د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

په ایران او پاکستان کې د افغان بندیانو وضعیت اندېښنې رامنځته کړي


په ایران کې اهواز زندان یوه څنډه
په ایران کې اهواز زندان یوه څنډه

د ایران او پاکستان په زندانونو کې د یو شمېر افغان بندیانو کورنۍ د خپلو بندیانو د وضعیت په اړه اندېښمنې دي او وايي، له ډېرو هڅو سره سره نه‌دي توانېدلي چې خپل بنديان خوشې کړي.

په ایران کې د یو شمېر افغان بندیانو د پرله‌پسې اعدامېدو له راپورونو وروسته په‌دې هېواد او پاکستان کې د یو شمېر افغان زندانیانو کورنۍ وايي چې د خپلو بندیانو د وضعیت په اړه اندېښمن دي.

مېرمن سوده حسيني چې ورور يې په ایرن کې په اعدام محکوم شوى، سره له‌دې چې د خپل ورور د جرم په اړه جزيات نه ورکوي، وايي چې پنځه کاله وشول په ځلونو د دوى له غوښتنو سره سره يې ورور د افغانستان حکومت ته نه‌دى سپارل شوى.

هغه وايي: "موږ څو وکيلان ونيول او فکر مو وکړ چې که ښه وکيل کار مخ ته يوسي ګوندې ورور مې آزاده شي، حتى اجازه نه ورکوي چې هغه له اصفهانه عباس بندر ته ولېږدوي چېرې چې موږ ژوند کوو د ليدنې اجازه لرو، خو هغوى هغه د طالبانو حکومت ته نه ورکوي جې موږ يې ووينو."

محراب، د محمد په نوم د یوه افغان کډوال ملګرى چې د یوې دعوې له امله په ایران کې زنداني دی، وايي چې په ياد هېواد کې د هغه هيڅوک نه‌شته او له شاوخوا یو کال راهیسې په دغه هېواد کې زنداني دی.

دی هم د محمد د حالت په اړه اندېښمن و او ازادي راډيو ته يې وويل: "موږ غوښتل چې وکيل ونيسو، خو پيسې نه‌لرو، اوس په زندان کې دى او کله ناکله راته زنګ وهي، زه يې ملګرى يم او دلته يې کورنۍ او خپلوان نه‌شته تر څو خوشې يې کړي، په زندان کې پاتې دى."

د استاد احمد ضيا فيضي په نوم د یو افغان کډوال مور عزيز ګل چې زوى يې د دوه کلونو راهيسې په پاکستان کې بندي دى وايي، تر اوسه يې زوى نه‌دی خوشې شوى او هيڅ ډول معلومات يې په اړه نه‌لري.

نوموړې وايي: "فيض استاد په زندان کې پاتې دى څوک نه‌لري چې ترې احوال واخلي زموږ له وسې هېڅ نه‌دي پوره."

د عزيز ګل په خبره نوموړى د اعتراض او ويزې د نه لرلو په جرم بندي شوى دی.

دغه کورنۍ په افغانستان کې د شته حکومت او ایران او پاکستان له چارواکو غواړي چې په دغو هېوادونو کې د بندیانو د بند موده دې راکمه کړي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د روانې میاشتې په پیل کې خبر ورکړ چې دوه افغانان په شیراز زندان کې اعدام شوي دي.

دغه سازمان راپور ورکړی و چې دغه دوه کسان، علي‌الله بخش او افضل‌الله بخش د شیراز په عادل اباد زندان کې په اعدام محکوم شوي دي.

دغه سازمان تر دې مخکې هم د افغان بنديانو د اعدام د څو نورو مواردو راپورونه ورکړي و.

ارشیف: د ایران په اهواز کې د یو زندان انځور
ارشیف: د ایران په اهواز کې د یو زندان انځور

تازه د ایران د قضاییه قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي ویلي وو چې په ایران کې شاوخوا ۹۵ سلنه بهرني بندیان افغانان دي.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له‌مخې نوموړي ویلي، دغه بندیان به له طالبانو سره له دوه اړخیزو خبرو اترو وروسته افغانستان ته وسپارل شي.

که څه هم غریب ابادي په ايران کې د افغان بندیانو په اړه مشخصې شمېرې وړاندې کړي نه دي، خو د طالبانو د حکومت په وینا تر اوسه شاوخوا دوه زره افغان بندیان د ایران له‌خوا دوى ته سپارل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي، دوی هڅه کوي د ایران، پاکستان او ترکیې په ګډون له بهرنیو هېوادونو څخه افغان بندیان خوشې او يا افغانستان ته ولېږدوي.

د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه افغان کډوال د اسنادو د نه لرلو په تور نیولي چې ځینې یې له میاشتو میاشتو بند تېرولو وروسته افغانستان ته لېږل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG