د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۶

د بیت‎المقدس په اړه د ټرمپ پر پرېکړې د افغان حکومت غبرګون


بيت المقدس ښار ولې لانجمن دی؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

بيت‌المقدس ښار ولې لانجمن دی؟

د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیت‎المقدس پېژندلو په افغانستان کې هم غبرګونونه له ځان سره لرل.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې بیت‎المقدس د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په توګه د ټولو ادیانو د پیروانو لپاره د اهمیت وړ دی او د اسرائیلو د پایتخت د پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا د سفارت د انتقال په اړه‌یې وار له مخه خپله اندېښنه له ډیپلوماتیکو لارو له امریکا سره شریکه کړې ده.

سیاف هم د ډونالد ټرمپ پرېکړه یوه لویه تېروتنه وبلله.

د جمهوري ریاست له لوري په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې یاده پرېکړه یو اړخیزه ده او ممکن په منځني ختیځ کې د سولې پروسه له ګواښ سره مخ کړي.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې د ملي یووالي حکومت په فلسطین کې د دایمي او عادلانه سولې د ټینګښت غوښتونکی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس تېره شپه اعلان وکړ چې بیت‌المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت پېژني او د دغه هېواد سفارت به دغه ښار ته انتقال کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د فلسطین خلک حق لري چې په سوله کې ژوند وکړي او ژمنه‌یې وکړه چې د فلسطینیانو د حقونو د خوندیتوب لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دی وايي:

"د نړیوالې ټولنې تر څنګ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو څو د فلسطین خلک د یوه مستقل دولت لپاره خپلو حقه حقوقو ته ورسېږي او شرقي بیت‎المقدس د دغه هېواد د پایتخت په توګه د نړیوالې ټولنې په ملاتړ وپېژندل شي."

دغې مسئلې د ځینو پخوانیو جهادي مشرانو او عامو خلکو غبرګونونه هم پارولي دي.

د احزابو شورا د امریکا دغه پرېکړه غندلې ده.

پخواني جهادي مشر صبغت‌الله مجددي د احزابو شورا له لوري په جوړې شوې ناسته کې وویل، حاضر دی چې د بیت‎المقدس د دفاع لپاره د نړۍ د مسلمانانو تر څنګ ودرېږي.

عبدرب رسول سیاف
عبدرب رسول سیاف

همداراز پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف هم په دغې ناسته کې د ډونالد ټرمپ پرېکړه یوه لویه تېروتنه وبلله او د بدو پایلو په اړه‌یې وویل:

"د امریکا د جمهور رئیس له لوري د اسرائیلو د پایتخت په توګه د قدس پېژندل یوه لویه او نه‌جبرانېدونکې اشتباه وه. په دغه اقدام ټوله اسلامي نړۍ او بشریت خپه دی. خدای دې وکړي چې په دې برخه کې بیا ځلي فکر وشي."

د ښاغلي سیاف په خبره د امریکا له لوري د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیت‌المقدس رسمي پېژندنه به نه‌یوازې اسلامي، بلکې غیر اسلامي هېوادونه هم ونه‌مني.

طالبانو هم په دې اړه په خپرې شوې اعلامیه کې ویلي چې امریکا یو ځل بیا خپله اشغالګره څېره وښودله.

په اجتماعي رسنیو کې هم د جمهور رئیس ټرمپ پرېکړه غندل شوې ده او هغه‌یې ظالمانه بللې ده.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG