د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

واشنګټن پوسټ : یوازې نشه يي مواد د طالبانو د عوایدو سرچینه نه ده


واشنګټن پست ورځپاڼه د افغان او امریکايي چارواکو په حواله لیکي چې وايي، د طالبانو دمالي سرچینو بندول ناممکن کار دی. امریکايي چارواکي وايي، نشه یي مواد، هسې چې پخوا فکر کېده، د وسله والو طالبانو د عواید اصلي منبع نه ده، بلکې دوی له بهره هم مرستې او بسپنې لاس ته راوي.

د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره CIA اټکل کوي چې د طالبانو له مشرانو او د هغو له متحدانو سره پروسږکال له بهره 106 میلیونه ډالره مرسته شوې ده.

د امریکا د خزانې وزارت او د ملګروملتو امنیت شورا له لسو کلونو راهیسې پر هغه لېست کار کوي چې له طالبانو سره په مالي مرستو د تورنو کسانو نومونه پکې راغلي دي.

د دې تور لیست د جوړولو لومړی هدف هغه وخت دا و چې طالبان د اسامه بن لادن سپارلو ته اړباسي.
واشنګټن پست د مطلب په دوام لیکي، د امریکا حکومت چې د دې لېست اصلي طراح دی، پر 2003 کال پر عراق له حملې وروسته، او د ځینو نورو مصروفیتونو، د مثال په توګه، پر ایران د بندیزونو د لګولو د هڅو له پیل وروسته د طالبانو د تمویل سرچینو ته هسې چې لازمه وه، پاملرنه ونکړه.

د ملګروملتونو د څارونکې ډلې غړی ریچاردبرنت وايي، د طالبانو پلویان او مالي مرستندویان اوس ډېر پاخه اوهوښیار شوي او پېژندنه یې ډېره ګرانه ده. دی وايي، د مرستوهغه بهیر چې د خلیج له هېوادونو راځي، تعقیبېدای شي خو د هغو د سرچینو تشخیص او تایید ډېر ګران کار دی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدوایالاتو ځانګړی استازی ریچارد هولبروک وايي، طالبان د خپلو عوایدو زیاته برخه، له بهره او په خاص ډول د خلیج له هېوادو ترلاسه کوي. نور امریکايي چارواکي بیا وايي، طالبانو په 1990 مه لسیزه کې د مرستو ډېره برخه د خلیج له هېوادونو ترلاسه کوله او دا هغه وخت و، چې سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او پاکستان د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژاند.

امریکايي چارواکي وايي، اوس داسې شواهد او اسناد چې له طالبانو سره د سعودي عربستان او اماراتو د مرستې څرګندونه وکړي نشته، خو ګومان کېږي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې به له دوی سره مرستې کوي، خو اسلام آباد دا تورونه ردوي.

افغان او امریکايي چارواکي وايي، د طالبانو مخ په زیاتېدو فعالیتونه ښيي چې له دوی سره د بېلابېلو سرچینو له خوا پرېمانه مالي مرستې کېږي. په دې لړ کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د مېشتو قواوو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل په خپل وروستي راپور کې یادونه کړې ده چې، د طالبانو بې درېغه مالي سرچینو، د دوی د فعالیتونو د له مینځه وړلو چاره ګرانه کړې ده.
XS
SM
MD
LG