د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

د بیت‌المقدس په اړه د ښکېلو خواوو ادعاوې!


د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا بیت‌المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت پېژندل، په سیمه کې ژور عکس‌العمل راپارولی شي.

اسرائیل ټول بیت‌المقدس خپل پایتخت بولي، په داسې حال کې چې فلسطینیان د دې ښار ختیځه برخه چې د ۱۹۶۷ میلادي کال د منځني ختیځ په جګړه کې اسرائیلو ونیوله، د خپل راتلونکې خپلواک فلسطیني دولت پایتخت بولي.

کړکېچ تر ډېره د بیت‌المقدس پر زاړه ښار دی چې په‌کې د یهودانو، مسلمانانو او عیسویانو سپېڅلي ځایونه دي.

حرم قدسي شریف چېرې چې زرګونه کلونه مخکې یهودي عبادت ځایونه وو، د یهوانو لپاره سپیڅلی ځای دی، اوس دغلته د الاقصی جومات دی چې د مسلمانانو لپاره درېیم سپېڅلی ځای بلل کېږي، سره له دې چې اسرائیل پر بیت‌المقدس واک لري او حکومت‌یې دغلته متمرکز دی.

خو د اسرائیلو له‌خوا د ختیځ بیت‌المقدس الحاق په نړیواله سطحه نه دی پېژندل شوی.

نړیواله ټولنه تر ډېره وايي، د بیت‌المقدس په اړه باید نهايي پرېکړه د خبرو اترو له لارې وشي.

  • ولسمشر ټرمپ ولې غواړي بیت‌المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژني؟

د انتخاباتي مبارزو پر مهال ډونالد ټرمپ د اسرائیلو په پلوۍ سخت دریځ خپل کړی و او ژمنه‌یې کړې وه چې له تل‌ابیب څخه به چېرې چې ګڼ هېوادونه د اسرائیلو لپاره په‌کې سفارتونه لري، د امریکا سفارت بیت‌المقدس ته انتقال کړي، خو کله چې واک ته ورسېد، ورته څرګنده شوه چې د داسې یوه اقدام په اړه خبرې اسانه، خو عملي کول‌یې سخت دی.

د امریکا د قانون له مخې، ولسمشر باید په هرو شپږو میاشتو کې یو سند لاسلیک کړې چې د امریکا سفارت په تل‌ابیبب کې پاتې شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ په لومړنیو شپږو میاشتو کې دا سند لاسلیک کړ.

دا اوونۍ د شپږو نورو میاشتو لپاره ټاکلی ضرب‌الاجل پرته له دې چې ولسمشر ټرمپ‌یې نوی کړي، تېر شو.

امریکايي چارواکي وايي، ولسمشر ټرمپ به د شپږو نورو میاشتو لپاره په تل‌ابیب کې د امریکا د سفارت د پاتې کېدو سند لاسلیک کړي، خو په عین حال کې به د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه وکړي چې له تل‌ابیب څخه بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال څو کلنه پروسه پیل کړي.

امریکايي چارواکي وايي، د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیت‌المقدس په رسمیت پېژندل به تاریخي او اوسنی حقیقت تائیدوي نه یوه سیاسي اعلامیه او د امریکا سفارت به سمدستي له تل‌ابیب څخه بیت‌المقدس ته انتقالېږي.

د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیت‌المقدس په رسیمت پېژندلو له اعلان سره به ولسمشر ټرمپ وکولای شي چې ووايي، د انتخاباتي کمپاین یوه ژمنه‌یې پوره کړې ده.

  • د ټرمپ اعلان به څه اغېز ولري؟

په بیت المقدس کې به د ټرمپ دا پرېکړه ډېر کم بدلون راولي.

د اسرائیلو د صدراعظم نتنیاهو دفتر او رسمي استوګنځاي، د دې هېواد پارلمان، د بهرنیو چارو وزارت، ستره محکمه او نورې ادارې لا دمخه په بیت المقدس کې دی.

ګڼ بهرني مشران له اسرائیلي چارواکو سره د لیدنو لپاره بیت المقدس ته ورځي، همدارنګه په بیت المقدس کې د دې ښار یهود او فلسطیني اوسېدونکي هم ازاد ژوند کوي.

دا اقدام به له څه ډول عکس العمل سره مخ شي؟

ولسمشر ټرمپ د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د سولې تړون ته ډېر کله یو نهايي جوړجاړی وايي او نوموړي په راتلونکو میاشتو کې د سولې د یوه نوښت د چوکاټ د رامنځته کولو لپاره د پام وړ هڅې کړې دي.

د ټرمپ زوم جرد کوشنر چې د ده نږدې سلاکار دی، د دې هڅو مشري کوي او نږدې همکار یې جاسون ګرین بلاټ په سیمه کې د اسرائیلو، فلسطینیانو او عرب مشرانو سره د خبرو لپاره ګرځي.

فلسطینیانو خبرداری ورکړی چې د بیت‌المقدس په اړه د موقف بدلول به د سولې د دې هڅو د پای ته رسېدو په معنی وي.

دوی همدارنګه په سړکونو د اعتراضونو خبرداری هم ورکړی، هغه څه په اسانۍ په بشپړه تاوتریخوالي بدلیدای شي.

د ټرمپ د دې اقدام په اړه نړیوال مخالفت هم په زیاتېدو دی، په ځانګړې توګه په اروپايي ټولنه او په‌کې د امریکا مهمو متحدانو جرمني او فرانسې پر ولسمشر ټرمپ غږ کړی چې د بیت‌المقدس په اړه دې دا اقدام نه کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د بیت المقدس په اړه د امریکا په موقف کې بدلون به د عرب او اسلامۍ نړۍ پر ضد دڅرګند تېري په معنی وي.

د عرب لیګ مشر ویلي دا به خطرناک اقدام وي چې په ټول منځني ختیځ کې به عواقب ولري، تر ټولو مهم سعودي عربستان دی چې د امریکا له‌خوا د داسې یوه اقدام په وړاندې یې خبرداری ورکړی.

سعودي عربستان په سیمه کې د امریکا مهم متحد بلل کېږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا د ټرمپ له‌خوا د دې اقدام په صورت کې له اسرائیلو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پرې کولو خبرداری ورکړی دی.

په عین حال کې په بیت‌المقدس کې د اسرائیلو امنیتي چارواکي وايي، حالات له نږدې څاري او د هر ډول تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې لپاره چمتووالی لري.

XS
SM
MD
LG