د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

سپینه ماڼۍ: د نجونو د زده کړو په اړه مو خپلې اندېښنې او نه بدلیدونکی دریځ په روښانه توګه طالبانو سره شریک کړی


دا نجلۍ د طالبانو لخوا ښوونځي ته د نه پرېښودو له امله ژاړي - ارشیف
دا نجلۍ د طالبانو لخوا ښوونځي ته د نه پرېښودو له امله ژاړي - ارشیف

که څه هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو د زده‌کړو د بیا پیل لپاره د طالبانو حکومت هیڅ‌ روښانه تګ‌لاره نه‌لري، خو سپینه ماڼۍ وايي چې جمهور رییس بایډن په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په اړه خپلې اندېښې له طالبانو سره په ښکاره توګه شریکې کړې دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر پرون رسنیو سره خبرو کې وویل، د طالبانو سره د اړیکو په ارزیابۍ کې به د نجونو د تعلیم موضوع په اړه د امریکا روښانه دریځ ادامه ولري.

نوموړې وویل:

" جمهور رییس تل د نجونو د زده‌کړو د اهمیت په اړه نه یوازې په امریکا؛ بلکې په ټوله نړۍ کې چې وشي کولای ازاد ژوند وکړي، ښوونځي ته ولاړې شي او زده‌کړه وکړي، روښانه دریځ لري. له همدې امله موږ طالبانو سره د خپلې ټولنې اندېښنې، لکه د نجونو تعلیم شریکې کړې دي. موږ دا بشپړه روښانه کړې. موږ بې له دې چې طالبان قوي کړو له افغانانو سره په مرستې کولو متمرکز یوو. "

د متحده ایالاتو د ولسمشر دفتر- سپینه ماڼۍ
د متحده ایالاتو د ولسمشر دفتر- سپینه ماڼۍ

د سپینې ماڼۍ ویاندې دا هم وویل، چې د متحده‌ایالاتو دا دریځ د یو یا هم څو کلونو لپاره نه‌دی؛ بلکې د تل لپاره دی او بدل به‌ نه‌شي.

د امریکا متحده‌ایالاتو په ګډون نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه افغانانو له طالبانو په ځلونو د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستو غوښتنه کړې، خو د طالبانو حکومت نه یوازې دا چې دې غوښتنو ته مثبت ځواب نه‌دی ویلی؛ بلکې په دې اړه یې بېلابېلې څرګندونې کړي چې د نجونو د زده کړو په تړاو د دوی ترمنځ جوت اختلاف څرګندوي.

په وروستیو کې د طالبانو یوه پخواني چارواکي عبدالسلام ضعیف بي‌بي‌سي سره مرکه کې هم دغو خپلمنځینو اختلافونو ته اشاره کړې او ویلي: "۹۵ سلنه" طالبان پر ښځو د زده‌کړو او کار د محدودیت په اړه د خپل مشرتابه له فرمانونو سره مخالف دي.

په ورته وخت کې له شپږم ټولګي پورته یو شمېر زده‌کوونکې وايي، خپل بې‌‌برخلیکه حال ته ځورېږي او نه پوهېږي چې طالبانو د کومو موخو لپاره د دوی ښوونځي تړلي دي.

شاوخوا دوه کاله کیږي، چې طالبان افغان ښځینه له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته نه پریږدي
شاوخوا دوه کاله کیږي، چې طالبان افغان ښځینه له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړو ته نه پریږدي

د لسم ټولګې زده‌کوونکې انیسه وايي:

"اسلامي امارت موږ دې ته په تمه کړي وو، چې نن یا هم سبا تاسې ته طرحه جوړېږي، خو په دې طرحې جوړېدو دوه کلونه او څو ورځې تېرې شوې، خو دا طرحه جوړه نه‌شوه. موږ یې له یوې میاشتې بلې ته په همدې تمه کېنولې یوو . د دوی دې ژمنو چې موږ ته طرحه جوړوي یا هم یونیفورم، په تدریجي توګه زموږ د له‌منځه تلو سبب ګرځي. "

نن ۷۰۹مه ورځ ده، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او تر خوا یې ۲۴۹مه ورځ ده، چې نجونې او ښځې پوهنتونونو له تلو هم منع شوې دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستو لپاره د طالبانو د حکومت لویه پلمه د یوې کړنلارې جوړول دي، هغه چې لا نه‌ده جوړه شوې او په ټوله کې یې د دوی د حکومت ظرفیت هم تر پوښتنې لاندې راوستی.

طالبانو د سپینې ماڼۍ د ویاندې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG