د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

پر بشري وضعیت بحث؛ د افغانستان د ښځو فورم:  افغان مېرمنې له خپلو حقونو بې‌برخې دي


 د عکس ښي لور ته افغان فعاله اصیلا وردک، د عکس منځ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي او چپ لور ته بله افغان فعاله فوزیه کوفي.
د عکس ښي لور ته افغان فعاله اصیلا وردک، د عکس منځ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینیرلي او چپ لور ته بله افغان فعاله فوزیه کوفي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو له یو شمېر فعالو افغان مېرمنو سره د افغانستان پر بشري وضعیت بحث کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي همغږي کوونکي او یو شمېر ښځینه فعالانو بحث په افغانستان کې د ښځو د بنسټیزو حقونو پر مسئلو ور ټول و.

د افغانستان په تړاو د ښځو فورم په نوم یوې ټولنې د ملګرو ملتونو له همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په ترکیه کې د لیدو کتو خبر پرون پنجشنبه پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر خپور کړی دی.

دوی ویلي چې افغان مېرمنې دا مهال له خپلو بنسټیزو حقونو څخه بې برخې دي او ټینګار یې کړی چې ښځې د افغانستان په یووالي کې رغنده رول لوبولی شي.

د افغانستان په تړاو د ښځو فورم د ښځینه فعالانو یوه ټولنه ده چې له افغان او بهرنیو ښځینه فعالانو او سیاستوالو څخه جوړه ده.

دوی که څه هم د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي سینیرلي اوغلو سره د خبرو ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو سینیرلي اوغلو دا مهال د افغانستان په تړاو د یوې خپلواکې ارزونې مشري کوي.

فریدون سینیرلي اوغلو چې ترکي ډيپلومات دی په تېره اپرېل میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش له خوا د افغانستان د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه وټاکل شو.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پریکړه لیک له مخې دغه ډيپلومات ته دنده ورکړل شوې چې د افغانستان وضعیت په خپلواکه توګه و ارزوي او خپل راپور د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې تر یولسمې نېټې پورې بشپړ کړي.

اوغلو په ډيپلوماسۍ او نړیوالو چارو کې څلوېښت کلنه تجربه لري او نوموړی له ۲۰۱۶ څخه د ۲۰۲۳م کال تر فبرورۍ میاشتې پورې په ملګرو ملتونو کې د ترکیې دایمي استازی پاتې شوی.

معلومه نه ده چې د افغانستان په تړاو د اوغلو د ارزونې پایلې به څه وي، خو پخوا تر دې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د افغانستان بشري وضعیت خپلو څو راپورونو کې اندېښمنونکی بللی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ
د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

بېنیټ په خپلو راپورونو کې طالبان په جنسیتي تبعیض تورن کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت د ښځو حقونه په بې‌ساري ډول تر پښو لاندې کړي دي.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان وایي، د هغه غوښتنلیک د لاسلیکونکو شمېر یې دو لکو ته نږدې شوی چې د طالبانو له حکومته په کې د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسېدو غوښتنه شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا، د نړۍ په کچه د دغه انټرنېټي یا انلاین غوښتنلیک لاسلیکونکو ویلي چې د افغانستان د خلکو په څنګ کې درېږي او د حق لپاره یې غږ اوچتوي.

په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. August 10 2023
په کابل کې د معترضو ښځو د یوې اعتراضیه غونډې انځور. August 10 2023

تر دې وړاندې بېلابېلو نورو نړیوالو بشري ادارو هم په افغانستان کې پر بشري په ځانګړې توګه د ښځو پر وضعیت اندېښنې ښودلې، خو طالبانو دا اندېښنې بې بنسټه بللي دي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې ښځو ته یې د شرعي اصولو او ټولنیزو دودونو له مخې حقونه ورکړي او په وینا یې نړیوال دې دې چارو کې مداخله نه کوي.

د طالبانو حکومت واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بند کړي دي.

دوی تېره ډسمبر میاشت کې د هغو پوهنتونونه هم بند اعلان کړل او ورسره یې د ملګرو ملتونو په ګډون په کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو کار کول هم منعه کړل.

د طالبانو حکومت د ښځو په وړاندې په تر ټولو تازه اقدام کې د بامیانو د بند امیر پارک ته د شرایطو تر برابرولو د ښځو ورتګ بند کړ او له هغه وړاندې یې ټول هېواد کې د ښځو شاوخوا ۱۲ سوه سینګارتونونه هم وتړل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG