د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

اوچا: د بودیجې کمیدل به ژمي کې د افغانستان لیرې پرتو سیمو ته د مرستو لېږد ستونزمن کړي


د افغانستان د واورین ژمي یوه څنډه - ارشیف
د افغانستان د واورین ژمي یوه څنډه - ارشیف

په داسې حال کې چې په افغانستان کې بې سارې بې کاري او بې وزلي ورځ تربلې زیاتیږي،په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د مرستې عملیات، د بودیجې له کموالي سره مخ دي.

دوی په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي يې دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ژمي موسم راتلونکی دی او په سړو سیمو کې له واورې ورېدو سره د حالاتو د خرابیدو اټکل شوی، د دوی د بویجې کمښت به ددې لامل شي، چې لیرو پرتو سیمو ته د خوړو او درملو مرسته په وخت ونه رسیږي.

د اوچا په اعلامیه کې راغلي دي، چې د افغانانو بشري اړتیاوې د پخوا په شان جدي دي او دوی ته د اړتیا وړ بودیجې یوازې څلورمه برخه ورکړل شوې ده.

دغه بنسټ وړاندې ویلي وو، چې د ۲۱ میلیونه اړمنو افغانانو سره د مرستې رسونې لپاره ۳ اعشاریه ۲ ملیارده ډالرو ته اړتیا لري خو په تازه اعلامیه کې یې راغلي، چې د دغه بودجې ۲۵ سلنه چې [ ۷۴۴ میلیونه ډالره] کیږي دوی ترلاسه کړې ده.

بشري مرستو ته په تمه یو شمېر افغانې مېرمنې - ارشیف
بشري مرستو ته په تمه یو شمېر افغانې مېرمنې - ارشیف

په اعلامیه کې دا هم راغلي دي، چې د بودجې کمښت ددې لامل شوی، چې یو شمېر پروګرامونه ودروي.

د اعلامیې په ټکو، د بودیجې کموالی یې دغه شان په افغانستان کې د ۲۶۲ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شوی او له دیارلس میلیونه اړمنو افغانانو سره د مرستې کچه یې اوس پنځه میلیونو ته راښکته شوې ده.

د اوچا په اعلامیه کې راغلي، چې په افغانستان کې په پرلپسې ډول درې کاله وچکالۍ، بې وزلي او جګړو د بشري مرستو اړتیاوې ډیرې کړي او وروستیو سیلابونو دا اړتیاوې لاپسې زیاتې کړي دي.

په همدې حال کې، یو شمېر افغانان وايي له سختې بې وزلۍ او بې کارۍ سره مخ دي.

د پلازمینې کابل یوه اوسېدونکي محمد اصف ازادي راډيو ته وویل: "ډېرې اقتصادي ستونزې لرو، کار نشته، هره ورځ دلته چوک ته راځو د کار په لټه خو کار نشته، په اونۍ کې یوه ورځ کار پیدا کیږي او نورې ورځې بې کاره تیروو."

بې کاري لا له وړاندې افغانستان کې عامه ستونزه وه، خو اوس یې خورا شدت موندلی - د ۲۰۱۵ کال یو تصویر
بې کاري لا له وړاندې افغانستان کې عامه ستونزه وه، خو اوس یې خورا شدت موندلی - د ۲۰۱۵ کال یو تصویر

د کابل یوه بل اوسېدونکي حسین وویل: "د طالبانو له راتګ مخکې په افغانستان کې د هر چا لپاره کار و، او هر چا یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کولای شوه، خو کله چې طالبان راغلل بې کاري ورسره زیاته شوه، د سړکونو په سر د سوالګرو شمېر زیات شو، خلک وږي شول او چوک له مزدورانو ډک دی خو کار نشته."

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل وروسته، په دې هېواد کې بې وزلي او بې کاري تر بل هر وخته زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خوړو د خوندیتوب په وروستۍ غونډه کې د برېتانیا، روسیې، قطر، پاکستان، سویزرلنډ او هند په ګډون یو شمېر هیوادونو په افغانستان کې د بشري وضعیت او د خوړو نه خوندیتوب یا ناامنۍ په اړه اندېښنه وښوده.

د امنیت شورا د دغې غونډې مشري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کوله
د امنیت شورا د دغې غونډې مشري د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کوله

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سازمان له قحطۍ سره د مبارزې او مخینوي همغږې کوونکې رینا ګېلاني وویل، په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په کچه ۲۵۰ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ وو.

نوموړې زیاته کړه، چې دا شمېر په تېرو څو کلونو کې بې سارې وو چې په ترڅ کې یې د افغانستان په شمول په ۷ هیوادونو کې ۳ لکه او ۷۶ زره کسان له قحطۍ سره مخ وو.

د دې ترڅنګ د تېرې جولای میاشتې په ۲۱ مه نېټه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) په یو راپور کې وویل، چې د ۲۰۲۰ کال راهیسي د افغانانو په عاید کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی چې له امله یې اوس مهال د دې هیواد ۳۴ میلیونه اوسېدونکي د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG