د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

'فریډم نو' په افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین پر وړاندې د بېړني اقدام غوښتنه وکړه


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو پر وړاندې د طالب وسله والو د چلند یو انځور

د بشري حقونو نړیوال سازمان یا 'فریډم نو' د طالبانو لخوا د افغان ښځو پر وړاندې د ازادۍ ضد فرمانونو ته په اشارې سره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو ناورین پر وړاندې ژر تر ژره بېړنی اقدام وکړي.

دغه سازمان وايي، طالبانو له ۶۴ څخه د زیاتو فرمانونو په صادرولو سره ښځې له عامه ژوند څخه لرې کړي دي.

'فريډم نو' په جرمني کې د يو شمېر معترضو ښځو اعتصاب ته په اشارې سره وویل چې تمنا زرياب پریاني، نايره کوهستاني، وحيده اميري، رقيه ساعي او صبیرا اکبري، د دې سازمان په خبره د طالبانو له خوا پر ښځو د ظلمونو پر وړاندې د نه خوړو اعتصاب ته دوام ورکوي او له نړۍ غواړي چې معنی‌داره اقدام ترسره کړي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان یا 'فريډم نو' وايي، دوی له هغو افغان ښځو سره ولاړ دي چې د دغه سازمان په خبره د خپلو حقونو لپاره په زړورتیا مبارزه کوي.

د جرمني په کلن ښار کې د فعالو افغان ښځو اعتصاب چې د سپټمبر په لومړۍ نېټه پیل شوی، لا هم دوام لري.

یو له دغو اعتصاب کوونکو څخه تمنا زریاب پریاني ازادي راډيو ته وویل: "نن زموږ د نه خوړو اعتصاب اوومه ورځ ده او دوام لري. زموږ صحي حالت ښه نه دی، خو خپل اعتراض ته به دوام ورکوو. ډېرو خلکو زموږ ملاتړ وکړ او راسره یوځای شول. زه پوهېږم چې د خلکو غږ مثبتې پایلې لري. تر ۱۲مې نېټې به دا اعتصاب دوام وکړي. که زموږ غوښتنو ته رسېدنه وشي، خپل اعتصاب ختموو، خو که ورته پاملرنه ونه شي، دوام ورکوو."

تمنا زریاب پریاني
تمنا زریاب پریاني

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو د حقونو لسګونه فعالانو او د ښځو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو له دغه اعتصاب ملاتړ کړی او له نورو هېوادونو څخه هم یو شمېر کسانو په دغه اعتصاب کې ګډون کړی دی.

د ښځو د حقونو فعاله رقیه ساعي چې د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې اوسېږي او تازه یې په اعتصاب کې ګډون کړی، وايي: "نن زما د اعتصاب درېیمه ورځ ده او تر وروستۍ ورځې پورې به له تمنا څخه ملاتړ کوو او له هغې سره به یوو. تمنا یواځې نه ده، موږ هر یو تمنا یوو. تر څو نړۍ زموږ غوښتنې وانه‌وري او موږ هغه ترلاسه نه‌کړو نو خپل اعتصاب نه ختموو."

د ښځو د حقونو یوې فعالې او د دغه اعتصاب یوې ملاتړې مریم معروف اروین ازادي راډيو ته وویل چې د عدالت د تامین لپاره د هر ډول اقدام ملاتړ کوي.

هغې وویل: "هر هغه حرکت چې د ښځو د حقونو د تامین او آزادۍ لپاره ترسره کېږي د قدر، تعریف او ارزښت وړ دی. یو وار بیا له نړیوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو دا تمه لرم چې د یو بل تر څنګ ودرېږو. د طالبانو حاکمیت ښځو ته تر ټولو زیات زیان رسولی او تر څو چې د یو بل تر څنګ ونه درېږو، زمونږ مبارزې ګټه نه لري."

د طالبانو د سیاست په مخالفت کې د دغو افغان ښځو اعتصاب په دې موخه ترسره کېږي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني، پر طالب چارواکو په ځانګړې توګه د هغوی پر سفر بندیزونه ولګوي او طالبان باید سیاسي بندیان خوشې کړي.

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دوی د اسلامي اصولو پر بنسټ د افغان ولس په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تامین کړي او د خپل مشر فرمانونه یې، چې له مخې یې افغان مېرمنې قدم په قدم محدودې شوې دي، د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او له نړۍ څخه یې غوښتني چې په دې مسئله کې لاسوهنه ونه کړي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه باندې دوو کلونو کې افغان ښځې او نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو سربېره له کار هم منع کړي او همدا شان ښځو ته اجازه نه ورکول کېږي چې تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او ښځینه حمامونو ته لاړې شي، یا له شرعي محرم پرته لرې واټن سفر وکړي.

د دې بندیزونو ترڅنګ په وروستیو کې د طالبانو حکومت په سینګارتونونو کې د ښځو په کار او د بند امیر ملي پارک ته د هغوی په ورتګ هم بندیزونه ولګول چې دې پرېکړو يې هم پراخ غبرګونه را وپارول، خو له دې غبرګونونو سره سره طالبانو په خپلو پرېکړو کې کوم بدلون نه دی راوستی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG