د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

چین د طالبانو د نوي سفیر د باورلیک منل یوه عادي ډیپلوماتیکه پروسه وبلله


د‌ چين د بهرنيو چار وزارت وياند وانګ وين بين
د‌ چين د بهرنيو چار وزارت وياند وانګ وين بين

چین وایي، په دې هېواد کې یې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د حکومت له‌خوا د ګومارل شوي سفیر باورلیک منل یوه عادي ډیپلوماتیکه پروسه ده او د یوه دوست ګاونډ په توګه یې تل له افغانستان سره ښې اړیکې پاللي دي.

چین په دې هېواد کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د حکومت لخوا د ګومارل شوي سفیر باورلیک منل یوه عادي ډیپلوماتیکه پروسه وبلله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره تعامل ته پراختیا ورکړي او هغه وهڅوي چې د نړیوالو اندیښنو ته په اغېزمن ډول ځواب ووایي.

دا خبره د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بین پرون چهارشنبې په پېکېنګ کې په یوه خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ له خوا د طالبانو د حکومت له خوا د نوي ګومارل شوي سفیر د باورلیک منل ایا دا معنی لري چې چین د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني، وکړه.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان په وړاندې د چین سیاست ثابت او روښانه دی. چین د افغانستان د یوه اوږدمهاله دوست ګاونډي په توګه تل د ټولو افغانانو په وړاندې دوستانه بهرنۍ تګلاره تعقیب کړې او له افغانستان سره یې ډیپلوماتیکې اړیکې ساتلې او په بېلابېلو برخو کې یې راکړې ورکړې او همکاري کړې دي. چین د دې هېواد لپاره د افغانستان نوی سفیر چې د سرپرست حکومت له خوا ګومارل شوی و، ومانه او له سفیرڅخه یې باورلیک ترلاسه کړ چې دا یوه ډیپلوماتیکه عادي پروسه ده او هیله من یو چې نړیواله ټولنه د افغانستان له سرپرست حکومت سره تعامل او اړیکې پیاوړي کړي او هغه وهڅوي چې د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته په فعاله توګه ځواب ووایي."

په چین کې د افغانستان د سفارت لپاره د طالبانو د حکومت له خوا ګومارل شوي سفیر اسدالله بلال کریمي د سې شنبې په ورځ په پېکېنګ کې د ۴۲ نویو سفیرانو په ډله کې خپل باورلیک د چین ولسمشر شي جین پینګ ته وړاندې کړی و.

اسدالله بلال کریمي
اسدالله بلال کریمي

کریمي چې مخکې یې د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند په توګه دنده ترسره کوله، د نومبر په ۲۴مه د طالبانو د حکومت له خوا په چین کې د افغانستان د نوي سفیر په توګه ګومارل شوی و.

له دې مخکې چین د تېر کال په سپټمبر میاشت کې لومړنی هېوادو و چې د افغانستان لپاره یې نوی سفیر وټاکه.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه وویل، چین تل په دې باور دی چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې ونه ایستل شي او زیاته یې کړه :"موږ هیله من یو چې افغانستان لا زیات د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني، یو شفاف او ټولشموله سیاسي جوړښت جوړ کړي، منځلاري او زیرک کورني او بهرني سیاستونه غوره کړي، په کلکه د تروریزم له ټولو ځواکونو سره مبارزه وکړي، له نورو هېوادونو په تیره بیا له ګاونډیانو سره سره دوستانه اړیکو ته پراختیا ورکړي او هر څومره ژر چې کېدای شي د نړیوالې ټولنې په لویه کورنۍ کې ورګډ شي. موږ باور لرو چې د افغانستان د حکومت ډيیلوماتیکه په رسمیت پېژندنه به په طبيعي ډول وشي کله چې د مختلفو لورو اندېښنو ته په اغېزمن ډول ځواب وویل شي."

د سیاسي او حقوقي چارو د یو شمېر شنونکو په باور د پېکنګ دغه اقدام په یوه ډول د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو په معنی دی.

د سیاسي او ډیپلوماتیکو چارو شنونکی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد نصرالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل : "د چین وروستی اقدام، هر څه چې د چین دولت ووایي، هغه یوه توجیه ده، مګر په واقعیت کې د یوه دولت چې د هغه نوم د افغانستان اسلامي امارت دی، سفیر منل د جمهور ریيس له خوا د په رسمیت پېژندلو په معنی ده. ولو که دا په رسمیت پېژندل ډېر زیات ضمني او نسبي هم وي په ډیپلوماتیک عرف کې چې کله د یوه هېواد سفیر بل هېواد مني، معنی داده چې هغه په رسمیت پېژني."

د سیاسي او ډیپلوماتیکو چارو شنونکی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد نصرالله ستانکزی
د سیاسي او ډیپلوماتیکو چارو شنونکی او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد نصرالله ستانکزی

د نړیوالو اړیکو یو بل کارپوه داوود مایار بیا وايي، چین په دې اقدام سره د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندنې په برخه کې وروستی ګام پورته کړ خو د هغه په باور تر هغو چې طالبان په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو د ښه والي لپاره ګامونه پورته نه کړي، په رسمي ډول به د نړیوالو له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي.

طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې د نړیوالو له خوا له بشري حقونو په تېره د نجونو او ښځو له حقونو په جدي سرغړونو تورن شوی دی.

له شپږم ټولګي پورته نجونې اجازه نه لري چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شې او ښځې هم په نادولتي موسسو او یو شمېر دولتي ادارو کې له کار کولو راګرځول شوې دي.

د طالبانو د حکومت نژدې دونیم کاله کېږي خو تراوسه د نړۍ هېڅ هېواد هغه په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG