د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

واشنګټن: افغانستان کې مو د طالبانو د دخالت له امله ځیني بشري پروګرامونه ځنډولي


ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې یې د بشري مرستو ځینې پرګرامونه د طالبانو د لاس‌وهنې له امله ځنډولي دي.

په غور ولایت کې یو شمېر اړمن کسان وايي، له کله نه چې د نادولتي مؤسسو مرستې په دغه ولایت کې بندې شوي له ستونزو ډک ژوند تېروي.

د دغه ولایت یو اړمن کس چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، له تېرو دوه میاشتو راهیسې یې د نادولتي مؤسسو له‌خوا هیڅ ډول مرسته نه‌ده ترلاسه کړې.

نوموړی د یادو مرستو د بېرته پیل غوښتنه کوي.

هغه وايي: "موږ هیله لرو چې مؤسسې بېرته خپلې مرستې له موږ سره پیل کړي، د دې لپاره چې په ډېرو ستونزو کې یو، دغو مؤسسو له موږ سره مرسته کوله او زموږ ژوند یو څه ښه روان و، په میاشت کې یو ځلې یا دوه ځلې به یې موږ ته دال، غوړ، اوړه او داسې نور شیان راکول زمو مزدور‌کارانو پرې ډېره پرده کېدله خو اوس ډېر اندېښمن یو."

دغه راز يو بل بې‌وزلی کس چې دا هم د غور ولايت اوسېدونکی دی او خپل نوم يادول نه‌غواړي وايي: "تر دوه میاشتې مخکې پورې چې په هر ډول وه له موږ سره د ملګروملتونو د مؤسسو له‌خوا مرستې کېدلې، خو اوس دغه مرستې بندې شوي دي خلک په سختو مشکلاتو کې دي، دغو خلکو باندې چې مرستې بندې شوي سخت اړمن کسان دي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د خپلو او ملګرو هېوادونو له‌خوا د بشري مرستو د ځینو پروګرامونو د ځنډېدو خبر ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت متیو مېلر

د دې وزارت ویاند متیو مېلر د چهار شنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، دغه پروګرامونه یې په غزني، روزګان او غور ولایتونو کې ځنډولی دي.

مېلر د هغې اندېښنو په ځواب کې چې دغه مرستې به د طالبانو لاس ته نه ورځي وویل، متحده‌ایالات طالبانو ته مالي مرستې نه ورکوي، خو ملګروملتونو، نادولتي مؤسسو او نورو پلي کونکو شریکانو او ورته حکومتونو سره په افغانستان کې کار کولو ته دوام ورکوي.

د هغه په وینا، بشردوستانه مرستې د افغانستان د خلکو اړتیا ده، نه‌ده طالبانو. امریکا او ټول ملګري هېوادونو یې په دې برخه کې کار کولو ته ژمن دي.

نوموړي ويلي: "موږ په غور ولایت کې عملیات وروسته له هغه وځنډول چې د طالبانو له‌خوا د مرستو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره د پرله‌پسې هڅو شواهد ترلاسه شول. د خوړو نړیوال پروګرام د غزني ولایت په دوو ولسوالیو کې له جنورۍ څخه تر اپریل میاشتې پورې، هغه مهال د مرستو وېش ودراوه چې سیمه‌ییزو چارواکو یې په وېش کې د مداخلې هڅه وکړه. د اپریل په میاشت کې د متحده‌ایالاتو د حکومت یو بل ملګري په ارزګان ولایت کې فعالیتونه وروسته له هغه وځنډول چې د طالبانو استازو د ترانسپورتي مرستې چمتو کولو او د کارمندانو د استخدام په بهیر کې د مداخلې هڅې وکړه. نو موږ ډېر واضح وایو چې د طالبانو د تمویل لپاره کار نه‌کوو او موږ د هغو شریکانو لپاره چې موږ ورسره کار کوو د څارنې خورا سختې پروسې لرو."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې بې بنسټه وبللې.

هغه ازادي راډیو ته وویل، دوی د بشري مرستو په برخه کې مداخله نه بلکې د دوی امنیت ساتي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

ښاغلی مجاهد وايي: "د اسلامي امارت مامورین حق نه‌لري چې په دې مرستو کې مداخله وکړي، دوی یوازې امنیت ساتي، خو په دې برخه کې باید شفافیت تضمین وي چې په ښه ډول ترسره شي، موږ مداخله نه‌کو، په دې برخه کې چې کومې ادعاوې شوي سمې نه‌دي."

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې په دې هېواد کې بې‌وزلي او بې‌کاري اوج ته رسېدلې.

د بېلابېلو نړیوالو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ چې د دغه هېواد له نیمايي زیات وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG