د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۰

فلسطیني چارواکي: ټرمپ غواړي د امریکا سفارت له تل‎ابیب نه بیت‌المقدس ته ولېږدوي


ښاغلي عباس ولسمشر ټرمپ ته د دې پرېکړې د خطرناکو عواقبو په اړه خبرداری ورکړی.
ښاغلي عباس ولسمشر ټرمپ ته د دې پرېکړې د خطرناکو عواقبو په اړه خبرداری ورکړی.

فلسطیني چارواکي وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۴» د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس سره په ټیلیفون خبرې کړي او هغه ته‌یې ویلي چې غواړي د امریکا سفارت له تل‎ابیب څخه بیت‌المقدس ته انتقال کړي.

د فلسطیني ادارې یو ویاند نبیل ابو رودینه وايي، ډونالد ټرمپ د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ته ویلي چې غواړي د اسرائیلو لپاره د امریکا سفارت له تل‎ابیب څخه بیت‎المقدس ته انتقال کړي.

دا به په دې معنی وي چې امریکا بیت‎المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه مني.

دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې د دې اقدام په اړه په زیاتېدونکې توګه خبرداری ورکړل شوی دی.

د محمود عباس ویاند نبیل ابو رودینه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۴» وویل، د فلسطیني ادارې مشر ښاغلي عباس ولسمشر ټرمپ ته د دې پرېکړې د خطرناکو عواقبو په اړه خبرداری ورکړی چې په سیمه او نړۍ کې به‌یې سولې، امنیت او ثبات ته پېښ کړي.

ښاغلي عباس ټرمپ ته د دې پرېکړې د خطرناکو عواقبو په اړه خبرداری ورکړ.
ښاغلي عباس ټرمپ ته د دې پرېکړې د خطرناکو عواقبو په اړه خبرداری ورکړ.

دې فلسطیني ویاند دا نه‎دي ویلي چې ایا د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د فلسطینې ادارې د مشر عباس ترمنځ دې ټیلیفوني خبرو کې له تل‌ابیب نه بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال لپاره کومه مشخصه نېټه یاده شوې که نه؟

خو ابو رودینه ویلي، محمود عباس ولسمشر ټرمپ ته ویلي چې د بیت‎المقدس ختیځ به د راتلونکي فلسطیني دولت پایتخت وي او دا به بیت‎المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال د مخنیوي لپاره د نړۍ مشرانو سره خپلو تماسونو ته دوام ورکړي.

که امریکا بیت‎المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژني، ترکیه به له اسرائیلو سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي.

سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ او محمود عباس ترمنځ ټیلیفوني خبرې تائید کړي، خو په دې اړه‌یې ډېر جزئیات نه‎دي ورکړي.

ولسمشر ټرمپ او محمود عباس په داسې حال کې خپلو کې ټیلیفوني خبرې کوي چې سپینې ماڼۍ تر دې مخکې ویلي، ولسمشر ټرمپ به په څو ورځو کې د بیت‎المقدس په اړه او دغلته د امریکا د سفارت د انتقال په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

د جرمني «ډي، پي، ای» خبري اژانس په دې اړه په یو راپور کې وايي، بیت‎المقدس چې اسرائیل او فلسطینیان دواړه‌‌یې خپل پایتخت بولي، که امریکا ورته له تل‌ابیب نه خپل سفارت انتقال کړي، نو دا به د دې سپېڅلي ښار په اړه د امریکا د سیاست ټاکونکی وي.

عرب مشرانو خبرداری ورکړی چې د امریکا د ولسمشر دا ګام به په سیمه کې تاوتریخوالی او بې‌ثباتي زیاته کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خبرداری ورکړی چې که د امریکا متحده ایالات بیت‎المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت وپېژني، ترکیه به له اسرائیلو سره ډیپلوماتیکې اړیکې قطعه کړي.

د بیت‎المقدس ښار پر یهوادنو سربېره د نړۍ د مسلمانانو او عیسویانو لپاره هم ځانګړی دیني ارزښت لري.

همدارنګه فلسطینیان ختیځ بیت‎المقدس د خپل راتلونکي دولت پایتخت بولي.

XS
SM
MD
LG