د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

کرزي په افغانستان کې په زور د رژیم ړنګېدو یا ټوټه کېدو سره مخالفت ښودلی


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه باید په زور د طالبانو د لنډمهاله حکومت د لرې کولو په لټه کې ونه اوسي.

کرزی د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې له پاتې محدودو سیاستوالو څخه دی چې د بین الافغاني خبرو له لارې د افغانستان د اوسنۍ کشالې د حل په لټه کې دی.

هغه د جاپان له کیودو نیوز خبري اژانس سره په یوه تفصیلي مرکه کې چې سه شنبه خپره شوې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د زور له لارې د طالبانو د رژيم د لرې کولو پر ځای دا ډله وهڅوي چې د بین الافغاني خبرو له لارې خپلې تګلارې سمې کړي.

کرزی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په کابل کې دی او کم بهر وتلی له ډېر وخت وروسته یې له یوې بهرنۍ رسنۍ سره مرکه کړې ده.

د کرزي دفتر لا د کیودو نیوز د مرکې د محتوا په اړه څه تبصره نه ده کړې.

کیودو نیوز وړاندې د کرزي په حواله دا هم خپاره کړي چې: "موږ نور په دې هېواد کې شخړه نه غواړو. شخړه به د نن ورځې په پرتله حالات نور هم خراب کړي."

هغه دا هم ویلي چې: "موږ د رژیم ړنګېدل یا د رژیم ټوټه کېدل نه غواړو. موږ په افغانستان کې په کافي اندازه دا تجربه کړي. موږ په پالیسي کې اصلاحات غواړو. موږ غواړو چې ټول افغانان د راتلونکي د جوړولو لپاره سره یوځای شي."

کرزي دا هم ویلي چې طالبان باید سمدستي نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي او دا د ده په خبره د مشروع او په رسمیت پېژندل شوي حکومت په لور یو ګام دی.

په نیمروز کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي.
په نیمروز کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي.

پخواني ولسمشر داسې وخت په افغانستان کې د رژيم د ړنګېدو مخالفت کړی او په بین الافغاني خبرو یې ټینګار کړی چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې د طالبانو د لوی شمېر مخالفینو په شمول 'د هرات امنیتي غونډه' پای ته ورسېده.

په غونډه کې ګډونوالو تر ډېره د طالبانو له حکومت سره تعامل ناسم وباله او تُندې نیوکې یې پرې وکړې.

ځينو ان په زور یا له هرې بلې ممکنې لارې د طالبانو د حکومت د لرې کولو یادونه وکړه.

د هرات امنیتي ناستې یوه څنډه
د هرات امنیتي ناستې یوه څنډه

له دې ډلې د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ چې پخوا د پاکستان د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر وو څو واره دا دریځ تکرار کړ.

د داوړ دا خبرې د هغه په فېسبوک باندې خپرې شوي.

طالبانو د هرات د امنیتي غونډې په تړاو لا څه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې دا ډول غونډې بې ګټې بللې وې چې د دوی په خبره ازمویل شوې څېرې په کې راټولېږي.

خو د داوړ د خبرو په تړاو د طالبانو د مطبوعاتي ټیم یو غړی خالدځدراڼ چې د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند هم دی ویلي چې داوړ په لره پښتونخوا کې د عدم تشدد له لارې مبارزه غواړي، خو د ده په خبره افغانستان کې د وینې تویولو او تاوتریخوالي ته لمن وهي.

اخوا د هرات امنیتي غونډې ته په وینا کې پخواني جهادي قومندان اسماعیل خان له طالبانو سره د سیمې او نړۍ د تعامل په پالېسۍ نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، دا پالیسي په افغانستان او سیمه کې تُندلاري لا زیاتوي.

اسماعیل خان
اسماعیل خان

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، مګر وړاندې یې تل ټینګار کړی چې دوی په تعامل باور لري او هر ډول اختلاف باید د خبرو اترو له لارې پای ته ورسېږي.

د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل بیا د هرات امنیتي غونډې ته ویلي، طالبان په تعامل باور نه‌لري او کومه تګلاره یې چې اوس غوره کړې، په افغانستان کې یوې بلې جګړې ته لاره پرانېزي.

امریکا متحده ایالتونو بیا له طالبانو سره د تعامل چانس د نجونو او ښځو د حقونو په بېرته اعادې او د یوه داسې حکومت په جوړېدو تړلی بللی چې ټول افغانان په‌کې ځانونه وګوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG