د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

کرن ډیکر: د ملا هبت‌الله په فرمانونو د افغانستان نیمايي وګړو ته سزا ورکړل شوې


د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره وایي، په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو د اعادې لپاره هڅې کوي او طالبان یې هڅولې چې له هغو سختو چلندونه په شا شي چې د هېواد نیمایي نفوس یې زیانمن کړی دی.

کرن ډیکر وایي، متحدو ایالاتو له ټولو امکاناتو په استفادې هڅه کړې څو طالبان اړ کړي چې د ښځو پر وړاندې له سختو چلندونو لاس واخلي.

هغې وویل: "داسې غونډه به نه وي چې موږ فرصت له لاسه ورکړو چې طالبانو ته ووایو چې دوی باید د ښځو پر وړاندې له خپلو تګلارو په شا شي. هغه تګلارې چې د هېواد راتلونکې ویجاړوي او له کورنیو د معیشیت امکانات اخلي، هغوی چې پر عوایدو یې متکي دي تر څو خپل ماشومان ماړه کړي."

اغلې ډیکر دغه څرګندونې پرون چهارشبنې له ازادي راډیو سره په ځانکړې مرکه کې وکړې او ویې ویل د ټولو هغو فرمامونو او پرېکړو چې د ښځو او نجونو د زده کړې او کار حقونه یې محدود کړي، مسوول د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده دی.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده

نوموړې زیاته کړه په دغو سختو پرېکړو سره د هېواد نیمایي نفوس ته سزا ورکړل شوې ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو منع کړی شوي او پر ښځو د نورو بندیزونو ترڅنګ هغوی په نادولتي موسسو او ځینو دولتي ادارو کې هم له کار کولو راګرځول شوې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژادفېره د دې پوښتنې په ځواب کې چې د متحدو ایالتونو په ګډون نړیوال له طالبانو د ټولو افغانانو په تېره د ښځو بشري حقونو ته د درناوي ترڅنګ د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کوي، نوموړی د طالبانو سرپرست حکومت څه ډول یو حکومت بولي وویل: "د دې په باور یو ټولشموله حکومت باید داسې بڼه ولري لکه خلک چې په یوه هېواد کې اوسي او افغانستان ته په پام چې ډېر بډایه او متنوع دی، زه فکرنه کوم چې د طالبانو د حکومت جوړښت دې دا شی منعکس کړي."

نوموړې ټینګار وکړ چې دا په خپله افغانان دي چې د ټولشموله حکومت په ګډون خپلې ستونزې په خپله د خبرو اترو له لارې هوارې کړي.

اغلې ډیکر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې په ګډون یو شمېر ډلو تراوسه د طالبانو پر وړاندې وسله‌وال خوځښتونه مخ‌ته وړلي ایا د دې امکان شته چې متحده ایالات دې په راتلونکې کې د طالبانو ضد د کوم وسله‌وال مقاومت ملاتړ وکړي، وویل، متحده ایالات به هیڅکله هم دا کار ونه‌کړي او په خپله افغانان هم نورد لسیزو جګړو ستړې کړي او نه غواړي چې په هېواد کې یې بله جګړه پیل شي.

ارشیف: د طالبانو پر ضد جنګېدونکې د مقاومت جبهې غړي
ارشیف: د طالبانو پر ضد جنګېدونکې د مقاومت جبهې غړي

هغې وویل: "موږ په افغانستان کې د یوې بلې جګړې د پیلېدو ملاتړ نه کوو. د افغانستان له دننه یو غوڅ پیغام چې زه یې اورم دا دی چې نوره جګړه بس ده."

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې هغه ادعاوې چې ګواکې په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو ډېره برخه د طالبانو لاس ته لوېدلې، مطلق رد کړې او هغه یې خیالي وبللې.

هغې ټینګار وکړ چې متحده ایالات بیا هم د افغانستان یوازېنی ستر مرستندویه پاتې شوی او د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې یې شاوخوا دوه میلیارد ډالره له دې هېواد سره بشري مرسته کړې ده.

اغلې ډیکر په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت ته په پام چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو په وینا، د دې هېواد نږدې دېرش میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، خبرداری ورکړ چې طالبان باید د خلکو کړاوونو ته پام وکړي.

په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022
په کابل کې اړمنې مېرمنې او ماشومان. January 24, 2022

نوموړې وايي: "دغې موضوع ته باید طالبان پام وکړي. ځکه تر هغو چې دغه ناامېدي دوام ولري، طالبان له دې خطره چې خلک یې پر وړاندې ودرېږي، خوندي نه‌دي. که خلک وږي وي او مشرتابه یې ماړه، دا هغه حکومتونه دي چې دوام نه‌شي کولای."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG