د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

طالبان: سپورتي لوبو کې د ښځو د ګډون په اړه لا اوسه تګلاره نه لرو


افغان کرکټ ښځینه لوبډله
افغان کرکټ ښځینه لوبډله

طالبان وايي چې په سپورتي لوبو کې د ښځو د ګډون یا نه ګډون په اړه د دوی حکومت تراوسه رسمي تګلاره نه لري.

د اسټرالیا د کرکټ ادارې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د مرستیال احمدالله وثیق یوې وروستۍ مرکې ته د اشارې په ترڅ کې اعلان وکړ چې که د طالبانو په مشرۍ حکومت د ښځو سپورت ته اجازه ورنه کړي، نو له افغان ملي لوبډلې سره د کرکټ راتلونکې مهمه لوبه به لغوه کړي.

خو ښاغلي وثیق تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې طالبان په سپورټي لوبو کې د ښځو د ګډون یا نه ګډون په اړه تراوسه رسمي تګلاره نه لري.

وثیق زیاتوي: "اسلامي امارت نه یوازې د سپورټ او ورزش مخالفت نه کوي، بلکې هڅوي یې خو اسلامي امارت د ښځو د سپورت په اړه تر دې دمه خپل رسمي دریځ نه دی بیان کړی. کېدای شي چې دا تګلاره په راتلونکي کې اعلان شي. هغه څه چې موږ مخکې ویلي و، د هېواد کلتوري او امنیتي وضعیت ته په پام سره مو خپل نظر څرګند کړی و."

د افغانستان او اسټرالیا د ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېسټ لوبه د نوومبر د ۲۷ مې نېټې لپاره پلان شوې ده.

XS
SM
MD
LG