د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د بیت‎المقدس په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړې نړیوال غبرګونونه پارولي


د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دغې پرېکړې چې بیت‎المقدس‌یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند، په وړاندې د عربي هېوادونو د مشرانو په ګډون د امریکا متحدینو خبرداری ورکړی چې هغه ښایي په ټول منځني ختیځ کې شخړې پراخې او د سولې پروسه لا پېچلې کړي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د ټرمپ دغه پرېکړه وغندله او ویې‌ویل چې متحده ایالات نور د سولې د پروسې منځګړی نه‎دی.

د فلسطین د ازادي بخښونکي سازمان پلویو عمومي منشي صائب عریقات وویل، د ټرمپ پرېکړې د دوو دولتونو حل‎لاره له‎منځه یووړه او د امریکا ولسمشر د سولې په پروسه کې خپل هېواد له هر ډول رول لوبولو بې‌برخې کړ.

صائب عریقات
صائب عریقات

نوموړي وویل:

"د نن شپې اعلان ډېر خطرناک و، ولسمشر ټرمپ د اسرائیل له پرېکړې سره چې ختیځ بیت‎المقدس له ځان سره یوځای کوي، د امریکا موافقه اعلان کړه. نن شپه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر خپل هېواد د سولې په پروسه کې له هر ډول رول لوبولو بې‌برخې کړ. زما په عقیده هغه د اسرائیل او فلسطینیانو لپاره د دوو دولتونو حل‎لاره له‎منځه یووړه، ځکه موږ په کراتو کراتو ویلي چې یو فلسطین به نه‎وي که ختیځ بیت‎المقدس‌یې پلازمېنه نه‎وي."

  • سعودي

سعودي عربستان چې په منځني ختیځ کې د امریکا یو مهم عربي متحد دی، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه چې بیت‎المقدس‌یې د اسرائیل د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژاند، غیر مسؤلانه او د نه‌منلو وړ وبلله او له واشنګټنه‌یې وغوښتل چې هغه بېرته واخلي.

ریاض په یوه بیان کې چې د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس خپور کړی، ویلي چې دغه اقدام د سولې د پروسې د پر مخ بیولو لپاره په هڅو کې د ډېر شاتګ نښه ده.

  • مصر او اردن

مصر او اردن ټرمپ په دغې پرېکړې سره له نړیوال قانون څخه په سرغړونه تورن کړ او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم هغه غیر مسؤلانه وبلله.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وویل، د اسرائیل او فلسطینانو ترمنځ سولې ته د رسېدو لپاره له دې پرته چې یو د بل په خوا کې دوه خپلواکه دولتونه ایجاد شي، بله حل‎لاره نه‌شته.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

دی وايي:

"زه دا درک کوم چې بیت‎المقدس د ډېرو خلکو په زړونو کې ژور ځای لري او تل به‌یې ولري. د اضطراب په دغو شېبو کې غواړم دا واضح کړم چې د اسرائیل او فلسطینانو لپاره د دوو دولتونو حل‎لاره بل بدیل نه‎لري. دوهم پلان نه‌شته. یوازې د دوو دولتونو د ایجادولو د طرحې عملی کول دي، داسې دولتونه چې بیت‎المقدس د دواړو اسرائیل او فلسطین پلازمېنه وي او په سوله، امنیت او یو د بل په رسمیت پېژندلو سره ژوند وکړي."

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ په دې اړه یوه بېړنۍ غونډه راوبولي.

د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې د ټرمپ پرېکړه په سیمه کې د راتلونکې سولې لپاره ګټوره ونه‌بلله.

اروپايي اتحادیې هم خبرداری ورکړ چې دغه پرېکړه به د سولې لپاره پر هڅو ناوړه اغېزې وکړي.

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدريکا موګرېني وویل، د دواړو لورو هیلې باید پوره شي او د خبرو له لارې داسې یوه لاره باید وموندل شي چې د دوو دولتونو د راتلونکې پلازمېنې په توګه د بیت‎المقدس موقف تعیین شي.

د ایران دولتي رسنیو د بهرنیو چارو وزرات له قوله ویلي چې د امریکا دغه پرېکړه‌یې په کلکه غندلې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې د امریکا دغه اقدام د فلسطینیانو او د اسلامي نړۍ په وړاندې جبهه نیول بللي او ویلي يې دي چې دغه اقدام په تېره بیا د دوو دولتونو حل‎لاره تر خاورو لاندې کوي.

XS
SM
MD
LG