د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

د افغان نجونو او ښځو د زده کړو پر اړتیا ټینګار؛ امریکا: دوی تر بل هر وخت زده کړو ته ډېره اړتیا لري


یو شمېر افغانې ښځې، د افغانو ښځو له تابلوګانو سره - ارشیف
یو شمېر افغانې ښځې، د افغانو ښځو له تابلوګانو سره - ارشیف

د امریکا سفارت وايي افغان مېرمنې تر بل هر وخت زیات زده کړو ته اړتیا لري.

سفارت دا خبره، په خپل اېکس شبکه چې پخوا ټوېټر نومېده دوشنبه ناوخته لیکلې ده.

امریکایي چارواکو ویلي، چې دوی له افغانانو په تېره بیا مېرمنو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د امریکا د سفارت په بیان کې زیاته شوې، چې دمګړۍ د دوی په ملاتړ شاوخوا ۶۰۰ افغان محصلین د سیمې په پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي.

د سفارت په بیان کې د بشکیک له یوه پوهنتونه د افغان نجونو د فراغت یوې غونډې ته اشاره شوې، چې د امریکا د سفارت کارکوونکو هم پکې برخه اخیستې وه.

د طالبانو حکومت له تېرو دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې له تعلیمه منع کړي.

طالبان له بیا واکمنیدو وروسته،افغانې نجونې د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته او دغه راز پوهنتوني زده کړو ته نه پریږدي
طالبان له بیا واکمنیدو وروسته،افغانې نجونې د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته او دغه راز پوهنتوني زده کړو ته نه پریږدي

د لېسې د دورې دوه زده کوونکې عالیه او مدینه چې د لکونه نورو افغان نجونو په څېر له دوو کلونو راهیسې ښوونځي له ورتلو منع شوي ازادي راډیو ته یې خپلې اندېښنې داسې شریکې کړې.

عالیه، چې د دولسم ټولګي زده کوونکې ده وایي:
" زموږ مکتبونه باید زموږ مکتبونه باید په هر حال کې خلاص شي. که یې نړیوال په رسمیت پېژني که یې نه پېژني، موږ باید تعلیم وکړو او خپل هېواد جوړ کړو. تعلیم په نر او ښځه فرض ده. لکه څنګه چې د هلکانو مکتبونه خلاص دي همداسې باید د نجونو مکتبونه هم خلاص کړي."
د یوولسم ټولګې یوې زده کوونکې مدینې بیا داسې وویل:

" طالبانو څخه غواړو چې زموږ مکتبونه را خلاص کړي. موږ هم د هلکانو غوندې حق لرو. زموږ کالي اسلامي دی. زموږ حجاب اسلامي دی. موږ پوهېږو چې له دې سره زموږ راتلونکی خرابیږي. ضاېع کېږي. دوی باید زموږ راتلونکی خرابه نه کړي او موږ ته خپل مکتبونه را خلاص کړي."

که څه هم د امریکا په شمول لویدیځ او د سیمې ځينو هېوادونو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی، خو لا هم طالبانو په دې برخه کې نرمښت نه دی ښوولی.

طالبانو د نجونو د تعلیم پر وړاندې یو بل ګام هم د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې واخېست او ورسره یې د نجونو پوهنتونونه وتړل.

د نجونو د لوړو تحصیلاتو د مخنیوي تر ټولو وروستۍ پېښه په کابل هوايي ډګر کې وشوه، چېرته چې طالبانو متحده عربي اماراتو ته په بورسیه باندې روانې نجونې سفر ته پرېنښودې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG