د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

بې‌وزلي؛ اوچا: ۱۸ میلیونه اړو افغانانو ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي


ارشیف: په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د محدودو منابعو له امله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په ځینو برخو کې ۱۸ میلیونه اړو کسانو ته خوراکي توکي نه دي رسېدلي او ۳.۴ میلیونه نور اړمنو کسانو د دې مرستو نیمایي هغه ترلاسه کړې دي.

اوچا د یکشنبې په ورځ 'په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او جون تر منځ د بشري مرستو د پلان تطبیق' په نوم یو راپور خپور کړ او ویې ویل چې په دې ۶ میاشتو کې په ۸۵۰ میلیونه ډالرو چې له ۲۰۲۲ کال څخه انتقال شوي وو او د نوې بودیجې په ۷۱۲ میلیونه ډالرو چې په ۲۰۲۳ کال کې تر لاسه کړي، اتکا کړې ده.

ارشیف: په ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري له اړمنو سره د مرستو له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري له اړمنو سره د مرستو له بهیره یو انځور

په همدې حال کې په کابل کې یو اړمن کس چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته یې وويل چې تر دې مخکې يې څو ځلې بشري مرستې ترلاسه کړې، خو اوس دغه مرستې بندې شوي دي.

هغه وايي: "د شپږو میاشتو لپاره مو له یوې خیریه موسسې څخه ۴۷۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې چې دا زموږ د ژوند د پرمخ بیولو لپاره ډېري ښې وې. له بده مرغه یوه میاشت کېږي چې دا مرستې بندې شوي او تر اوسه یې موږ ته په دې اړه هېڅ معلومات نه دي راکړي."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم په خپل راپور کې ویلي چې په نادولتي ادارو کې د افغان مېرمنو پر کار کولو بندیزونه د نړیوالو سازمانونو د بشردوستانه مرستو عملیاتي او محافظتي چاپېریال نور هم پېچلی کړی دی.

په 'جنیوا کې د پرمختګ لپاره د برابرو حقونو او پراختیا انسټېټیوټ' بنسټ ایښودونکې مرسل علي‌زاده په دې باور ده چې د ښځو پر کار بندیز بې‌وزلي زیاته کړې او په افغانستان کې یې د بشري مرستو د وېش بهیر پېچلی کړی دی.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په افغانستان کې کله ناکله له ښځو سره مرسته یوازې د ښځو له لارې ممکنه ده.

هغې زیاته کړه: "په افغانستان کې اوسنیو شرایطو، کلتوري او دودیز تاریخ ته په پام سره، له کاره د ښځو منع کول بې له شکه د مرستو وېش پېچلی کوي، ځکه چې په ډېری مواردو کې د ښځو سره مرسته یوازې د ښځو له لارې ممکنه ده؛ د بېلګې په توګه، که چېرې ښځینه کارګر ځواک نه وي، حتی که بودیجه هم وي، اړمنو مېرمنو ته د مرستو رسېدل ممکن نه دي."

ارشیف: په هرات کې د خوړو نړیوال پروګرام یوه کارکوونکې د اړمنو د ثبت او راجستر پر مهال
ارشیف: په هرات کې د خوړو نړیوال پروګرام یوه کارکوونکې د اړمنو د ثبت او راجستر پر مهال

لس ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د یو راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې په روان کال کې په افغانستان کې بشري اړتیاوو ته د ځواب ویلو لپاره ۱.۳ میلیارده ډالرو بودیجې ته اړتیا ده چې دا به په سپټمبر میاشتې کې د هغه اړمنو کسانو شمېر چې خوراکی توکو ته اړتیا لري له ۵ میلیونو څخه ۳ میلیونو ته راښکته کړي.

دوه میاشتې مخکې بیا د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وو چې د دوی د اوسنۍ بودیجې او د مرسته کوونکو هېوادونو د ژمنو له مخې به یوازې د روان کال تر اکټوبر میاشتې پورې له پنځو میلیونو افغانانو سره مرسته وکړي.

خو طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت مخ پر ودې دی.

تر دې مخکې اوچا د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له افغانستان سره د مرستو کمېدل، څو لسیزې جګړې او په تېرو څو کلونو کې پرله‌پسې وچکالۍ هغه لاملونه ګڼلې چې له امله یې ۲۹.۲ میلیونه افغانانو جدي بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG