د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د ایران د زاهدان په مرکزي زندان کې نن د یو افغان په ګډون شپږ بندیان اعدام شول


ارشيف
ارشيف

په‌داسې حال کې چې د بشري حقونو سازمانونه په ایران کې د اعدامونو د کچې د لوړېدو په اړه اندېښنې ښیي، ایران د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د سیستان-بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان زندان کې د یو افغان په ګډون د شپږو کسانو په اړه د اعدام صادر کړی حکم عملي کړ.

د ایران حال وش په نوم خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۹مه په یو راپور کې ویلي، دا شپږ کسان د اعدام د حکم د پلي کېدو په هدف د شنبې په ورځ انفرادي بند خونو ته انتقال شوي وو.

"مورجانې بښنه غواړم، خدای مهربانه دی، مورې دعاوې راته وکړئ، خدای پاک دې اخرت راته سم کړي
نورمحمد نوري له اعدام مخکې

په‌دې راپور کې راغلي، چې د افغانستان اعدام شوی اوسېدونکی نورمحمد نوري (نورزی) د نیمروز ولایت و او دوه کاله مخکې د ایران د زاهدان اړوند د زابل میلک پولې د مخدره توکو د قاچاق په تور نیول شوی و او په همدې تور پر اعدام محکوم شوی و.

په یو غږیز پیغام کې چې یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته راستولی په‌کې اورېدل کېږي، چې نورمحمد نوري د ټلیفون له لارې له اعدام وړاندې له خپلې کورنۍ سره د وروستي ځل لپاره خبرې کړې دي.

د دغه ټلیفوني خبرو یوه برخه کې ويل شوي: "مورجانې بښنه غواړم، خدای مهربانه دی، مورې دعاوې راته وکړئ، خدای پاک دې اخرت راته سم کړي، اخرت تر دې دنیا ښه دی، مرګ حق دی که نن وي که سبا، یو په ناروغۍ مري، یو په ټکر کې او یو هم په دار ځړول کېږي، خدای ماته همدا اعدام لیکلی، نور به څه ووایم، مورې دعاوې راته وکړئ او خپل حق ما ته راوبښئ."

له‌دې سره په نیمروز ولایت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ومنله، چې د نوموړی مړی نن دوشنبه دغه ولایت ته ور انتقال شوی دی.

په ایران کې د اعدامونو د کچې لوړوالي د بشري حقونو سازمانونو غبرګونونه راپارولي او دغه سازمانونو له ایرانه غوښتي چې دا بهیر پای ته ورسوي.
په ایران کې د اعدامونو د کچې لوړوالي د بشري حقونو سازمانونو غبرګونونه راپارولي او دغه سازمانونو له ایرانه غوښتي چې دا بهیر پای ته ورسوي.

بل‌خوا په ایران کې د یوشمېر افغان بندیانو چې په اعدام محکوم شوي، کورنۍ یې اندېښمنې دي او وېرېږي چې د دغو بندیانو د اعدام موده به هم راورسېږي.

د ایران په اصفهان کې په اعدام محکوم د یو افغان بندي خور چې د موضوع د حساسیت له امله يې نه‌غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې وویل: "پرون مې له ورور سره اړیکه نیولې وه، هم هغه اندېښمن دی او هم موږ، زموږ زړه د بندیانو انتقال ته خوشحاله و، خو طالبانو هيڅ هغه موضوع ونه څارله، موږ هره ورځ خبرونه څارو او په تمه یو چې څه وخت به مې ورور افغانستان ته را انتقال شي."

حقوق پوه اختر راسخ ازادي راډیو ته وویل، د انسانانو اعدام د قوانینو او بشري حقونو خلاف چاره ده.

نوموړی وايي: "په ایران کې د انسانانو اعدام یا ځړول د بشري حقونو له اړخه ظالمانه، ناروا ده او بشر یې نه تاییدوي، چې یو انسان د جرم له امله زندۍ، وځړول شي او اعدام شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې له‌دې مخکې په ناروې کې د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، د روان میلادي کال په اګسټ میاشت کې ایران ۱۰۰ کسان اعدام کړي دي.

د دغه سازمان د راپور له‌مخې د اعدام شویو کسانو په ډله کې ۱۱ تنه یې افغانان، ۸ کسان بلوڅان او ۹ نور بیا کُردان دي.

د دغو شمېرو له‌مخې، د ایران اسلامي جمهوري له‌خوا د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د اجرا شویو اعدامونو شمېر لږ تر لږه ۴۰۲ کسانو ته رسيږي.

په ایران کې د اعدامونو د کچې لوړوالي د بشري حقونو سازمانونو غبرګونونه راپارولي او دغه سازمانونو له ایرانه غوښتي چې دا بهیر پای ته ورسوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG