د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

ټرمپ: موږ نن بالاخره په ښکاره ومنله چې بیت‌المقدس د اسرائیلو پایتخت دی


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ بیت‎المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده.

نوموړي وویل:

"ما پرېکړه وکړه چې اوس هغه وخت رارسېدلی چې په رسمي ډول بیت‎المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه وپېژنم."

د امریکا د ولسمشر دغه تاریخي څرګندونې د اسرائیلو له‎خوا وستایل شوې، خو ځینو بیا هغه وغندلې.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ماښام په دغې تاریخي وینا کې د سیمه‎يیزو مخالفتونو سره سره دا اعلان وکړ چې بیت‎المقدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه په رسمیت پېژني.

دی وايي:

"موږ نن بالاخره په ښکاره ومنله چې بیت‌المقدس د اسرائیلو پایتخت دی. دا د واقعیت تر پېژندلو څه کم او زیات نه‎دي. دا سم کار او هغه څه دی چې باید وشي."

ډونالد ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه د دې اعلان په ترڅ کې وویل:

"د امریکا کانګرس په ۱۹۹۵ کال کې یوه مصوبه درلوده چې له فدرال دولت څخه‌یې غوښتي چې بیت‌المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني. اوس چې له هغه وخته ۲۰ کاله تېرېږي، د امریکا ټولو ولسمشرانو د امریکا د سفارت انتقال او د اسرائیلو د پایتخت په توګه د دغه ښار په رسمیت پېژندل ځنډولي وو."

د ټرمپ دغه اعلان د امریکا متحده ایالاتو د څو لسیزو هغه پالېسي بدله کړه چې ویلي یې و، د بیت‎المقدس برخلیک باید له فلسطینیانو سره د خبرو اترو له لارې چې د دوو دولتونو د حل‎لارې په نوم یادېده، مشخص شي.

ولسمشر ټرمپ وویل، اوس هم په پام کې لري څو تر خپله وسه د سولې د یوې داسې موافقتنامې د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي چې اسرائیل او فلسطین دواړو ته د منلو وړ وي.

د امریکا ولسمشر وویل، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته‌یې سپارښتنه کړې چې بیت‎المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال چارې پیل شي.

د تحلیلګرانو په خبره دا اقدام به له درېیو تر څلورو کلونو وخت ونیسي.

د اسرائیلو صدراعظم د ولسمشر دغه اقدام د یوه تاریخي اقدام په توګه وستایه.

بنیامین نتانیاهو
بنیامین نتانیاهو

بنیامین نتانیاهو تېر ماښام د یوه وېډیویي پیغام په خپرولو سره وویل:

"ولسمشر ټرمپ، ستاسو د نننۍ تاریخي پرېکړې مننه کوم چې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه مو د بیت‎المقدس په اړه وکړه. یهودیان او یهودي دولت به تل منندوی وي."

نتانیاهو له نورو هېوادونو وغوښتل چې له تل‌ابیب څخه بیت‌المقدس ته د خپلو سفارتونو د انتقال په برخه کې د امریکا لاره تعقیب کړي.

څه باندې ۸۰ هېوادونه په تل‌ابیب کې سفارتونه لري.

د امریکا د ولسمشر تر دې اعلان څو ساعته وړاندې قهرجنو فلسطینیانو د ولسمشر ټرمپ پر وړاندې اعتراضونه وکړل.

هغوی شعارونه ورکول چې بیت‎المقدس د فلسطین پلازمېنه ده.

بل‎خوا د فلسطین د ازادي غوښتونکي سازمان یوې لوړپوړې غړې حنان عشراوي د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دغې پرېکړې یوه له مخالفینو څخه ده.

حنان عشراوي
حنان عشراوي

نوموړې وویل:

"د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه په ښکاره یوه له هغو غیر مسؤلانه پرېکړو څخه ده چې د امریکا د ولسمشر له لوري کېږي."

فلسطینیانو او عرب مشرانو او هم د امریکا کلیدي متحدینو ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت‎المقدس په رسمیت پېژندل په ټول منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي خطر رامنځته کوي او د سولې بهیر پېچلی کوي.

ډېری هېوادونه پر ټول بیت‎المقدس د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت نه‌پېژني.

په‎دغه ښار کې داسې سیمې شته چې د مسلمانانو، یهودانو او مسیحیانو له‎خوا سپېڅلي ګڼل کېږي.

د ټرمپ د دې پرېکړې په اړه د نړیوالو غبرګونونو په دوام د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش ویلي چې د بیت‎المقدس برخلیک باید د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د خبرو له لارې وټاکل شي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د ټرمپ دا اقدام د خواشینۍ وړ بللی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پرېکړه غندلې او هغه‌یې غیر مسؤلانه اقدام بللی دی.

XS
SM
MD
LG