د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د متشبثینو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: افغان مېرمنې د تمو خلاف اقتصادي ودې لپاره کار کوي


ارشیف: په هرات کې د ښځینه سوداګرو د یوه نندارتون انځور
ارشیف: په هرات کې د ښځینه سوداګرو د یوه نندارتون انځور

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځینه متشبثینو ستاینه کوي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځینه متشبثینو ستاینه کوي او وايي چې په ویاړ سره په ټول هېواد کې د دغو تکړه مېرمنو ملاتړ کوي.

د دې سازمان د ښځو برخې د دوشنبې په ورځ د متشبثینو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ایکس ټولنیزې شبکې 'پخواني ټویټر' له لارې لیکلي د دې مېرمنو د هڅو ملاتړ کوي چې د ټولو تمو خلاف د نوښت، کار موندنې او د اقتصادي ودې په برخه کې کار کوي.

صدیقه تمسکي په هرات کې یوه له دغو سوداګرو ښځو څخه ده.

هغې ازادي راډيو ته وویل چې دوه کاله وړاندې د کرونا د خپرېدو پر مهال د دوی کاروبار په ټپه درېدلی و او دا چې یو کوچنی شرکت یې درلود، د 'یو این ډي پي' په مرسته یې اتحادیه جوړه کړه، خو تر اوسه یې له ملګرو ملتونو پیسې نه دي ترلاسه کړي.

اغلې صدیقې زیاته کړه چې دوه میاشتې وروسته له هغې چې طالبان واک ته ورسېدل، دوی ته اجازه ورکړل شوه چې بیا کار وکړي.

هغه وايي چې د ورېښمو اوبدلو او ګنډلو په فابريکه کې يې سلګونه ښځې کار کوي.

نوموړې زیاته کړه: "شاوخوا درې نیم سوه کسان له موږ سره کار کوي، دوی په ډیټابیس کې ثبت دي، خو ثابت معاش نه لري، دوی له موږ څخه هغومره معاش اخلي څومره چې کار کوي."

ارشیف: په هرات کې یو شمېر مېرمنې د خوراکي توکو یوه کارخونه کې په کار بوختې دي.
ارشیف: په هرات کې یو شمېر مېرمنې د خوراکي توکو یوه کارخونه کې په کار بوختې دي.

په کابل کې د لاسي صنایعو او تولیداتو په وروستي نندارتون کې سوداګرو ښځو د پام وړ ګډون کړی و.

د دغو مېرمنو له ډلې یوه هم فرحناز ده.

هغه چې له دوو نورو مېرمنو سره یوځای په کابل کې د خیاطۍ یو ورکشاپ او د ښځو د جامو پلورنځی لري او نورو مېرمنو ته یې د کار زمینه برابره کړې.

نوموړې وايي: "موږ درې واړه د خویندو په توګه سره راټولې شوو، کار مو پیل کړ. دا هغه څه نه وو چې یو کس یې په یواځې وکړي، دا مهمه ده چې دلته خوشحاله او د یو بل تر شا درېږو."

ارشیف: په افغانستان کې د مېرمنو د خیاطۍ یوه کارخونه
ارشیف: په افغانستان کې د مېرمنو د خیاطۍ یوه کارخونه

فرحناز او ملګرې یې جامې، لاسي بیکونه او بوټان تولید او پلوري.

دغو مېرمنو د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت خپل کاروبار جوړ کړی او پنځلسو نورو مېرمنو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر کارموندنې، روزنې او کار محدودیتونه وضع کړي او په ډېرو دولتي ادارو او بهرنیو او کورنیو نادولتي ادارو کې یې ښځې له کاره منع کړي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت ښځو سینګارتونونه هم بند کړي دي.

په نتیجه کې یې په زرګونو مېرمنې، چې ځینې یې د خپلو کورنیو یوازېنۍ ډوډۍ ګټونکې وې، وزګار شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG