته، ریچارډ بېنیټ وايي؛ د تېرو دوو لسیزو د نږدې ټولو لاسته راوړنو د له‌منځه تلو سره هممهاله، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل د پالیسۍ مهم عنصر د بشري حقونو د نقض په اړه حساب او کتاب دی.

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي پرون د امریکا متحده‌ایالاتو د سولې انسټېټیوټ ته ویلي، دوی پوهېږي چې په افغانستان د حقوقي، مدني او سیاسي فعالانو غیر قانوني وژنې، خپل‌سرې نیونې، شکنجه کول او اجباري لا درکه کول شته.

په کابل کې معترضو ښځو سره د طالبانو د چلند یو انځور. December 28, 2021
په کابل کې معترضو ښځو سره د طالبانو د چلند یو انځور. December 28, 2021

بېنیټ وویل: "له هغه وخته چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ سره خراب شوی او د یوې لویې اندېښنې لامل شوی. په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو وضعیت د ناورین تر کچې رسېدلی. د دوی حقونه له‌منځه وړل شوي. داسې نورې بې‌وزلې ډلې هم شته، په ځانګړې توګه اقلیتونه او ماشومان چې حقونه یې د اندېښنې وړ دي."

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د اسنادو په ټولېدو هم ټینګار کړی او زیاتوي، دا د ټولو کارونو اساس دی، څو مسوول کسان حساب ته راوکاږل شي او د معافیت دود پای ومومي.

بېنیټ داسې مهال دا څرګندوني کوي چې پرون یوناما په خپل راپور کې وویل، واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته، د مخکیني جمهوري نظام له ۸۰۰ زیات کارکوونکي او امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي، شکنجه شوي، ورک شوي او یا هم نیول شوي دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد یې په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر راپور رد کړ او په افغانستان کې یې د بشري حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

هغه دا هم لیکلي وو چې د دوی د حکومت له‌خوا عمومي عفوه په ټولیزه توګه عملي شوې.

په ورته وخت کې یوه افغان مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ادعا کوي چې طالبانو یې د کار په مخنیوي سره بشري حق نقض کړی دی.

نوموړې ازادي راډیو سره خبرو کې د دې عمل د بدو پایلو په اړه غږېږي.

هغه وايي: "زه خپل ژوند ته په کتو او د خپلو نورو خویندو پیغامونه چې اورم، له حده زیات اغېز یې کړی. بې‌وزلۍ، په کور ناستې او روحي او رواني ستونزو یو ډول اندېښنه او ناروغۍ را پیدا کړي. د یو شمېر دوستانو تصویرونه مې وګورئ، ناروغه شوي، خپله مې مور ناروغه شوې، بېخي یې تغییر کړی."

د طالبانو اوسنی رژیم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا، د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان او یو شمېر نورو نړیوالو ادارو او تر خوا یې په کور دننه د افغانانو له‌خوا د بشري حقونو په پراخه نقض تورن دی، خو طالبان خپلو کړنو د اسلامي شریعت نوم ورکوي او وايي، د ټولو افغانانو حقونه یې خوندي کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG