د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

ټرمپ وایي، له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا سفارت نه انتقالوي


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ له یوه امریکایي ټلوېزیون سره په مرکه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، وویل چې دی به په اوس وخت کې خپله هغه ژمنه پرځای نه کړي چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږدولو په اړه یې مخکې کړې وه.

له مایک هکه بي ټلوېزیوني پروګرام سره په مرکه کې ټرمپ وویل، بیت المقدس ته د سفارت د لېږدولو دغه لانجمن پلان دروي او د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ دایمي سولې او یوه جوړجاړي ته د رسېدو لپاره یوه بله هڅه کوي.

ټرمپ وویل، مخکې له دې چې بیت المقدس ته د سفارت د لېږدولو په اړه فکروکړي، غواړي د سولې هلې ځلې بیا ګړندۍ کړي.

هغه زیاته کړه، د سفارت د لېږدولو په اړه به پرېکړه وکړي او هغه به ډېره لېرې هم نه وي.

ټرمپ چې د ولسمشرۍ لپاره په انتخاباتې کمپاین کې تل دا خبره کړې وه او ویلي یې وو چې د ولسمشر په توګه د کار له پیلېدو سره به د امریکا سفارت بیت المقدس ته ولېږدوي، له دې څو میاشتې مخکې هم دغه پرېکړه شاته غورځولې وه.

ولسمشر ټرمپ د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د لانجې د یوه دایمي حل لارې د یوې بلې هڅې وویل چې هغه د ده د زوم ۳۶ کلن جرید کوشنیر له خوا پرمخ وړل کېږي.

نوموړي ته چې مخکې د دولتي دندې هېڅ تجربه نه لري، له ټرمپ سره د کورنۍ اړیکې په خاطر په واشنګټن کې د یوه ځواکمن شخص په سترګه کتل کېږي.

فلسطینیان ختیځ بیت المقدس د خپل راتلونکي خپلواکه دولت پایتخت بولي.

ختیځ بیت المقدس له لوېدیځې غاړې سره یو ځای اسرائیل د ۱۹۶۷ میلادي کال د جګړې په نتیجه کې لاندې او هغه یې له خپلې خاورې سره یوځای کړ.

خو نړیوالې ټولنې د اسرائیل دغه اقدام په رسمیت نه دی پېژندلی او همدا علت دی چې نن ورځ د اکثرو هېوادونو سفارتونه په تلبیب کې دي.

د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ یوه جوجاړي ته د رسېدو په لاره کې یو ستر خنډ همدغه د بیت القدس د موقف پرسر د دواړو لورو ترمنځ اختلاف دی.

XS
SM
MD
LG