د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

جرمني: د بشري او ښځینه حقونو یو شمېر افغان فعالانو د طالبانو پر ضد د نه خوړو اعتصاب کړی


د اعتصاب خېمه
د اعتصاب خېمه

په جرمني کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانو، په افغانستان کې د افغانانو؛ په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د وروستیو اقداماتو په اعتراض کې د نه خوړو اعتصاب کړی.

دغو فعالانو د جمعې په ورځ د وږي میاشتې په لسمه نېټه، د جرمني په کلن ښار کې د تحصن خېمه ودروله او ویې ویل، چې د دوی موخه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تبعیض (جنسي اپارتايد) په رسميت پيژندل دي.

د دغو مېرمنو په خبره، د دوی اعتصاب چې پکې له لسو زیاتو مېرمنو برخه اخیستې، د سيپتيمبر میاشتې تر ۱۲مې به دوام ومومي.

د ښځو د حقونو يوې فعالې تمنا زرياب پریاني ازادي راډيو ته وويل، چې له دوو کلونو راهيسې خلک له بند او تاوتریخوالي سره مخ دي او له دې اعتصاب څخه د دوی موخه دا ده، چې اسارت او تاوتريخوالی له مينځه يوسي.

طالبانو تل دغه ادعاوې رد کړې دي.

د ښځو د حقونو فعاله، تمنا زریاب پریاني
د ښځو د حقونو فعاله، تمنا زریاب پریاني

آغلې پرياني، ازادي راډيو ته وويل:

" مونږ د افغانستان دننه او بهر له سلو څخه ډير بېلابېل پروګرامونه او اعتراضونه درلودل، څو دا تاوتريخوالی پای ته ورسيږي، خو تر اوسه يې پايله نه درلوده. زمونږ تر ټولو مهمه غوښتنه، چې ډير پرې ټينګار کوو دا ده، چې جنسیتي اپارتاید چې تر اوسه په افغانستان کې ادامه لري په رسمیت وپيژندل شي. "

په افغانستان کې د ټولو سیاسي بندیانو خوشې کېدل او پر طالب چارواکو د لا زیاتو تحریمونو وضع کول، د دغو تحصن کوونکو له نورو غوښتنو څخه دي.

یوې بلې تحصن کوونکې، فاطمې زهرا احمد ازادي راډیو ته وویل:

"په دې تحصن کې، غواړو چې د افغانستان سیاسي بندیان خوشې شي، او د هېوادونو لخوا طالبانو ته مالي مرستې ودرول شي او نورو هیوادونو ته دې د طالبانو سفرونه بند شي، ځکه چې ډیری یې په تور لیست کې شامل دي. "

د امریکا متحده ایالت، چې له افغانستان او د طالبانو له حکومت سره تر ټولو لوی مالي مرسته کوونکی دی تل ټینګار کوي، چې افغانستان ته رالېږل شوې مرستې طالبانو ته نه رسیږي او دا بشري مرستې د افغانستان له خلکو سره کیږي.

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بینیټ
د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بینیټ

دغو معترضو ښځو په داسې حال کې د طالبانو د جنسیتي تبعیض (جنسیتي اپارتاید) په رسمیت پېژندلو خبره را پورته کړې ده، چې تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د جون په ۱۹مه له نړۍ وغوښتل، چې په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید د "نړیوال جرم" په توګه په رسمیت وپیژني او پر ښځو د محدودیتونو د لګولو له امله، له طالبانو ځواب وغواړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجرایې رییسې، سیما باهوس تر دې مخکې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو چلند جنسیتي تبعیض بللی و.

خو د طالبانو حکومت د دغو ټولو ادعاوو په ردولو سره تل ادعا کړې، چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغانانو حقونه تامین شوي دي، دوی د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د افغانستان کورنۍ مساله ګڼلې ده او له نړۍ یې غوښتي، چې په دې مسله کې لاسوهنه ونه کړي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځونه او اقدامات په نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ دي
د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځونه او اقدامات په نړیواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ دي

طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو او کار کولو بندیز لګولی دی. دغه شان، میرمنو ته اجازه نه ورکول کیږي چې تفریحي پارکونو، لوبغالو او ښځینه حمامونو ته ولاړې شې، او له محرم پرته د اوږد واټن سفر اجازه هم نه لري.

په دې وروستیو کې په سینګارتونونو کې د ښځو پر کار او د بند امیر ملي پارک ته د دوی پر تګ هم بندیز لګول شوی چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

خو طالبانو په خپل سیاست کې کوم بدلون نه دی راوستی او د ښځو پر وړاندې د دوی بندیزونه ورځ تر بلې زیاتیږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG