د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

د خوراکي توکو د بیو ټیټوالي په تړاو د طالبانو ادعا؛ خلک: د پېرلو توان نه لرو


ارشیف: د کابل ښار د منډوي یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار د منډوي یوه څنډه

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د پرمختللو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې ټیټې دي، خو یو شمېر افغانان بیا وايي، چې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله د پېرلو توان نه‌لري.

په داسې حال کې چې زیات شمېر افغانان د عایداتو له کموالي او بې کارۍ شکایت کوي، د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې د احصایې نړۍ په نوم د ټویټر پاڼې د شمېرو په حواله په یوه ټوېټ کې ویلي، څېړنو ښودلې چې په افغانستان کې د انفلاسیون کچه منفي ١ ته رسېدلې ده.

د احصایې نړۍ دا ټویټر پاڼه، ویبپاڼه نه لري، یو یوټیوب چینل لري او دا روښانه نه ده چې په کوم سازمان پورې اړه لري.

مجاهد زياته کړې، په افغانستان کې د خوراکي توکو بيې د ډېرو پرمختللو هېوادونو په پرتله ټيټې دي.

د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو د بيو ټيټوالى تاييدوي او وايي، که ټیټې دي هم خلک یې د پېرلو توان نه لري.

دوی وايي، بې کاري یې لویه ستونزه ده.

د کابل ښار یو دوکاندار محمد ظریف وايي: "توکي ارزانه دي، خو بې کاري زیاته ده. همدا اوس خلک چې راځي چې یو څه واخلي، پیسې نه لري. د بېلګې په توګه یو ډبه غوړي پخوا ۲۴۰۰ و اوس ۱۶۰۰ دي، خو پیسې نه شته. موږ هم که پخوا یو څه یو چارک اخیستل اوس یو پاو اخلو. که پخوا مو ۵۰ سلنه عاید و اوس لس سلنه دی. زموږ خپله لګښتونه نه پوره کېږي."

د کابل منډوي. ارشیف
د کابل منډوي. ارشیف

د لغمان ولایت اوسېدونکی، دادالله چې د څو میاشتو راهیسې بې کاره دی هم ورته خبره کوي.

نوموړی وايي: "پوهېږم چې ځینې شیان ارزانه شوي، خو څومره چې توکي ارزانه شوي دي، همغومره خلک بې وزلي شوي. ما چې پخوا دنده درلوده کولای مې شو، خو اوس نه شم کولای."

یوه مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، د کورنۍ نارينه يې بې‌کاره دي او د خوراکي توکو د پېرلو لپاره پيسې نه لري.

ياده مېرمن وايي: "زموږ د کورنۍ نارينه کار نه لري او زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی. طالبان وايي چې خوراکي توکي ارزانه شوي دي. که يو افغانۍ هم شوي وي، چې پيسې ونه لرو، څنګه یې واخلو؟"

خو په افغانستان کې د خوراکي توکو د ارزانه کېدو لامل څه دی او ولې په دغه هېواد کې د خوراکي توکو بیې د نورو هېوادونو په پرتله ټیټې شوې دي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د اقتصادي چارو پوه محمد بشیر دودیال ازادي راډيو ته وویل: "د ارزانۍ لامل دا نه دی چې تولیدات زیات شوي یا د خلکو عاید لوړ شوی، دا خبرې نه دي، بلکې دا د محصولاتو د راټولولو وخت دی او د پېرېدونکو د پېرودلو ځواک خورا کم شوی دی. بيې په ځینو محدودو برخو کې ټیټې شوي، خو په همدې ټيټو بیو هم دوی نه شي کولی چې څه واخلي."

د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وروستۍ احصایې ښيي، چې په افغانستان کې ۲۸.۸ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې، له دې شمېر تر ۱۵ میلیونو ډېر خوراکي خوندیتوب نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG