د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

د سرې مياشتې ټولنه: نړيوالې مرستې د اړمنو کسانو لس سلنه اړتيا هم نه‌شي پوره کولی


د مرستو يو انځور - ارشيف
د مرستو يو انځور - ارشيف

د طالبانو د حکومت د سرې مياشتې ټولنې چارواکې وایي، د نړيوالې ټولنې مرستې بنسټيزې نه‌دي او د اړمنو کسانو لس سلنه اړتیا هم نه‌شي پوره کولای.

د سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې وویل چې، د افغانستان په کچه تر ټولو زیات د ارزګان، غور، دایکنډي او پکتیکا اوسېدونکي د لوږې او فقر له لوړ خطر سر مخ دي چې باید له ځايي اوسېدونکو سره یې بېړنۍ بشري مرستې وشي.

بل‌خوا د کندهار يو شمېر اوسېدونکي وایي، د ژمي په راتګ سره یې بې‌کاري او اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

نور تفصیل د صادق رښتيني په راپور کې د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00
XS
SM
MD
LG