د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

بشري مرستو ته د طالبانو د لاسرسي ادعاوې؛ مککال: د امریکایي مالیه ورکوونکو په پیسو د یوې ترهګرې ډلې جیبونه ډکیږي


د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، مایکل مککال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، مایکل مککال

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) د راپور په اړه د امریکا او ملګرو ملتونو مرستو ته د طالبانو د لاسرسي په اړه غبرګون ښودلی دی.

که څه هم د امریکا او طالبانو د حکومتي چارواکو تل ویلي چې دا یوازې بشري مرستې دي او د ملګرو ملتونو دفترونو ته ورکول کېږي.

مایکل مککال د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې لخوا په یوه خپره شوي اعلامېې کې ویلي:"دا د غندنې وړ ده‌ چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پېسې د طالبانو په څېر د ترهګرې ډلې جیبونه ډکوي، هغه ډله چې ښځې او نجونې ځوروي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې تمویلوي، د دیني اقلیتونو په ضد قضاوتونه کوي او هره ورځ د بشري‌ حقونو څخه سرغړونې کوي."

د امریکا حکومتي چارواکو تل ويلي، چې دا یوازې بشري مرستې دي او د ملګرو ملتونو دفترونو ته ورکول کیږي؛ نه طالبانو ته.

د طالبانو حکومت هم وار وار ټینګار کړی، چې په دې مرستو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي او لاس رسی نه ورته لري.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) په خپل راپور کې چې د سې شنبې په ورځ یې د امریکا کانګرس ته وړاندې کړ ویلي چې په مرستو کې د طالبانو د مداخلې سره، د امریکا متحده ایالاتو په تیر دوه کلونو کې افغانستان سره دوه عشاریه پنځه دېرش میلیارده ډالره مرستې کړې دي.

دې ادارې ویلي چې طالبان له افغانانو سره له نړیوالو مرستو ناوړه ګټه پورته کوي.

په دې اړه نور:

سیګار: د طالبانو د لاسوهنې سره سره امریکا نږدې ۲،۳۵ میلیارد ډالره مرسته کړې (azadiradio.com)

مایکل ککال په خپلې اعلامیې کې دا هم ویلي‌ چې د مې په میاشت کې یې د امریکا د متحدو ایالتونو پراختیايي ادارې( USAID) ته هم له افغانستان سره د مرستو د څرنګوالي په اړه لیک استولی، خو تراوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

مایکل مککال ویلي، چې په افغانستانه کې دا بشري ناروین او ګډو‌ډي د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ډېره شوې ده.

د کندهار یو شمېر اوسیدونکي، چې نړیوالې بشري مرستې یې ترلاسه کړې دي - ارشیف
د کندهار یو شمېر اوسیدونکي، چې نړیوالې بشري مرستې یې ترلاسه کړې دي - ارشیف

په ورته وخت کې مرستو ته یو شمېر اړمن افغانانو ازادي راډيو سره په خبرو کېد ملګرو ملتونو د مرستو له نه رسیدو شکایت وکړ.

د بدخشان اوسیدونکی مصطفی ادعا کوي چې مرستې په دې ولایت کې د سیمه ییز چارواکو له خوا اخیستل کیږي.

هغه زیاته کړه: " له بده مرغه د بدخشان ولایت ۸۰ سلنه خلک په فقر او بې وزلی کې ژوند کوي، همدغو کسانو ته بشري مرستې دلته راځي، خو هغه نابرابرۍ چې دلته دي، دا بشري مرستې هغسې چې لازمې دي نه ویشل کیږي، ځکه د سیمې د مشرانو له خوا اخیستل کیږي، او مستحقینو ته نه رسیږي، او هیڅ څوک ددې غریبو او رنځ لیدلو کسانو غږ نه اوري."

د کابل یو اوسیدونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي ډیر مرستې زورواکو ته ویشل کیږي.

هغه وویل: "د کابل په پنځمه ناحیه کې د ( ډبلیو ایف پي) مسولین راغلي وه، د وکیلانو او د نورو پخوانیو کسانو سره، د وکیلانو او د زورمندانو خپلوان یې سروي کړل، ما ورته وویل چې زه متقاعد یم دری کاله کیږي زموږ حقوق نه راکوي، موږ یې د مرستو په لیست کې ونه نیولو، دلته د غریبو او عاجزو کسانو غږ نه اوریدل کیږي، همغه زورمندانو او وکیلان چې پخوا وه اوس هم همغه دي."

تر دې وړاندې د ( ډبلیو ایف پي) مسولینو هم د طالبانو حکومت د مرستو په دغه بهیر کې په مداخلې تورن کړي وو، دا هغه څه دي چې طالبان یې تل ردوي.

د اقتصادي چارو کارپوه: اذرخش حافظي
د اقتصادي چارو کارپوه: اذرخش حافظي

ورته وخت کې د اقتصادي چارو کار پوه اذرخش حافظي ازادي رادیو ته وویل، ددې لپاره چې طالبان د مرستو په دې بهیر کې لاسوهنه ونلري باید امریکا یو مشخص میکانیزم جوړ کړي.

حافظي وویل: "یو درد همدا د یوه سیاسي مشروع ادرس نه درلودل دي چې مرستې په مستقیمه توګه پخپله هیواد ته نه ورکول کیږي؛ بلکې ملګرو ملتونو د سازمان لخوا او نورو همکارو موسساتو له خوا ورکول کیږي، نو دا واضح خبر ده، دهغه دولت تر چتر لاندې چې ورکول کیږي، هغوی ورباندې نفوذ او فشار لري، حال دا چې د مستقلې منابع له خوا د شفافیت تظمین ستونزمن دی چې ګواکي شفافیت شته، ددې لپاره باید یو دقیق مېکانیزم واوسي."

ومو غوښتل د مایکل مککال دتازه ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نظر هم ولرو خو د راپور تر خپریدو پورې یې زموږ پوښتنې ځواب نکړې.

خو تر دې وړاندې یې وويلې وو، چې دوى د مرستو په بهير کې هیڅ لاسوهنه نلري، ، بلکې د همغږۍ په برخه کې له مرستندويه ډلو سره همکاري کوي.

افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له سخت بشري ناورین سره مخ دی او د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې ۲۹.۲ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د محدودیتونو له امله اکثرو مرستندویه ادارو خپلې مرستې بندې یا کمې کړي دي.

XS
SM
MD
LG