د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۴

مککال: چین د لیتیم په لټه کې دی او احتمالاً د بګرام هوايي اډې ته هم لاسرسی لري

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال
د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال وايي، له افغانستانه د امریکا د ځواکونو وتل په افغانستان کې د بګرام هوايي اډې او لیتیم ته د چین د احتمالي لاسرسي لامل شوي دي.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال له افغانستان څخه د امریکا د متحدو ایالتونو پر وتلو یو ځل بیا نیوکې کړې دي.

مککال د پنجشنبې په ورځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ارزونې په اړه غونډه کې وویل چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو وتل د "مصنوعي مهالوېش پر بنسټ" جیو پولیټیک ماتې وه او په افغانستان کې د بګرام هوايي اډې او لیتیم ته د چین د احتمالي لاسرسي لامل شوه.

جمهوري غوښتونکی مایکل مککال په داسې حال کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او د هغې د پایلو مسوولیت د ډیموکراټ بایډن اداره بولي چې له طالبانو سره د دوحې تړون د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ د ادارې له‌خوا لاسلیک شو چې له افغانستان څخه یې د دغو ځواکونو د وتلو لپاره لاره هواره کړه.

مایکل مککال دغه شان ادعا کوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د دې لامل شوي چې له بګرام زندان څخه د داعش ۱۲ زره بندیان او ځانمرګي بریدګر خوشې شي او د اووه میلیارد ډالرو په ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات په افغانستان کې پاتې شي.

هغه زیاتوي: "دا زما لپاره د خواشینۍ ځای دی چې له شل کلنو قربانیو او پیسو لګولو وروسته افغانستان د طالبان په کنټرول کې دی او موږ له جیو پولیټیک موضوعاتو سره لاس او ګرېوان یو. د خدای لپاره، چین اوس هلته د لیتیم په لټه کې دی او احتمالاً د بګرام اډې ته هم لاسرسی لري."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو مایکل مککال د افغانستان لیتیم ته د چین د احتمالي لاسرسي په اړه د خبرو پر مهال وویل چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د طبیعي زېرمو او کانونو په برخه کې پانګونې ته د چین لېوالتیا زیاته شوې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طبیعي زېرمو په برخه کې د چین له سترو پانګونو څخه یو د امو د نفتو د حوزې تړون دی چې د روان کال د جنورۍ په پنځمه د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت او د افچین شرکت ترمنځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شو.

د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال دغه شان زیاتوي چې بایډن د سیاسي دلایلو او د امریکا د ملي امنیت له په پام کې نیولو پرته له افغانستانه امریکايي ځواکونه ایستلي او دا هېواد یې طالبانو ته سپارلی دی.

مککال د دغه غونډې د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه له یو شمېر پوځیانو او عیني شاهدانو د پوښتنو په مطرح کولو سره د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن تورن کړ چې له افغانستانه یې د پوځیانو په ایستلو کې ملي ګټې له پامه غورځولوي او دا کار یې یوازې د سیاسي محاسبو پر بنسټ کړی دی.

په ورته وخت کې پخواني امریکايي جنرال سیټ کرومیک به دغه غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان موجود و او هغه داسې پلان لیدلی و، نوموړي وویل: "نه، ما نه دی لیدلی. خبرې اترې په لوړه کچه روانې وې، ستونزه دا وه چې هغه کسان چې واقعاً پلان جوړولو او تمرین ته یې اړتیا درلوده، هغوی ډېر بوخت وو، د پلان او تمرین وخت نه و."

دا په داسې حال کې ده چې د جوبایډن ادار په ځانګړې توګه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تل له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د مککال له انتقادونو سره مخ شوې او دا کار د دې لامل شوی چې په دې اړه ان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن دې کمیټې ته راوغوښتل شي.

خو د امریکا ولسمشر جوبایډن تا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې ده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د ۲۰۲۱ کال د اپرېل په ۱۴مه د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د سپټمبر په ۱۱مه به له افغانستانه امریکايي ځواکونه وباسي خو ټول ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له افغانستانه ووتل.

کله چې امریکا له افغانستانه ووتله له دغه هیواد څخه یې د ۱۲۵ زره افغانانو وتلو ته زمینه برابره کړه، خو دا بهیر له یو خونړۍ پېښې سره هم مخ شو، د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې ګڼ له ۱۰۰ زیات افغانان او ديارلس امریکايي پوځیان ووژل شول.

This item is part of

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG