د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

بلېنکن له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو لپاره د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی اړین بولي


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره د پراخو اړیکو ټینګول تر هغه وخته امکان نه لري چې د افغان ښځو حقونو ته په درناوي کې پرمختګ نه وي شوی.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو دوه کاله پوره شول د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، متحده ایالات او د نړۍ لسګونه نور هېوادونه به تر هغه وخته له واکمنو طالب چارواکو سره اړیکې عادي نه کړي چې دوی د نورو بشري حقونو ترڅنګ د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی ونه کړي.

انټوني بلېنکن پرون د طالبانو د واکمنۍ د دوه کاله پوره کېدو په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، متحدایالات به بیا هم طالبان د خپلو کړو ژمنو د نه عملي کولو او په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې مسوول وګڼي.

بلېنکن وویل: "موږ له طالبانو سره د هغو ژمنو په اړه حساب او کتاب ته دوام ورکوو چې له موږ سره یې کړي او تراوسه عمل پرې نه دی شوی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې. موږ او د نړۍ لسګونه هېوادونو طالبانو ته په واضح ډول ویلي چې له دوی سره به د نړۍ د هېوادونو د عادي اړیکو لاره تر هغه بنده وي چې د نورو مسئلو ترڅنګ د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د تازه څرګندونو په اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې، خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي تېره ورځ له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د ښځو حقونه د افغانستان یوه داخلي مسئله ده او په متحده ایالاتو پورې اړه نه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې د ښځو د حقونو په ځانګړی ډول د کار او زده‌کړو په برخه کې پر طالبانو د لا نور فشار غوښتونکې دي.

د ښځو د حقونو فعاله مریم کریمي وویل: "دا ډېر د تاسف وړ ده چې ولې تر اوسه د طالبانو د کړنو په وړاندې افغانانو سکوت کړی دی. یوازې افغانان کولای شي چې بدلون راولي، دغه شان د نړۍ مرسته مهمه ده باید د نړۍ هېوادونه د افغانانو ترڅنګ ودرېږي او پر طالبانو فشارونه راوړي تر څو دغه ډله د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وکړي."

ارشیف: په نیمروز کې د نجونو د یوه ښوونځی ټولګی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په نیمروز کې د نجونو د یوه ښوونځی ټولګی. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

طالبانو پر افغانستان د بیاځلي واک ټینګولو وروسته افغان نجونې له شپږک ټولګي پورته له هر ډول زده کړو او په ډېری دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې په یو بیان کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ مې وروسته د طالبانو له لوري پر ښځو د محدودیتونو نږدې ۵۰ فرمانونه ورکړل شوي چې له مخې یې ښځې د ژوند په هره برخه کې بې اغېزې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG