د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

ملګري ملتونه: ټوله نړۍ کې په جبري توګه د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر ۱۱۴ میلیونو ته رسېدلی


ارشیف: د افغانستان او ایران په پوله افغان کډوال
ارشیف: د افغانستان او ایران په پوله افغان کډوال

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا 'یو این ایچ سي آر' وايي، په نړۍ کې د جبري بې ځایه شویو کسانو شمېر ۱۱۴ میلیونو ته لوړ شوی دی.

دغه سازمان وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې په نړۍ کې څلور میلیونه کسان په اجباري ډول بې ځایه شوي دي.

'یو این ایچ سي آر' د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې اوږدمهاله بشري ناورین، د اوکراین جګړه، په سوډان، کانګو، میانمار او سومالیا کې شخړې د دې ډېروالي اصلي عوامل ګڼلي او زیاته کړې یې ده چې د جولای له مياشتې د سپټمبر تر پايه په نړۍ کې د کډوالو شمېر له ١١٠ میلیون څخه ١۱۴ملیونه تنو ته لوړ شوی.

ياد سازمان ټینګار کوي چې د شخړو زياتېدل د دې لامل کېږي چې د اجباري بې ځایه کېدلو کچه هم لوړه شوي.

'یو این ایچ سي آر' ویلي چې د ټولو کډوالو او نړیوالو مرستو ته د اړتیا وړ ۵۲ سلنه وګړي د درېیو هېوادونو وګړي دي، افغانستان د ۶،۱ میلیونو کډوالو په لرلو سره په نړۍ کې له سوریې وروسته دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات کډوال لري.

په همدې حال کې په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال هم وايي چې د بشري ناورین له امله له افغانستانه وتلو ته اړ شوي دي.

نادیه، چې له پنځو کلونو د کم عمر د درېیو ماشومانو مور ده او په دې وروستیو کې د کار د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله له خپلې کورنۍ سره ایران ته تللې، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه لاړم او یو څه سودا مې کور ته واخیستله، زه ډېر خوشحاله وم چې هېڅ اندازه یې نه درلوده. زه راغلم او د خپلو ماشومانو لپاره مې مکروني پاخه کړه، دوی ډېر خوشحاله شول. دوی وویل چې تا زموږ لپاره مکروني پاخه کړه او ما د دوی لپاره یو څه بېسکوټ اخیستي دي. دوی ډېر خوشحاله وو، زه په افغانستان کې له دومره بد حالت څخه تېر شوې یم چې له نږدې دوه کلونو راهیسې هېڅ بازار ته هم نه وم تللی او نه مې څه اخیستي وو."

د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو دوو کلونو کې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ یو شمېر افغانان د امنیتي، بشري حقونو او تعلیمي ستونزو له امله له افغانستانه وتلي دي.

له دوى څخه یوه مېرمنه، چې شاوخوا یو کال وړاندې له همدې امله پاکستان ته تللې او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "په نورو هېوادونو کې اوسېدل ډېر خلک ستړي کوي، په ځانګړي توګه په پاکستان هېواد کې چې زه یم. کوم کډوال چې دلته دي د پاکستاني پولیسو لخوا ورته ډېر سپکاوی کېږي، فشار پرې راوړل کېږي او بنديزونه پرې لګول کېږي. که زموږ نجونو ته، نارینه ته او مونږ ته امنیت تامين شي زه همدا اوس چمتو یم چې افغانستان ته ولاړ شم."

تر دې مخکې یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

خو د طالبانو حکومت تل ویلي چې په افغانستان کې ملي امنیت، د ښځو او بشري حقونو ضمانت دی او له افغان کډوالو یې غوښتي چې هېواد ته ستانه شي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاندویانو هم ویلي وو چې په افغانستان کې بشري وضعیت هغومره خراب نه دی لکه څنګه چې د نړیوالو سازمانونو په راپورونو کې ښودل شوی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو تل ټینګار کړی چې افغانستان له بې ساري بشري ناورین سره مخ دی او دا مهال په دغه هېواد کې ۲۹.۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په داسې حال کې په نړۍ کې په ځانګړې توګه د افغانانو د جبري بې ځایه کېدو د زیاتوالي خبر ورکوي چې تر دې مخکې د مهاجرت نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' د ژمې په میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې یوازې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې شاوخوا ۳،۶ میلیونه افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د 'آى او ایم' په وینا، له دوی څخه ٧٠% ایران ته، ١٨% پاکستان او١١% ترکیې ته کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG