د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

يو شمېر کابل ښاريان: د روژې په رارسېدو د خوراکي توکو بيې لوړې شوي


د کابل ښار يوه منډويي، ارشيف
د کابل ښار يوه منډويي، ارشيف

په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالۍ مسولین وايي، د لومړنیو خوراکي توکو پر بیو څار لري، خو د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي د روژې د میاشتې په را رسېدو د لومړنيو خوراکي توکو بیې د پخوا په پر تله لا لوړې شوې دي.

د کابل ښار يو اوسېدونکی ضیا الله وایي، د روژې په میاشت کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوي دي.

د ده په خبره د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې کابل ښاروالۍ، په نرخنامې او بازار سم څار نه درلودل د دې لامل شوي چې، هر دوکاندار په خپل سر اجناس وپلوري.

"د روژې په میاشت کې یو من پیاز په ۵۰۰ افغانۍ شوي

نوموړی وايي: "د روژې په میاشت کې یو من پیاز په ۵۰۰ افغانۍ شوي، رومي بانجانو قیمت د کچالیو قیمت، ټول جنسونه قیمته شوي، دا ځکه چې د روژې مبارکه میاشت راغلې، خلک لا ظالم شوي بل دا چې سوداګر هم ظالم شوي، د روژې په دې مبارکه میاشت کې یې شیان قیمته کړي خو د روژې مخکې ټول شیان ارزانه وو."

بریالی د کابل ښار بل اوسېدونکی وایي، د روژې د راتګ سره په بازارونو کې احتکار حاکم شوی.

بریالی وایي: "کابل ښاروالۍ نرخ نامه تعینه کړې خو په نرخ نامه نظارت نه‌لري، سوداګر هم احتکار کوي او دوکانداران چې د روژې نوم واوري، یو په دوه د اجناسو قیمت لوړوي، یو لنډ مثال درکوم د روژې مخکې یو چارک رومي په ۵۰ افغانۍ و او اوس په ۱۰۰ افغانۍ، یو کیلو غوښه له روژې مخکې په ۳۸۰ یا ۴۰۰ وه او اوس په ۵۰۰ ده."

افغانستان کې عموما د روژې او اخترونو په راتلو سره د توکو بيې لوړيږي.
افغانستان کې عموما د روژې او اخترونو په راتلو سره د توکو بيې لوړيږي.

دی د طالبانو له حکومت غواړي چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو د روژې په میاشت کې د بازار په بیو څار ولري.

د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، دوی بیې ټاکلي او په منظمه توګه یې بازار تطبیقوي.

د ده په خبر په نرخنامې کې ۳۰ قلم جنس چې لومړني توکې هم په‌کې شامل دي، تعین شوي.

نرخنامې کې ۳۰ قلم جنس چې لومړني توکې هم په‌کې شامل دي، تعین شوي.

نوموړی وايي: "له دغه پروسې کابل ښاروالي او د مارکېټونو د تنظیم ۲۲ امریتونه چې زموږ تر مجموعې لاندې کار کوي او هم زموږ ګرځندویه ټيمونه چې د اړیکو شمېره یې ۰۷۹۵۸۸۰۸۸۰ده او مطلقا دا نرخنامه کابل کې تطبیقیږي."

د کابل ښار یو دوکاندار چې د خوراکي توکو پلورنکی دی او نه‌غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وایي، دوی د ښاروالۍ د نرخنامې پر بنسټ نه بلکې د ډالرو د قیمت پر اساس پلور کوي.

دا دکاندار وايي: "نرخنامه تعینه شوې اما جنس د انګر والا څخه اخلو، د هغوی په لاس نه‌دی چې کوم څه وارد کړي، د نرخنامې پر اساس نه‌شي کولای جنس واخلي ځکه ډالر یو ورځ ښکته بل ورځ پورته ځي، کله چې کوم څه اخلي او ډالر ناڅاپه پورته کېږي نو هغوی مجبور دي چې هغه پوره کړي، نه‌شي کولای خپل له جیبه تاوان ورکړي، اصلا په نرخنامه کې جوړ نه راځي."

د کابل ښار منډويي، ارشيف
د کابل ښار منډويي، ارشيف

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره هیات خانجان الکوزی وایي، د ژمي وروسته اوس نړیوال نرخونه ثابت دي او هیڅ کومه بله مانع هم د بیو د لوړوالي لپاره نه‌شته.

ښاغلی الکوزی وايي: "په نړۍ کې نرخ په خپل ثابت شکل دی، څنګه چې پخوا و، کوم تغیر نه‌دی راغلی. یعنې دا چې لارې بندې شوې وي یا خوراکي توکو بیه قیمته شوې وي. هغه نرخ چې ښاروالۍ ورکړی هغه حقیقي نرخ دی او باید هغه پلې شي او هغه کسان چې عمده پلورونکي دي، په هیڅ صورت قیمته نه خرڅوي، نرخ معلوم دی، ښاروالي هم چې کوم نرخ ټاکي د غټو شرکتونو سره اړیکه نیسي او هم مصرف ویني."

د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو او د اړتیا وړ توکو د بیو لوړوالی کومه تازه خبر نه‌ده.

هر کال د افغانستان خلک له دې ستونزې شکایتونه لري، خو سږ کال دوی په داسې حال کې د خوراکي توکو او نورو د اړتیا وړ توکو د بیو د لوړوالي شاهدان دي چې، د بشری حقونو د نړیوالو سازمانونو د شمېرو پر بنسټ د افغانستان تر نیمايي ډېر نفوس له فقر، بې‌کارۍ، نا امنۍ او اقتصادي بحران سر لاس او ګرېوان دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG