د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

د یوناما د راپور هرکلی؛ لارینس: طالبانو د بشري حقونو جدي سرغړونو ته دوام ورکړی


د طالبانو وسله وال غړي
د طالبانو وسله وال غړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنري د یوناما د راپور په ننګه ویلي چې طالبانو د بخښنې له عمومي ژمنې سره سره سختې سرغړونې کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنري وايي چې طالبانو د خلکو له اعتماد سره خیانت کړی او د بشري حقونو جدي سرغړونو ته یې دوام ورکړی دی.

د دې کمېشنري ویاند جرمي لارینس پرون د یوناما وروستی راپور د هغو اعمالو او چلندونو ښکاره تصویر وباله چې طالبان یې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړاندې ترسره کوي.

لارینس وویل: "د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي، دا راپور له کله چې طالبان واک ته رسېدلي له پخواني حکومت او امنیتي ارګانونو سره د تړلیو خلکو پر وړاندې د چلند یو واضح تصویر وړاندې کوي. دا د هغو ژمنو با وجود پېښ شوي چې حاکمه چارواکو ویلي، دوی به هدف نه ګرځوي. دا د خلکو د اعتماد پر وړاندې خیانت دی."

په کونړ کې د تېر جمهوري نظام د سرتېري امین الحق قاضي خېل مړی د تېر مارچ په میاشت کې موندل شوی و. 11.03.2023
په کونړ کې د تېر جمهوري نظام د سرتېري امین الحق قاضي خېل مړی د تېر مارچ په میاشت کې موندل شوی و. 11.03.2023

هغه د یوناما د راپور ټکان ورکوونکي ارقام تکرار کړل او ویې ویل چې اکثره پېښې د پخوانیو امنیتي او دفاعي ارګانونو د غړیو پر وړاندې شوي دي.

جرمي لارینس وايي: "واکمن چارواکي د ۲۱۸صحرايي وژنو، ۱۴په زور تري تم کولو، څه باندې ۱۴۴ شکنجې او ناسم چلند او ۴۲۴ نیولو او بندیانولو مسوولان دي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما راپور د سه شنبې په ورځ خپور شو او په‌کې راغلي چې د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د سرغړونو ۸۰۰ پېښې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ له کومې ورځې چې طالبان ته واک ته رسېدلي د روان ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰ پورې مستند شوي.

په دې موده کې د تېر جمهوري نظام د کارکوونکو پر وړاندې د بشري حقونو د نقض ټول ټال ۸۰۰ قضیې ثبت شوي.

طالبانو بیا دا راپور او موندنې یې په کلکه رد کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد لیکلي چې د یوناما راپور حقیقت نه لري او ګواکې د طالبانو له خوا عمومي بخښنه په ټولیزه توګه عملي شوې ده.

اخوا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم چې دایکندي ته په سفر تللی د سه شنبې په ورځ په یوه غونډه کې ادعا کړې چې د بخښنې له فرمان سره هیچا د غچ اخیستلو لپاره اقدام نه دی کړی او ګواکې طالبان د غچ اخیستنې فکر نه لري او نه چاته د دې کار اجازه ورکوي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني

د طالبانو له دې ادعاوو سره سره د بشري حقونو د څار سازمان بیا ویلي چې د طالبانو انتقامي وژنې هېڅ پای نه لري.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، له کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل ځواکونو یې انتقامي وژنې او شکنجې پیل کړې او اوس چې د دوی د واکمنۍ څخه دوه کاله واوښتل لا هم دا سرغړونې دوام لري.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشتې عباسي بیا ازادي راډیو ته د یوه پیغام په استولو سره د هغو ډلو نومونه واخیستل چې د دې په خبره د طالبانو له غچ اخیستونکو اقداماتو په امن نه دي.

عباسي وویل: "له شک پرته چې افغانستان نور د ښځو لپاره امن هېواد نه دی. د یوې ښځې په توګه افغانستان کې هېڅ اساسي حقو ته لاسرسی نه لرې. په دې سربېره د بشري حقونو فعالان، د تېر نظام کارکوونکي، پخواني امنیتي ځواکونه، خبریالان او هر څوک چې د طالبانو خلاف خبرې وکړي او له طالبانو نیوکې وکړي، خوندي نه دي."

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵واک ته ورسېدل او دوی په دې موده کې د نجونو او ښځو پر وړاندې په محدودونکو اقداماتو تورن دي چې لویه بېلګه یې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل دي.

په دې سربېره د ملګرو ملتونو په شمول د بشري حقونو ګڼو سازمانونو تر دې مخکې هم طالبان تورن کړي چې د بخښنې فرمان یې نه دی عملي کړی او د پخوانیو امنیتي او دفاعي ارګانونو غړي یې وژلي، تري تم کړي او په بېلابېلو پلمو یې بندیان کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG