د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

کاکړ: ناقانونه کډوال باید پاکستان نه ووځي، ثبت شوي کډوال نه وباسو


د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ - تصویر له ارشیفه
د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ - تصویر له ارشیفه

د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ بیا ویلي چې غیرقانوني افغان کډوال باید د دوی له هېواده ووځي.

هغه چې پرون یې رسنیو سره خبرې کولې وویل، له غیر قانوني افغان کډوالو سره دښمني نه‌لري، خو دوی باید خپل هېواد ته ستانه شي او د پاسپورټ او ویزې اخیستو وروسته، بېرته پاکستان ته ولاړ شي.

کاکړ د دې وضاحت هم ورکړ چې له پاکستان د ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو د ویستو په پرېکړه کې هغه کسان شامل نه‌دي، کوم چې غواړي بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي او د دوی له ادارو سره ثبت دي.

نوموړي وویل:

"موږ هڅه کوو هغه غیرقانوني افغان کډوال بېرته ولېږو چې له ۳۵ یا هم ۴۰ کلونو راهیسې دلته مېشت دي او هغوی زموږ دښمنان نه‌دي. موږ دا وایوو چې دوی دې بېرته ولاړ شي، له خپل هېواده دې پاسپورټ او ویزه واخلي او زموږ پر لور دې راشي. "

پاکستاني حکومت د اکټوبر تر پایه ۱،۷ میلیون هغو افغانانو ته چې د دوی له قوله، په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه‌لري وخت ورکړی چې له دې هېواده ووځي.

له پاکستان څخه یو شمېر ویستل کیدونکي افغان کډوال
له پاکستان څخه یو شمېر ویستل کیدونکي افغان کډوال

خو یو شمېر افغانان بیا چې په پاکستان کې دي او ان هلته د اوسېدو لپاره قانوني اسناد لري وايي، پاکستاني پولیس له توپیره پرته له افغان کډوالو سره غیر مناسب چلند کوي او په بېلابېلو بهانو یې ځوروي.

په اسلام‌اباد کې مېشت افغان کډوال پروېز ناصري وایي:

"د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې غیرقانوني افغان کډوال دې ووځي، خو که غیرقانوني افغانان وباسي، دوی خو قانوني هم تنګوي. زموږ خو دلته کار روزګار روان دی، دا زموږ لپاره ډېره سخته ده. "

په همدې حال کې له تېرو پنځو ورځو راهیسې د سپین بولدک ــــ چمن په دروازې سلګونو کسانو پرلت کړی او د پاکستاني حکومت هغه پرېکړه یې ننګولې چې د نومبر له لومړۍ وروسته، په دې لارو یوازې پاسپورټ او ویزه لرونکو کسانو ته د تلو راتلو اجازه ورکوي.

پرلت کوونکو د دې پرېکړې په ګډون له پاکستان په زور د افغان کډوالو د ویستو سره مخالفت ښودلی.

له پرلت کوونکو یو تن خبریال او فعال عبدالرزاق برق نن ازادي راډیو ته وویل:

"باب دوستي دروازې سره نږدې پرلت شوی دی. دغه خلک وايي، زه ډیورنډ کرښه نه منم او ته غواړي په ما په پاسپورټ په دې لاره تګ راتګ ومنې. "

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو یو شمېر ملاتړ ادارو او تر خوا یې د امریکا متحده‌ایالاتو له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اخراج د درېدو غوښتنه کړې، خو ښکاري چې لا یې دې غوښتنې کومه پایله نه‌ده ورکړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG