د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۵

کابل کې د کورنيو توليداتو نړيوال نندارتون؛ سوداګرې مېرمنې د نړيوال بازار غوښتنه کوي


په کابل کې د افغاني تولیدانو د نړیوال نندارتون یوه څنډه
په کابل کې د افغاني تولیدانو د نړیوال نندارتون یوه څنډه

کابل کې د افغانستان نړیوال ننداراتون په نوم د کورنیو تولیداتو د نندارتون ګډونوال خپلو تولیداتو ته په کور دننه او نړیواله کچه د بازار موندنې غوښتونکي دي.

“ډېر زيات نفر دلته راغلل، لوړ رتبه چارواکي هم راغلل، له هغوی زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته په نړيواله کچه داسې سيستم برابر کړي، چې موږ هلته ولاړ شو او هلته خپل مال بازار ته وړاندې کړو”.

له ننګرهاره راغلی د شمس بابا په نوم د دېګ بخارونو د شرکت يو مسوول نېک محمد دی.

نوموړی چې د افغانستان نړيوال نندارتون په نوم د جوړ شوي نندارتون په يوه څنډه کې يې د خپل شرکت اړوند توليد شوي دېګ بخارونه نندارې ته ايښي ازادي راډيو ته وويل، که څه هم دوی له روان نندارتون خوښ دي، خو په خبره يې په نړيوال کچه باید د دوی تولیداتو ته مارکېټ ولټول شي.

هغه وايي: "ښه دي بد نه‌دي، خو دومره هم ښه نه‌دي څومره چې زموږ توقع ترې کېږي، ځکه تحولات راغلل، د تحولاتو نه وروسته مارکېټ بېخي ضعيفه شو، نو په اينده کې غواړو چې زموږ مارکېټ نور هم پرمختګ وکړي او مالونه مو خارج ته صادر شي."

دا پنځه ورځنی نندارتون چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوی او د دوشنبې تر ورځې به دوام وکړي، ۵۵۰ تولیدي شرکتونو په‌کې خپل تولیدات نندارې او پېرودلو ته ايښي دي.
دا پنځه ورځنی نندارتون چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوی او د دوشنبې تر ورځې به دوام وکړي، ۵۵۰ تولیدي شرکتونو په‌کې خپل تولیدات نندارې او پېرودلو ته ايښي دي.

په دغه نندارتون کې له بېلابېلو ولایتونو ښځینه سوداګرو او صنعتکارانو هم برخه اخیستې ده.

دوی هم خپل تولیداتو ته په نړیواله کچه بازار غواړي او تر څنګ یې مېرمنو سوداګرو او صنعت کارانو ته د ځانګړو بازارونو د جوړولو غوښتنه هم کوي.

د لاسي صنايعو د يوه شرکت مسووله صالحه سخي‌زاده وايي: "د جمهوريت په دوران کې هم ما دا غوښتنې کړې وې، اوس هم دا غوښتنه لرم، چې مېرمنو ته يو مارکېټ جوړ شي، يو بازار ورته جوړ شي تر څو ښځې هم بازار ولري. موږ همېشه په نندارتونونو پورې تړلي يو، نندارتونونه خو نه کېږي چې هر دوه مياشتې وروسته پرانيستل شي، نندارتونونه خو خپل اغېز لري، خو ډېر وخت وروسته وي."

دا پنځه ورځنی نندارتون چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوی او د دوشنبې تر ورځې به دوام وکړي، ۵۵۰ تولیدي شرکتونو په‌کې خپل تولیدات نندارې او پېرودلو ته ايښي دي.

ياد نندارتون د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د توليدي شرکتونو په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

د ياد وزارت وياند عبدالسلام جواد ازادي راډيو ته په لېږل شوي ويډيويي پيغام کې ويلي، روان کال به د افغانستان تولیدي توکو ته د بازار موندنې په هدف د لسو نندارتونونو جوړول په پام کې دي.

نوموړي ويلي: "زموږ د پلان له مخې به سږ کال په ټول هېواد کې لس نندارتونونه جوړ شي چې الحمدالله یو نندارتون په مزارشریف، بل په هرات کې او يو نندارتون دا دی په کابل کې روان دی. راتلونکي نندارتونونه به ان شاالله په کندهار او ننګرهار کې به هم ترسره شي. په ټولو نندارتونونو کې مېرمنې خپله ښکاره ونډه لري، د ښځینه متشبثینو تولیدي شرکتونه په‌کې ونډه لري، دې نندارتون څخه هره ورځ ښځې ليدنه هم کوي."

کابل کې د کورنيو توليداتو دا نندارتون داسې مهال پرانيستل شوی چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې په صنعت او سوداګرۍ برخه کې د اقتصادي ستونزو له امله ډېری شرکتونه په ټپه درېدلي او ډېر نور يې چې فعال يا نيمه فعاله دي، د کورني او نړيوال بازار نه‌شتون يې پر وړاندې لويه ننګونه ده.

په کابل کې د افغاني تولیدانو نړیوال نندارتون کې یو مېرمنې افغاني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
په کابل کې د افغاني تولیدانو نړیوال نندارتون کې یو مېرمنې افغاني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي دي.

دغه شان طالبانو په ډېریو دولتي ادارو او نا دولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د لاسی صنایعو د یو تولیدي شرکت مسوولې امینې میرزايي چې په یاد نندارتون کې یې خپل تولیدي توکي نندارتي ایښي ازادي راډیو ته یې وویل، نندارتون ته چې کومې ښځې راځي، ډېره سودا نه کوي، ځکه په خبره یې، ډېری یې بېکاره شوي او د توکو د اخیستلو توان نه‌لري.

XS
SM
MD
LG