د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو جنایتونو او د سزا څرنګوالي په اړه دې خبرې وشي


د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، د دې وخت رارسېدلی چې د طالبانو د جنایتونو او د هغوی د سزا د څرنګوالي په اړه خبرې وشي.

هیدر بار وايي، د نورو هېوادونو تعامل د طالبانو په چلند هېڅ اغېز نه دی کړی او د دغه ډلې سیاست کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، خو په خبره یې د دې وخت رسېدلې چې د طالبانو جنایتونه او د سزا څرنګوالي په اړه خبرې وشي.

هیدر بار دا خبرې د چهارشنبې په ورځ د فرانس۲۴ شبکې سره کړي او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو د حساب ورکولو په اړه باید ژور تمرکز وشي.

هیدر بار زیاتوي، د بشري حقونو د څار سازمان به د سپټمبر په میاشت کې یوځلې بیا د بشري حقونو له شورا څخه وغواړي چې د بشري حقونو د سرغړونو د شواهدو د راټولو او ساتلو لپاره یو میکانېزم جوړ شي او خبره یې باید په دې توګه د طالبانو جنایتونه په افغانستان کې تعقیب شي.

هغې ویلي: "موږ په همدې لټه کې یوو چې نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د جرمونو پر وړاندې اقدام وکړي، نو ځکه فکر کوم د دې وخت رسېدلی چې د دغه جنایتونو د محکمې په اړه خبرې وکړو."

طالبان د ښځو او نجونو اړوند موضوعات د افغانستان کورني دننه موضوع بولي، او وایي چې نړیواله ټولنه نه باید له دې موضوع د فشار په توګه کار واخلي.

له معترضې ښځې سره د طالب وسله وال د چند یو تصویر. September 7, 2021
له معترضې ښځې سره د طالب وسله وال د چند یو تصویر. September 7, 2021

هیدر بار دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کوي چې یو شمېر افغانې ښځې د دوی له بشري حقونو په ځانګړې توګه د طالبانو له‌خوا د دوی له زده کړو او د کار له محدودیتونو شکایت کوي.

د دغو مېرمنو په خبره، طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوه کلنه دوره کې دوی د بنسټیزو حقونو محرومې کړي او دا لامل شوی چې ښځې روحي، اقتصادي او رواني ستونزې تجربه کړي.

کریمه عزم د تېر جمهوري نظام د غیر دولتي ادارې کارکوونکې ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو افراطي سیاست د هغوی د لومړی دورې د سیاست په څېر دی او هېڅ بدلون یې نه دی کړی.

عزم وویل: "موږ خپلې دندې له لاسه ورکړې، بې‌کاره شوو. هغه انجوګانې او بنسټونه چې موږ ورسره بوخت وو، خپل فعالیتونه ودرول، سره صلیب، سیف د چلډرن او پیکا کلینیک په ترکیې پورې اړه درلوده، له هغوی سره مې کار کاوه. اوس طالبان راځي چې محرم نه لرې، جامې مو مناسبې نه دي، ولې ټولنیز فعالیتونه کوې، ولې یوه معترضه ښځه یاست، ځکه موږ دا شرم او ننګ بولوو."

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، دوی په ځلونو د طالبانو د چلند د نه بدلون په اړه اندېښنه څرکنده ګړې، خو نړیوالو د دوی اندېښنو ته پاملرنه ونه کړه.

په کابل کې د طالبانو د محدودیتونو او بندیزونو پر ضد د معترضو ښځو لاریون. March 07 2023
په کابل کې د طالبانو د محدودیتونو او بندیزونو پر ضد د معترضو ښځو لاریون. March 07 2023

مریم اروین د ښځو د حقونو فعاله او د 'جنبش شنبه های ارغواني' مسوولې ازادي راډيو ته وویل: "موږ چې د افغانو مېرمنو په توګه په یوې افغانې ټولنې کې یوو، حد اقل د ۱۳۹۷ کال راهیسې چې د سولې خبرې د امریکا او د طالبانو په منځ کې پیل شوي. موږ همدا ویل چې د طالبانو فکر په ځانګړې توګه د ښځو او د نجونو د حقونو په برخه کې مثبت بدلون نه دی کړی، ان دا چې لا افراطي او لا سیستماتیک شوي. اوس چې طالبان په قدرت کې دي غولول کوي، دوی افغانې مېرمنې صفري نقطې ته رسولي، له بده مرغه دې خبرې ته اصلاً ارزښت نه ورکول کېږي."

د ازادي راډیو خبریال د هیدربار د خبرو په اړه د طالبانو له حکومت نظر وپوښت، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو ځواب ورنه کړ.

د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقوق یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي دي.

خو په افغانستان کې د دوی د واکمنۍ په دوو کلونو کې له شپږم ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو او ښځو په هر ډول زده کړو بندیز لګولی دی.

طالبانو د دې ترڅنک ښځې له کار کولو تفریحي پارکونو، لوبغالو او ښځینه حمامونو ته د تګ په ګډون د دوی د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو مخه هم نیولې او له محرم پرته له اوږده واټن سفر هم منع شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG