د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

ګارډین: طالبان وايي، د ښځو لپاره ورزش نه مناسب دی او نه هم یوه اړتیا


افغان ښځینه لوبغاړي
افغان ښځینه لوبغاړي
  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د طالبانو پر نوې اعلان شوې کابینې یوه لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه د طالبانو په سرپرسته اداره کې چې د چهارشنبې په ورځ یې کار پيل کړ، ټول غړي د طالبانو سخت دریځه کسان دي او هېڅ مېرمنه په کې نشته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو د کابینې پر جوړښت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، نړۍ د افغانستان وضعیت له نژدې څاري.

اروپایي ټولنې هم پر دې کابینې چې طالبانو لنډ مهاله بللې ده، نیوکه کړې.

ګارډین ورځپاڼې د مطلب په یوه برخه کې دې ته هم کتنه کړې چې طالبانو د ښځینه ورزشکارانو د فعالیت مخه نیولې ده.

ورځپاڼې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال احمدالله وثیق په حواله لیکلي چې د اسټرالیا اېس.بي.اېس ټلوېزیون ته ویلي، د ښځو لپاره ورزش نه مناسب دی او نه هم یوه اړتیا.

  • انډپنډنټ

انډپنډنټ ورځپاڼې د طالبانو په وړاندې د ښځو پر لاریونونو تمرکز کړی دی او ویلې یې دي، د هغه طالب انځور ټولنیزو رسنیو کې ډېر ښکته پورته کېږي چې د یوې لاریون کوونکې مخته یې د ټوپک شپیلۍ نیولې ده.

په لیکنه کې راغلي، ټولنیزو رسنیو کې د دې مېرمنې مېړانه ډېره ستایل شوې ده.

د ښځو دا مظاهرې په کابل، مزار شریف، هرات، نیمروز او ځینو نورو ښارونو کې ترسره شوي، دوی له طالبانو د کار، تحصیل او سیاسي ګډون حق غواړي.

د ورځپاڼې په لیکنه، طالبانو د مظاهره کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره هوایي ډزې کړي او هغوی یې ویرولي دي.

  • واشنګټن ایګزاماینر

واشنګټن ایګزاماینر ورځپاڼې بیا یوې بیلې موضوع باندې لیکنه خپره کړې.

دې ورځپاڼې لیکلي، د امریکا اداره له هغو راپورونو سره په چار چلند کې له ستونزو سره مخامخ ده چې ویل کېږي د امریکایي اتباعو څو الوتکې د مزارشریف په هوایي ډګر کې بندې پاتې دي.

د ورځپاڼې په باور، دې راپورونو پر ولسمشر جو بایډن نیوکې زیاتې کړي او هغه دا چې ده ولې د ټولو امریکایي اتباعو له ایستلو مخکې له افغانستانه خپل پوځیان و ایستل.

د راپورونو له مخې د لسګونه امریکایي اتباعو الوتکې له تېرو څو ورځو راهیسې د مزار په هوایي ډګر کې بندې پاتې دي او دې ته په تمه ده چې طالبان دوحې ته د الوتنې اجازه ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، هېڅ لاره نه لري چې څنګه د دغو بندو پاته شویو کسانو په اړه څېړنه وکړي.

XS
SM
MD
LG