د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

یوسفزۍ: فیفا دې د افغانستان د ښځینه‌وو فوټبال ملي لوبډله په رسمیت وپېژني


ملاله یوسفرۍ په اسټرالیا کې د افغان ښځینه فوټبالرانو په منځ کې لیدل کېږي.
ملاله یوسفرۍ په اسټرالیا کې د افغان ښځینه فوټبالرانو په منځ کې لیدل کېږي.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د فوټبال له نړیوال فدراسیون یا فیفا غوښتي چې د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډله په رسمیت وپېژني.

د فوټبال په نړیوال فدراسیون کې د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې د رسمیت پېژندلو لپاره د دغې لوبډلې له‌خوا د کمپاین په دوام، اوس د سولې د نړیوالې جایزې ګتونکې ملالې یوسفزۍ له دوى خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

یوسفزۍ، چې د شنبې په ورځ یې له نږدې له دغو نجونو سره لیدنه کړې په خپل ټویټرپاڼه کې د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا څخه غوښتې چې د افغان نجونو د فوټبال ملي لوبډله په رسمیت وپېژني.

دې خپل د ټویټ په دوام لیکلي: "د داسې 'غښتلو' لوبغاړو په منځ کې شتون او د دوب څنګ درېدل ورته د ویاړ ځای دی."

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د ښځو او د نجونو د زده کړې د فعالې ملالې یوسفزۍ دا ملاتړ، د افغانو فوټبالرانو نجونو له د تود هرکلي سره مخ شوی.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې خالدې پوپل ازادي راډيو ته وویل، تېره ورځ دوى په اسټرالیا کې یو خبري کنفرانس هم جوړ کړی و، چې په کې ملالې یوسفزۍ هم ګډون کړی وه، هغې له فیفا، د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې د رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه.

د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانی لوبډلمشره خالده پوپل
د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبډلې پخوانی لوبډلمشره خالده پوپل

هغې زیاته کړه: "د ملالۍ شتون او ملاتړ زموږ لپاره ډېر اړین دی، ځکه په نړۍ کې پېژندل شوې څېره ده، خبرې يې اغېزناکې دي او لوېدیځ ملاله پېژني او زه خوشاله یم چې د سپورټ له لارې مو د افغانستان د ښځو موضوع د نړۍ د خبرونو په سره کې راوستله."

مستوره یوسفي د افغانستان د ښځو د فوټبال بله غړې هم د ملالې یوسفزۍ له دې ملاتړ خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې لا ډېر د هغې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "موږ افغانې فوټبالرانې د عمرونو په بېلابېلو دورو کې یوو او پر افغانستان د طالبانو له برید وروسته مو هېواد پرېښوده او د نړۍ مختلفو هېوادونو ته کډوالې شوو. زموږ غوښتنه له فیفا او له هغه کسانو چې په دې برخه کې لوی لاس لري، دا ده چې د افغان نجونو د فوټبال ملي ټیم په رسمیت وپېژني او ملاتړ یې وکړي څو موږ په نړیوالو سیالیو کې فعاله ونډه ولرو."

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې غړو چې دا مهال له هېواده بهر ژوند کوي، د فیفا له خوا د دوی ټيم د رسمیت پېژندلو لپاره کمپاین پیل کړی څو په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

پوپل ازادي راډیو ته وویل د جولای میاشتې راهیسې یې په ټوله نړۍ کې دا کمپاین پیل کړی تر اوسه یې ۱۶۰ زره لاسلیکونه د بېلابېلو هېوادونو له اتباعوو راټول کړي دي.
‎پر افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د افغانستان د ښځو د لویانو د فوټبال ملي لوبډلې غړې اسټرالیا ته ولېږدول شوې.

اوس دا لوبډله د فوتله 'میلبورن ویکټوري' لوبډلې په ملاتړ په دې هېواد کې خپلو فعالیتونه لري.

دوی وایي، تر اوسه د انګلستان، اسټرالیا، پرتګال او ایټالیا د پارلمان ١٥٢ غړي له دوی سره یو ځای شوي او د دوی له غږ د ملاتړ تر څنګ یې له فیفا غوښتې چې افغانو فوټبالرانو نجونو ته دې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون حق ورکړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG