د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

بې‌وزلي او وچکالي؛ راپور: د افغانستان دوه په درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري


په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته د وچې ډوډۍ لپاره منتظرې اړمنې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021
په کابل کې د یوې نانوايي مخې ته د وچې ډوډۍ لپاره منتظرې اړمنې مېرمنې او ماشومان. October 20, 2021

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون یا 'آی‌ایف‌آرسي' وايي، داسې مهال چې په افغانستان کې د اقتصادي زوال دویم کال دی او وچکالي هم پیل شوې، روان کال د دې هېواد دوه په درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون یا 'آی‌ایف‌آرسي' په یوه نوي راپور کې ویلي، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو په ۳۳ کې خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري چې ښيي دا هېواد له څومره پراخ بحران سره مخ دی.

دا راپور چې تېره شپه ناوخته خپور شوی په کې لیکل شوي، داسې مهال چې په افغانستان کې د اقتصادي زوال دویم کال دی، د دې هېواد دوه په درېیمه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په ټول افغانستان کې په ټولیزه توګه د خلکو اړتیاوې زیاتې شوي.

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون په راپور کې زیاته شوې، روان بحران پرله‌پسې وچکالۍ، په بېلابېلو سکتورونو کې د بشردوستانه اړتیاو ډېرېدو، پاکو اوبو ته د خلکو د لاسرسي کمېدو او په روغتیايي برخه کې د ضرورتونو ډېرېدو لا پسې زیات کړی دی.

آی‌ایف‌آرسي وايي، خراب اقتصاد د خلکو عواید کم کړي او مجبور شوي چې ډېر پورونه واخلي.

په کابل کې د یوې کورنۍ دسترخوان. Aug. 30, 2022
په کابل کې د یوې کورنۍ دسترخوان. Aug. 30, 2022

په راپور کې د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د کورنۍ په کچه د پور اخيستو اوسط په وروستیو کلونو کې شپږ چنده زیات شوی.

په راپور کې خبرداری ورکړل شوی که چېرې د ستونزو د حل لپاره بنسټیز ګامونه پورته نه‌شي، امکان شته چې وضعیت له دې هم بدتر شي.

راپور کې یادونه شوې چې د اوبو زېربنا، پایښت لرونکې کرنې، بدیل معیشت، د جندر د پالیسۍ اصلاحاتو او لوی اقتصادي ثبات کې د پام وړ پانګه‌ونې ته اړتیا ده.

خو د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون وايي، سره له دې چې بحران پراخ دی او دوی یې د کمېدو او خلکو ته د مرستو رسولو په خاطر د ۸۰ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې، مګر یوازې ۴۸ سلنه یې په لاس راوړي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانان وايي، داسې مرستې نه‌دي وررسېدلي چې د دوی اړتیاوې پوره کړي.

د هلمند یوه اوسېدونکې چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي او په یوه نړېدلي کور کې اوسېږي ازادي راډیو ته وویل، بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري.

نوموړې وايي:"موږ خوار و غریب یوو چې غږ مو تاسې وا نه ورئ، څوک به یې واوري. باید موږ سره مرسته شي، موږ نه کور لرو، هېڅ نه‌لرو. څه موږ چې درلودل، هغه له‌منځه ولاړل، د نورو خلکو کورونه کې پراته یوو."

یوه بله نیوکه بیا د مرستو پر وېش کېږي چې ګنې طالب چارواکي او د موسسو مشران په‌کې لاسوهنه کوي.

د ارزګان یو اوسېدونکی چې نه‌غواړي نوم یې راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل: "ټولې مرستې چې نور هېوادونه یې کوي، ټول د طالبانو جېبونو ته لوېږي. یا د طالب د ماما زوی دی، یا یې د تره زوی دی، یا هم هغو ته رسېږي چې موټرونه لري. خوار و غریب ته هېڅ هم نه رسېږي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو له بهیره یو انځور
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د مرستو له بهیره یو انځور

افغانان داسې مهال د مرستو غوښتنه کوي چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون وايي، د هغو خلکو شمېر چې مرستو ته اړتیا لري د ریکارډ تر کچې رسېدلی او ۲۸،۳ میلیونه افغانان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي له بې‌وزلۍ سره مخ دي.

داسې مهال چې په ۲۰۲۲ کال کې دا شمېره ۲۴،۴ میلیونه او په ۲۰۲۱ کال کې بیا ۱۸،۴ میلیونه وه.

پرون د بشري حقونو د څار سازمان هم یوه راپور کې وویل، د افغانستان له درېیو دوه برخې وګړي اوسمهال له غذايي ناامنۍ سره لاس او ګرېوان دي چې په دې ډله کې له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ ۸ لکه ۷۵ زره ماشومان هم شامل دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په راپور کې ښځې او نجونې تر ټولو زیات ګواښ سره مخامخ بلل شوې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG