د ملګرو ملتو عالي کمېشنري د افغانانو لپاره د اغا خان له پراختیایي بانک سره د وړو پورونو توافقلیک لاسلیک کړی دی.
د دې لهمخې به د افغانستان دننه خلکو ته له پنځه ویشت زرو افغانیو نیولې تر درې لکه افغانیو پورې قرض ورکوي چې دا پورونه به بیا میاشت په میاشت لږ لږ بېرته سپاري.
دا واړه پورونه د خلکو د اقتصادي ستونزو په هوارS کې مرسته کولی شي؟
د اقتصادي چارو له کارپوه نصرت وفا څخه به واورو، چې خبرې يې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ: