د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

سینیرلي اوغلو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان وضعیت په اړه راپور وړاندې کوي


فریدون سینیرلي اوغلو
فریدون سینیرلي اوغلو

په پام کې ده چې سبا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږى کوونکى فریدون سینیرلى اوغلو د دغه سازمان امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه خپل د ارزونې راپور وړاندې کړي.

اوغلو د دغې ارزونه يوې برخه کې چې امريکا غږ راډيو يې يوه کاپي ترلاسه کړې، له طالبانو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار حق ورکړي.

په دغه مسوده کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه د افغانستان د نړیوالو مکلفیتونو په اړه د هغوی د ژمنو په رعایت پورې تړلې او له طالبانو غوښتل شوي چې سمدستي په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لغوه کړي.

وړاندې په کې دا هم راغلي چې په نړیوالو ادارو او سیستمونو کې د افغانستان هر ډول بیا په رسميت پېژندنه او ادغام کېدل په افغاني ټولنه کې د ښځو په ګډون او مشارکت پورې اړه لري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال په مارچ میاشت کې د دغه سازمان له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش څخه وغوښتل چې د افغانستان د وضعیت په اړه يوه خپلواکه او مستقله ارزونه وکړي او په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د شته ننګونو د حل لپاره د یوې متحدې او همغږې نړیوالې تګلارې په اړه خپل وړاندیزونه د نومبر تر ١٧ وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

ګوټېرېش د اپرېل په ۲۵، د ترکیې مشهور ډیپلومات فریدون سینیرلى اوغلو د افغانستان په چارو کې د ځانګړي او خپلواک همغږي کوونکي په توګه وټاکه.

په دې موده کې اوغلو افغانستان ته د سفر او د طالبانو له مشرانو، په بهر کې د مېشتو نامتو افغانانو او د سیمې او نړۍ له ګټو برخمنو هېوادونو سره د لیدنې په ترڅ کې وضعیت وارزاوه او ویې ویل چې په دې برخه کې د ښځو او نجونو وضعیت په ځانګړي ډول د نجونو په زده کړو د بنديزونو په موضوع، پراخ بحثونه وشول.

ارزونه زیاتوي چې افغان ښځو او نجونو، سوداګرو، دیني شخصیتونو، قومي مشرانو، مدني ټولنو، د روغتیا او پوهنې برخې کارپوهانو او د طالبانو د اوسنیو چارواکو ګڼو استازو د دغو بندیزونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.

ارزونه وړاندیز کوي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اقتصادي پرمختګ د ټینګښت او د ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره باید یو ملي بحث پیل شي او په کې راغلي چې دا اقدام به په نړیوال سيستم کې د افغانستان د عادي کولو او بشپړ ادغام په لور حرکت وکړي.

په ارزونه کې دا هم راغلي چې نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ چې میلیاردونه ډالره کېږي، د خلاصون لپاره یې یوه حل لاره ومومي.

خو یو شمېر افغان ښځې او د ښځو د حقونو فعالان په دې ارزونه کې د وړاندې شویو غوښتنو او سپارښتنو په اړه شک لري.

د افغانستان د ښځو د مشارکت د شبکې مشره ترنم سعیدي وايي، طالبان نه بدلېدونکي دي.

سعیدي وویل: "طالبان نه شي کولای چې تغیر وکړي، په دوه کاله او څلورو میاشتو کې چې د دوی له راتګ څخه تېرې شوي، دوی د ټولو هغو تړونونو خلاف عمل کړی چې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره یې لاسلیک کړي، دوی د ملګرو ملتونو د منشور خلاف ښکاره بشري سرغړونې کړې دي او پرته له کومې وېرې یې د مېرمنو په وړاندې قوانینو ته زور ور کړی دی."

که څه هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلى اوغلو د ارزونې په مسوده کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه د ښځو پر حقونو د پراخو بنديزونو په ژر لرې کولو پورې تړلې ده، خو راشده فایق له زده کړو یوه بې برخې شوې هم وايي، چې د ښځو د اساسي حقونو د ټینګښت په برخه کې پر طالبانو بې باوره ده .

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "وروسته له دې چې دوی په رسمیت وپېژندل شي، په ډېر منظم پلان سره به بيا ښځې له زده کړو بې برخې کړي، زه د یوې افغانې نجلۍ په توګه د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه او دا چې دا شرط ورته اېښودل باور نه لرم."

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې بشري او د ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي او د رسمیت پېژندنې لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د خپلې واکمنۍ پر مهال تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو، پوهنتونونو، په ډېرو دولتي ادارو او ټولو نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو سخت بندیزونه لګولي دي.

دوی د ښځو اړوند مسایل د افغانستان داخلي مسله بللې او تر اوسه یې پر ښځو د بندیزونو د لیرې کولو کومه غوښتنه نه ده منلې چې د طالبانو له حکومت سره د خبرو لپاره د نړیوالې ټولنې له اساسي شرطونو څخه بلل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG