د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

خلک د توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي؛ طالبان: د خوراکي موادو او تېلو بيې ټيټې شوي


ارشيف
ارشيف

په داسې حال کې چې افغانستان له اقتصادي کړکېچ او بشري بحران سره مخامخ دی، واکمنو طالبانو یې د روسیې او ایران په څېر له هغو هېوادونو سره سوداګرۍ ته لېوالتیا ښوولې، هغه دوه هېوادونه چې له سختو نړیوالو بندیزونو سره مخامخ دي.

تر تهران وروسته مسکو هم له طالبانو سره معاملې ته لېوالتیا وښوده او تېره اوونۍ یې ورسره د لومړنیو توکو قرارداد لاسلیک کړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې له روسیې سره د شوې موافقې له مخې به افغانستان د کاله یو ملیون ټنه پټرول، یو ملیون ټنه ډیزل، پنځه سوه زره ټنه مایع ګاز او دوه ملیون ټنه غنم ترلاسه کوي.

په هند کې د انرژۍ د یوه خپلواک انستیتیوت مشر او مخکښ اقتصادپوه، نرندرا تانیجا (Narendra Taneja) ویلي: "روسیه له هغو لږ شمېر هېوادونو سره یوځای شوه، چې غواړي له طالبانو سره د صادراتو او وارداتو په برخه کې تجارت وکړي."

افغانستان کې لا هم د تېلو بيو لوړې دي.
افغانستان کې لا هم د تېلو بيو لوړې دي.

له کله چې روسیې په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیست، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې روسیه غواړي داسې ګامونه واخلي، چې د طالبانو نومونه د تروریستي سازمانونو له لیست څخه لیرې کړای شي او خپلو رسنیو ته یې لارښوونه کړې، چې د اړتیا تر حده د طالبانو ډلې د ټروریزم په فهرست کې د شاملې ډلې اصطلاح ونه کاروي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره پنجشنبه ویلي، په افغانستان کې د خوراکي توکو او تېلو بیې د پام وړ کمې شوي دي، خو عام افغانان بیا شکایت لري، چې لا هم ګراني تر حد زیاته ده.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د پکتیکا اوسېدونکی سمیع الله وايي: "دلته یو مخ ګراني ده. بله دا چې اوړه ګران دي. غنم او هرڅه ګران شوي دي. د کلیو پراختیا ریاست له‌خوا هم مرستې کمې شوې دي."

طالبانو چې د نړیوالې بانکدارۍ نظام ته لاسرسی نه‌لري، ویلي دوی به د مالونو تادیه په روسي روبلو کوي.

راپورونه ورکړل شوي، چې ایران هم افغانستان ته د ۲۰۲۰م کال له مې میاشتې د ۲۰۲۱م کال تر مې میاشتې پورې ۴۰۰زره ټنه تېل صادر کړي دي، خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې ترکمنستان افغانستان ته د پټرولو عمده صادروونکی و.

XS
SM
MD
LG