د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو انلاین کمپاین؛ " فیفا دې زموږ لوبډله په رسمیت وپېژني"


د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د ملي لوبډلې یو شمېر غړې، چې اوس په برېتانیا کې دي
د افغانستان د فوټبال د ښځینه لوبغاړو د ملي لوبډلې یو شمېر غړې، چې اوس په برېتانیا کې دي

د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) له خوا د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې د رسمیت پېژندلو لپاره د دغې لوبډلې له خوا انلاین ولسي کمپاین پیل شوی.

د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله چې دا مهال له هېواده بهر فعالیت کوي وايي، غواړي د ښځو په نړیوال جام کې د خپل هېواد استازیتوب وکړي، خو د دوی په وینا فیفا په وار وار د دوی د لوبې د حق د رسمي پېژندنې غوښتنه له پامه غورځولې ده.
د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې یوې بنسټ ایښودونکې خالدې پوپل ازادي راډيو ته وویل، چې د ولسي کمپاین له لارې دویغواړي چې پر فیفا فشار راوړي چې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله ته په رسمي لوبو کې د ګډون اجازه ورکړي.
نوموړې زیاته کړه چې دوی په دې اړه له بیلابیلو وکیلانو سره کار کوي ترڅو فیفا نه په دې اړه شکایت وکړي: "له جنورۍ راهیسې موږ لیکونه لیږلي، شکایتونه مو لیږلي دي. د برېتانیا د پارلمان شاوخوا 150 غړو له استرالیا څخه، له پرتګال او ایټالیا څخه لیکونه لېږلي او د افغانستان سفیرانو فیفا ته لیکونه استولي، اوس زموږ لپاره یوازینۍ لار همدا ولسي کمپاین دی، موږ غواړو چې خلک لاسلیک وکړي او د افغانستان له نجونو سره ودرېږي، موږ له بیلابیلو پیاوړو وکیلانو سره کار کوو. چې له فیفا نه شکایت وکړو، چې د ښځو د فوټبال لوبډله په رسمیت نه پېژني او د افغانستان نوم یې له رسمي لوبو څخه لرې کړی دی."
خالده پوپل، د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو د ملي لوبډلې یوه بنسټ اېښودونکې
خالده پوپل، د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو د ملي لوبډلې یوه بنسټ اېښودونکې
د اغلې پوپل په وینا، دوی تر ۸۰ زرو زیات لاسلیکونه راټول کړي او هڅه کوي چې د دغه کمپاین له لارې تر ۱۰۰ زرو پورې لاسلیکونه راټول کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ښځينه فوټبال د ملي لوبډلې غړي فانوس بصیر ازادي رادیو ته وویل، د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت نه پیژندل په دې مانا نه دي، چې د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله هم په رسمیت ونه پیژندل شي.
نوموړې زیاته کړه: "زما غوښتنه له فیفا دا ده چې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله دې دې په رسمیت وپیژني، ځکه د افغانستان د نارینه وو ملي ټیم په ازاده توګه لوبه کوي، او فیفا باید د طالبانو په ضد د ښځو ټیم په رسمیت وپیژني، د افغانستان په رسمیت نه پیژندل په دې مانا نه دي چې د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو لوبډله به هم په رسمیت نه پیژني."
د دغه لوبډلې بله غړې البنین رزمي ازادي راډيو ته وویل، غواړي د افغانستان تر بیرغ لاندې په نړیوالو رسمي لوبو کې لوبه وکړي.
نوموړې وویل: "موږ فوټبالیسټان چې له افغانستان بهر ژوند کوو، غوښتنه مو دا ده، چې د افغانستان د ښځینو د فوتبال ملي لوبډله چې په اروپا، اسټرالیا، او انګلستان کې ژوند کوو، په رسمیت وپیژني، څو ازادانه د افغانستان تر بیرغ لاندې لوبې وکړي."
په اسټرالیا کې د افغان ښځینه فوټبالرانو د یوې لوبې جریان - ارشیف
په اسټرالیا کې د افغان ښځینه فوټبالرانو د یوې لوبې جریان - ارشیف
دا په داسې حال کې ده، چې مخکې تر دې د بریتانیا تر سلو ډیرو د پارلمان غړو، د فوټبال د نړیوال فدراسیون ( فیفا ) له ریس نه په یوه لیک کې غوښتنه کړې وه، چې د افغانستان ښځينه فوټبالرانو ته چې په تبعید کې ژوند کوي، په نړیوال ډګرونو کې د سیالیو زمینه مساعده کړي.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت د طالبانو له بیا ځلې واکمنیدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، د افغانستان د ښځو د لویانو د فوتبال ملي لوبډله استرالیا ته انتقال ولېدول شوه.
اوس دا لوبډله د فوتله "میلبورن ویکتوري" لوبډلې په ملاتړ په دې هیواد کې خپلو فعالیتونه لري.

خو په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنیدو راهیسې د ورزش په ګډون په بېلابېلو برخو کې پر ښځو بندیزونه لګول شوي او اوس په دې هېواد کې د ښځو د فوټبال کومه رسمي لوبډله نشته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG