د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

طالب وزیر: د سیاسي ګوندونو فعالیت مطلق بند دی؛ سیاسي ګوندونه: طالبانو دا بندیز د خپلې بقا لپاره ولګاوه


په کابل کې د طالبانو په کنترول کې د افغانستان عدلیې وزارت
په کابل کې د طالبانو په کنترول کې د افغانستان عدلیې وزارت

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي وايي، په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع او غیر شرعي دی.

وروسته له دې چې د طالبانو دحکومت د عدلیې وزارت سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع او غیر شرعي اعلان کړل، د یو شمېر پخوانیو سیاسي ګوندونو مشران وايي، هر ولسي او ولس سالاری حرکت نه‌شي کېدای چې د شریعت خلاف وګڼل شي.

د طالبانو د حکومت د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې 'ملت ته د حکومت د حساب ورکولو' په خبري کنفرانس کې وویل، ګوندونه شرعي بنسټ نه لري او د هغه فعالیت د خلکو په ګټه نه دی.

هغه زیاته کړه: "دا نه شرعي دی او نه هم د ملت په ګټه دی او نه یې هم ملت غواړي او نه هم ملي منافعې په‌کې خوندي دي. نو د ده به څومره معقولیت وي چې دوی ته جواز ورکړل شي، مطلق بند دي، په هېڅ صورت جواز نه ورکوو او نه یې هم ورکولای شو."

شرعي په افغانستان کې د اوسنیو بدبختیو لامل سیاسي ګوندونه بللي دي.

خو د افغانستان د ملي جمهوري غوښتنکې ګوند بنسټ ایښودونکې او مشره عادله بهرام د طالبانو د عدلیې وزیر څرګندونو ته په غبرګون ویلي، کومه ټولنه کې چې قانون حاکم وي، هلته د اسلامي شریعت خلاف هېڅ کار نه کېږي.

هغې زیاته کړه: "په دې وروستیو سیاسي ګوندونه منحل اعلانېږي. موږ نه شو کولای چې هر ولسي حرکت په دین او شریعت پورې وتړو، دا د دین خلاف دی. پخوا هم هغه ګوندونو چې فعالیت درلوده، ټول مسلمانان وو، مشران یې مسلمانان وو او د اسلامي اصولو سره سم یې ورته قوانین ټاکلي وو. په کومې ټولنې کې چې قانون حاکم وي، هغه ټولنه د قانون سره سم حرکت کوي او د جمهوریت په وروستیو شلو کلونو کې هم هغه ګوندونه چې فعالیت درلوده، د قانون له مخې ثبت شوي وو او کار او فعالیت یې کاوه."

د جمعیت اسلامي یو غړی هم چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي وويل، د طالبانو له‌خوا د سیاسي ګوندونو د فعالیت بندېدل په هېواد کې د دوی د سیاسي بقا لپاره دی.

هغه وویل: "د طالبانو کوم کار د اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه دی، هغه مرموزې وژنې چې تر سره کېږي، جنسي تېری چې کېږي، کورونه چې تالاشي کېږي، ښځې چې بندیانېږي، دا ټول له اسلام سره په ټکر کې دي، خو دوی سیاسي ګوندونه له فعالیت منع کوي، دا دې له امله نه دی چې د اسلامي شریعت خلاف دی، دا د دې له امله دی چې د دغه ډلې ستنې ونه لړزېږي."

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کار پوه احمد وحیدي ازادي راډیو ته وویل، هر حکومت او قدرت د سیاسي ګوندونو چې د خلکو د غوښتنو انعکاس کوونکې دي؛ رامنځته کېږي.

هغه وايي: "دولت یا قدرت، د ګوندونو له لارې چې مستقیم د خلکو د غوښتنو انعکاس کوونکې دي او د یوه میکانېزم، ډیموکراتیک له لارې چې معمولاً پارلمان او د مشرانو جرګې وي، د هېواد د ادارې په جریان کې منعکس کېږي. دا د همدې سیاسي احزابو تصمیمونه دي چې په عصري نړۍ کې نن کولای شي یو ټولنه اداره کړي، اقتصاد، سیاست، فرهنګ، نړیوالې اړیکې دا ټول هغه تعریفونه دي چې د طالب په فکر کې ځای نه لري."

د طالبانو حکومت دا بندیز په داسې حال کې اعلان کړ چې لا اساسي قانون نه لري او د نړۍ هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د افغانستان د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې تر ۲۰۲۱ کال پورې په دغه وزارت کې نږدې ۷۰ لوی او واړه سیاسي ګوندونه په رسمي ډول ثبت شوي وو چې طالبان له بیا ځلې واکمنېدو سره د ټولو فعالیتونه بند شول.

طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ له بیا پیلولو سره د ښځو پر زده کړو او کار، هنري فعالیتونو لکه موسیقۍ او سندرو ویلو او سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې ګڼ محدودیتونه وضع کړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG