د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

د افغانستان د تېر کال طبیعي پېښې؛ ۷۰۰ تنه یې مړه او تر ۷۰۰ ډېر نور یې یې ټپيان کړي


یو شمېر سېلاب ځپلې سیمې - ارشیف
یو شمېر سېلاب ځپلې سیمې - ارشیف

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، په تېر کال کې د طبیعي پېښو په پایله کې شاوخوا ۷۰۰ کسان مړه شوي او تر ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي د دوشنبې په ورځ «ملت ته د حکومت حساب ورکونې» په غونډه کې وویل، په تېر کال کې د طبیعي پېښو له امله څه باندې سل زره کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

رحیمي وویل: "زیان دومره لوی دی چې په مالي توګه یې اندازه کول خورا ستونزمن دي. موږ لږ تر لږه یو ميلیون کورنیو ته مرستې چمتو کړي چې په‌کې نغدي مرستې، خوراکي توکي، جامې او هغه اړتياوې چې سيمه کې ليدل کېدې شاملې دي. دغه شان موږ په ټول افغانستان کې تر ۲۵ زرو زیات کورونه چې رغونې ته يې اړتيا درلوده، بېرته رغولي دي."

ډېر سېلاب ځپلي د مرستو له نه رسېدو شکایت کوي
ډېر سېلاب ځپلي د مرستو له نه رسېدو شکایت کوي

دا په داسې حال کې ده چې د طبیعي پېښو یو شمېر قربانیانو تل له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو د حکومت او نورو بنسټونو له لوري د مرستو له نه‌شتوالي شکایت کړی دی.

رحيمي وويل، په تېر کال کې د طبيعي پېښو له امله نږدې ٧٠ زره څاروي هم له منځه تللي او څه باندې ١٢٠ زره جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده.

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د چارواکو په وینا، په ټول افغانستان کې شل ولایتونه د سېلابونو، څلور ولایتونه د ځمکې ښوېیدنې او شپږ ولایتونه د واورو ورېدو له خطرونو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله لسګونه کسان مړه شوي او لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

یو شمېر سېلاب ځپلو له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې، چې تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

دغه سېلابونه په پروان، بدخشان، ميدان وردګو، پکتيا، پکتيکا، لوګر، دايکنډي، اروزګان او زابل ولايتونو کې راوتلي دي.

د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د سېلابونو په وروستۍ پېښه کې د استوګنې لس کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

په سيمه کې د ازادي راډيو د خبریال د معلوماتو له مخې، په یاده سیمه کې شاوخوا ۵۰ کورونه د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي او د دوشنبې په شپه خلک د سېلابونو د راوتلو له ويرې په اندېښنه کې وو.

د بدخشان ولایت په یمګان، کوف اب، تیشکان او تګاب ولسوالیو کې هم سېلابونو ډېر مالي زیانونه اړولي دي.

XS
SM
MD
LG