د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

'بند امیر' ته د ښځو پر تګ د طالبانو بندیز غبرګونونه پارولي


په بامیان کې د بند امیر یوه څنډه. دغه سیمه د افغانستان د ملي پارک په نوم یادېږي چې دمګړی سیلانیان یې لیدو ته ورځي.
په بامیان کې د بند امیر یوه څنډه. دغه سیمه د افغانستان د ملي پارک په نوم یادېږي چې دمګړی سیلانیان یې لیدو ته ورځي.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنیټ د طالبانو له‌خوا بند امیر ملي پارک ته د ښځو پر تګ د بندیز په اړه غبرګون ښودلی دی.

په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنیټ
په افغانستان کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بېنیټ

نوموړي د یکشنبې په ورځ په خپلې ایکس پاڼه کې لیکلي: "مهرباني وکړئ یو څوک روښانه کړئ چې ولې بند امیر ته د مېرمنو په تللو بندیز د شریعت او د افغانستان د کلتور د رعایتولو لپاره اړین دی؟"

یو شمېر مېرمنې هم د طالبانو حکومت د دې اقدام په غبرګون کې ادعا کوي چې د طالبانو له‌خوا دا بندیزونه د 'ښځو د ځپنې' تر ټولو وروستی حد ښيي.

د بامیان ولایت اوسېدونکې زهرا قمبري وايي، د طالبانو محدودونکې تګلارې پر افغان ښځو او نجونو منفي اغېز کړی دی.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "زه احساسوم چې دوی به همدا پلان لري، ځکه ورو ورو يې محدودیتونه وضع کړل، څو هغه شېبې ته ورسي چې نجونې ژوندۍ ښخې کړي، په بشپړه توګه په کور کې کورني زندانیانې دي. دا نه یوازې په ما منفي اغېز کوي بلکې په ټولو نجونو اغېز لري. د یوې شېبې خوښۍ لپاره به په تفریح تلو، اوس هغه يې هم له مونږ څخه واخیسته."

د بامیان ولایت یوه بله اوسېدونکې ګل بخت نجاتي هم وايي چې په بند امير کې د طالبانو حکومت د محدوديتونو له امله سږ کال په دغه تفريحي ځاى کې د ښځو او نجونو حضور پیکه و.

هغه وايي: "سږ کال هم د نجونو حضور پیکه و، ځکه چې طالبانو يې کالیو ته ډېر پام کاوه او ویل به یې هلته له چا سره ځئ ؟ که خاوند یا کوژدن مو وي باید نکاح خط ولرئ، طالبانو به تل همداسې پوښتنې او څېړنې کولې."

د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي هم ادعا کوي چې حجاب یوه بهانه ده، طالبان د دې په خبره د 'ښځو د ځپنې' د تګلارې له امله بند امیر ته د ښځو د تګ مخه نیسي.

هغې زیاته کړه: "دا یوه بهانه ده چې ویل کېږي څوک چې اسلامي حجاب ونه لري اجازه نه ورکوو. افغانو ښځو تل حجاب درلود، په تېره په دې دوره کې. مونږ یوازې دا ویلی شو چې طالبان یوه ښځه ځپونکې او ظالمه ډله ده."

بند امير د افغانستان له مشهورو تفريحي ځايونو څخه دی چې په بامیان ولايت کې موقعيت لري او هر کال له افغانستان او ان له نورو هېوادونو څخه سلګونه نارينه او ښځې د تفريح لپاره دغه ځای ته ځي.
بند امير د افغانستان له مشهورو تفريحي ځايونو څخه دی چې په بامیان ولايت کې موقعيت لري او هر کال له افغانستان او ان له نورو هېوادونو څخه سلګونه نارينه او ښځې د تفريح لپاره دغه ځای ته ځي.

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله سونیکا ارین هم وايي چې د طالبانو بندیزونه به د افغان ښځو او نجونو راتلونکی نسل له جدي رواني ستونزو سره مخ کړي.

ارین وویل: "دا او نور بندیزونه پر ښځو ډېر منفي اغېز لري او دا د یو لوی ناورین د رامنځته کېدو لامل کېږي. موږ به په راتلونکې کې داسې مېرمنې ولرو چې هغوی به بې انګېزې، ناهیلې، پرېشنانې او په روانې ناروغیو اخته میندې او نجونې وي."

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي د شنبې په ورځ په بامیان ولایت کې په یوه عامه غونډه کې وویل چې له دې وروسته ښځې او نجونې بند امیر ته د تللو اجازه نه لري.

هغه د دې کار لامل د ښځو له خوا د حجاب نه مراعتول وبلل او له امنيتي ځواکونو او د یاد وزارت له محتسبینو يې وغوښتل، چې بند امیر ملي پارک ته د ښځو د ننوتو مخه ونيسي.

د طالبانو حکومت له دې مخکې د دې تر څنګ چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې او ښځې یې له زده کړو او کار کولو منع کړې، ښاري ښځینه حمامونو، لوبغالو، تفریحي پارکونو په تګ او له شرعي محرم د دوی په سفر هم بندیز ولګاوه.

بند امير د افغانستان له مشهورو تفريحي ځايونو څخه دی چې په بامیان ولايت کې موقعيت لري او هر کال له افغانستان او ان له نورو هېوادونو څخه سلګونه نارينه او ښځې د تفريح لپاره دغه ځای ته ځي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG