د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

امریکا: هېڅ هېواد د خپلو نیمایي وګړو د منزوي کولو په صورت کې پرمختګ نه شي کولای


طالبان او یو شمېر معترضې ښځې - ارشیف
طالبان او یو شمېر معترضې ښځې - ارشیف

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وایي، متحده ایالات د افغان ښځو د هغو هڅو ملاتړ کوي چې د خپل ژوند په ټولو برخو کې یې د فعال ګډون لپاره مخ ته وړي.

د امریکا سفارت په خپله اېکس پاڼه کې، چې پخوا ټویټر نومېده، دغه څرګندونې د اګست د ۲۶ د امریکا په اساسي قانون کې د تعدیل د کلیزې په مناسبت کړي.

دغه سفارت ویلي دي، چې امریکا د ۱۹۲۰ کال په همدې ورځ په اساسي قانون کې نولسم تعدیل راووست، چې له مخې یې ښځو ته له څولسیزو مبارزې وروسته د رایې ورکولو حق خوندي کړ.

د امریکا سفارت ویلي: "موږ نن د ښځو د برابرۍ په ورځ د ښځو د حقونو د فعالانو او مشرانو لاسته راوړنې نمانځو."

د سفارت په بیان کې، د افغان ښځو اوسني وضعیت ته په اشارې ویل شوي، چې هېڅ هېواد د خپلو نیمایي وګړو د منزوي کولو په صورت کې پرمختګ نه شي کولای.

د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د برخې مسوله، هیدر بار
د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د برخې مسوله، هیدر بار

په عین حال کې د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د برخې مسولې هیدر بارپه خپله اېکس پاڼه کې ویلي، چې ډیرې افغانې ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له یوه سرخلاصي زندان سره پرتله کوي.

د نوموړې په وینا، دا یو داسې خطرناک خبرداری دی، چې مبالغه پکې نشته.

په عین حال کې د زده کړې د حقونو د فعالې او د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملاله یوسفزۍ پلار په خپله ټولنیزه شبکه اېکس کې ملګرو ملتونو ته د هغې د وینا یوه برخه ایښې، چې نوموړې پکې د نجونو د زده کړې راتلونکې خوشبني څرګندوي.

ملاله یوسفزۍ په دغه وینا کې وایي:

"نجونې د زده کړې پر ځواک پوه دي او هغوی کارکوي، چې د ښوونځیو دروازې د هرماشوم پرمخ پرانېستې وي. زه په دې پوه یم که موږ د دوی له عزم سره یوځای شوو، د دوی هڅې تمویل کړو او مشري یې تعقیب کړو، په راتلونکو لسو کلونو کې به د ډېرو پرمختګونو شاهدان واوسو."

د بند امیر پارک یو مخکینی تصویر
د بند امیر پارک یو مخکینی تصویر

دا په داسې حال کې ده، چې پر ښخو او نجونو د طالبانو له خوا د زیاتیدونکو محدودیتونو په ترڅ کې، د طالبانو د امرباالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي تېره ورځ په بامیان کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې له دې وروسته بند امیرته ښځې نشي تللی.

د هغه په وینا، په تېرو دوو کلونو کې ښځو ته د دې کاراجازه ورکړل شوې، خو د ده په خبره، هغوی اسلامي حجاب ته پام نه و کړی.

طالبانو له دې مخکې له محرم پرته پارکونو، مېله ځایونو، حمامونو، سپورټي ځایونو او لیرې سفر کولو کې پرښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته نجونې له منځنیو، ثانوي او پوهنتوني زده کړو راګرځولې او هم یې د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په نادولتي موسسو کې د ښځو پرکارکولو بندیز لګولی دی.

طالبانو په کابل هوایي ډګر کې دوبۍ ته د زده کړو لپاره د تلونکو نجونو د ممانعت په اړه څه نه دي ویلي
طالبانو په کابل هوایي ډګر کې دوبۍ ته د زده کړو لپاره د تلونکو نجونو د ممانعت په اړه څه نه دي ویلي

طالبانو څو ورځې مخکې یوشمېر هغو نجونو ته د کابل له هوایي ډګرڅخه متحده عربي اماراتو ته هم د سفراجازه ورنکړه، چې د لوړو زده کړو بورسونه یې ترلاسه کړي او د زده کړې لپاره هغه هېواد ته تللې.

طالبان وایي، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د کار اوزده کړې ملاتړکوي، خو د دوو کلونو واکمنۍ په تیریدو سره یې په دې برخه کې یوه واضح تګلاره نده اعلان کړې.

د بي بي سي خبریالې لیز دوسیت په خپلې ټولنیزې شبکې اېکس کې د طالبانو د یوه پخواني مهم غړي ملاعبدالسلام ضعیف هغه څرګندونې راخیستې، چې له دې رسنۍ سره په خبرو کې پرطالبانو د بیساري انتقاد په ترڅ کې ویلي: د طالبانو ۹۵ سلنه غړي په دې باور دي چې نجونې باید ښوونځي ته لاړې شي او ښځې باید کاروکړي، خو د هغه په خبره د طالبانو یووالی هم مهم دی او په دې اړه بحثونه دوام لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG