د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

متقي: په ۱۵ هېوادونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ او سفارتونه را سپارل شوي


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي - ارشیف
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي - ارشیف

په داسې حال کې، چې دطالبانو حکومت تر دې دمه د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په پنځلس هېوادونو کې د افغانستان د سیاسي استازولیو یا سفارتخانو د ترلاسه کولو خبره کوي.

امیر خان متقي په کابل کې د سې شنبې په ورځ ملت ته د حساب ورکولو په نوم غونډه کې وویل: " چین، ازبکستان، ترکمنستان،ایران ، پاکستان او همدارانګه په تاجیکستان کې د خاروغ قونسلګري، قرغیزستان، قزاقستان، روسیه، ترکیه، قطر، سعودي عربستان، دبۍ او مالېزیا کې زموږ د سفارتونو چارې له مرکز نه اداره کیږي او دیپلوماټان هم استول شوي دي، دغو هېوادونو هم قبول کړي دي، د تاجیکستان پرته نور په هغه هېوادونو کې چې ما نومونه واخیسته نوي ديپلوماټان لېږل شوي او خپلې دندې مخې ته بیايي."

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، نړۍ د رسمیت پیژندنې په برخه کې بشري حقونه، ټول ګډونه حکومت او له ترهګرۍ سره مبارزه د پلمې په ډول کاروي.

طالبان بیا- بیا له ښځو او نورو افغانانو سره په ناوړه چلند تورن شوي
طالبان بیا- بیا له ښځو او نورو افغانانو سره په ناوړه چلند تورن شوي

خو د بخښنې نړیوال سازمان بیا په تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ را وروسته افغانستان د بشري حقونو د نقض په برخه کې د بربادۍ په څنډه کې ولاړ دی.

امیرخان متقي وايي، د نړۍ لخوا دوی ته د رسمیت پیژندنې په برخه کې ځانګړي شرایط نه دي وړاندې شوي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د تعلیم او کار د حقونو ټینګښت، د ټول ګډونه حکومت جوړېدل او له ترهګرۍ مبارزه د طالبانو لپاره د رسمیت پېژندنې بنسټیز عوامل بلل کیږي.

د تېرې اونۍ د سې شنبې په ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل، د طالبانو له حکومت سره د پراخو اړیکو ټینګول تر هغه وخته امکان نه لري، چې د افغان ښځو حقونو ته په درناوي کې پرمختګ نه وي شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین

انتوني بلینکین د طالبانو د واکمنۍ د دوه کاله پوره کېدو په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، متحدایالات به بیاهم طالبان د خپلو کړو ژمنو د نه عملي کولو او په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې مسوول وګڼي.

په ورته وخت کې په برېتانیا کې د افغانستان پخوانی دیپلومات عزیز معارج وايي، طالبان له نړۍ سره ښکاره اړیکې نه لري، خو د پردې تر شا دوی ځينې تعاملات کړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل:

" دواړه خواوې هم طالب او هم نړۍ یو بل ته صادقه نه دي، دوی د پردې تر شا ځینې معاملې لري خو په ظاهر کې څه نه وايي، له بده مرغه ملت نه خبره پټوي، سفارتونه شته، تګ راتګ شت،ه خو هلته بیا طالبان په تور لیست کې دي، له بلې خوا طالبان مسکو فارمټ ته غوښتل کیږي او له هغې ورهاخوا دوحې ته تګ راتګ کوي، طالبان چې وايي موږ ټول شرایط برابر کړي داسې هم نه ده."

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ دوه کاله پوره شول، خو د ګاونډیو هېوادونو په ګډون یې حکومت د نړۍ د هیڅ هيواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

یوه افغانه نجلۍ د طالبانو لخوا د ښوونځي د تړل کیدو له امله یې ژاړي - ارشیف
یوه افغانه نجلۍ د طالبانو لخوا د ښوونځي د تړل کیدو له امله یې ژاړي - ارشیف

طالبانو پر افغانستان د بیا ځلۍ واکمنۍ له پیل وروسته نجونې له شپږمو ټولګیو پورته له زده کړو منع کړې، دغه شان یې د نجونو په وړاندې د پوهنتون او هر ډول زده کړو دروازې بندې کړې.

د دې ترڅنګ یې پر ښځو د کار، سفر او ګرځیدو پراخه محدودیتونه لګولي دي.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړې په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي دي، خو تر دې دمه د بشري حقونو د مراعت کولو په برخه کې د طالبانو په پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG