د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

ایران د شلو افغانانو په ګډون لږترلږه ۳۰۰ کسان اعدام کړي


د اعدام حلقه یا زندۍ
د اعدام حلقه یا زندۍ

ایران تېرو اوه میاشتو کې د شلو افغانانو په ګډون لږترلږه ۳۰۰ کسان اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، تېرو اوه میاشتو کې ایراني رژیم لږ تر لږه ۳۰۰ کسان اعدام کړي چې شل تنه افغانان، ۴۲ بلوڅان، شل تنه کردان او ۱۵ ښځې په‌کې شاملې دي.

دغه ناروې مېشتي سازمان پرون په خپل راپور کې ویلي چې د اعدامونو دا شمېرې د تېر کال همدې مودې په پرتله دېرش فیصده کموالی ښيي.

د اعدامونو د کمښت عمده لاملونه پارلماني ټاکنې، د ولسمشرۍ دوه دورې انتخابات او د ابراهیم رییسي مرګ پېښې بللي دي.

ایران کې شاوخوا اته زره افغانان بندیان دي چې اکثر یې د مخدره موادو سره تړلیو جرمونو باندې نیول شوي، خو نه ده معلومه چې څومره یې په اعدام محکوم دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان بیا هم د اعدامونو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د مدني فعالانو او له مخدره موادو سره تړلیو جرمونو د محکومینو اعدامونه په زیاتېدو دي.

تېره میاشت د خپرو شویو شمېرو له مخې په ایران کې لږترلږه ۴۹ کسان اعدام شوي. له دې ډلې ۳۶ کسان یوازې د جولای په وروستیو ۱۱ ورځو کې، اعدام شوي دي.

ارشیف: په ایران کې یو اعدام شوی کس
ارشیف: په ایران کې یو اعدام شوی کس

د ایران رسمي سرچینو او رسنیو بیا یواځې د ۲۸ کسانو اعدام تایید کړی دی.

د ازادې اروپا فردا راډیو راپور ورکړی لږترلږه ۳۰ بندیان په اتو ورځو کې اعدام شوي.

د فردا راډیو د راپور په اساس ایراني رژیم داسې وخت په وروستیو څو اوونیو کې ګڼ کسان اعدام کړي چې د اعدام د سزا په غبرګون یو شمېر بندیانو غذايي اعتصاب پیل کړی او له چارواکو غواړي چې اعدامونه بند کړي.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د ایران د بشري حقونو د څار ډلې د ولسمشرۍ د انتخاباتو له ګټونکي مسعود پزشکیان څخه وغوښتل چې د "حقیقي بدلونونو" د راوستلو لپاره دې د اعدام سزا وځنډوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان هم د نړیوالې ټولنې د خاصې پاملرنې غوښتنه کوي څو پر ایران فشار راوړي چې له اعدامونو لاس په سر شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG