د ښځو د حقونو فعالان ۲۰۲۳ کال په افغانستان کې د ښځو د حقونو د فعالانو په ګډون د بشري او مدني حقونو د فعالانو لپاره یو ستونزمن او له ننګونو ډک کال بولي.
تېر ۲۰۲۳ میلادي کال په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو لپاره څنګه وو؟
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو د بياځلي واکمنۍ له پيل سره سم دوی په سیستماتیک ډول او ګام په ګام پر افغانانو، په ځانګړې توګه پر ښځو بندیزونه ولګول.
ياد بنديزونه په افغانستان کې دننه او بهر د پراخو غبرګونونو لامل شوي او د طالبانو د حکومت پر ضد د دغو بندیزونو په ځانګړي ډول پر ښځو او نجونو د بندیزونو د لګولو له امله بېلابېل لاریونونه شوي دي.
د طالبانو د دغو محدودیتونو یوه برخه په ۲۰۲۳ کال کې لګول شوې وه چې د ښځو لهخوا په سرپټو ځایونو کې د اعتراضونو په ګډون بېلابېلو وختونو کې له اعتراضونو سره مخ شول او داسې ښکاره کېدل چې د طالبانو حکومت هڅه کوله ترڅو دغه لاریونونه وځپي.
پهدې کال کې د بشري حقونو لسګونه فعالان په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالان د طالبانو لهخوا بندیان شول او بیا خوشې شول چې یو یې د پوهنتون پخوانی استاد اسماعیل مشعل و.
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په پای کې طالبانو د پوهنتون پخوانی استاد اسماعیل مشعل چې د ښځو او نجونو د زدهکړو او تحصيل د حقونو یو فعال و، د نظام ضد فعاليت په تور هغه مهال ونیوه چې هغه د نجونو په مخه د ښوونځيو او پوهنتونو دروازو د تړلو په اعتراض کې خلکو په ځانګړي ډول نجونو ته وړيا کتابونه وېشل.
هغه له یوې میاشتې زندان وروسته خوشې شو.
د طالبانو د حکومت استخباراتو د زدهکړو فعال او د قلملار ټولنې مشر مطیع الله ویسا، چې له کلونو راهیسې یې د نجونو د تعلیم لپاره د عدالت غوښتنه کوله، د مارچ په ۲۷مه د خوشحال خان په سیمه کې له جومات د وتلو په حال کې ونیو.
ذبیحالله مجاهد هغه مهال ازادي راډيو ته وویل، ويسا د شکمنو فعالیتونو او د عامه افکارو د مغشوشولو له امله نیول شوی، هغه تورونه چې د مطیعالله ویسا کورنۍ او قلملار ټولنې نه وو منلي.
مطیعالله ویسا له ۲۱۵ ورځو بند وروسته د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۲۶مه خوشې شو.
حسیب احراري چې یو شاعر، انځورګر او لیکوال و، یو له هغو فعالانو څخه و چې د خپلو خپلوانو په وینا يې، د ۲۰۲۳ کال د جون په لومړۍ نېټه له ایران څخه تر راستنېدو وروسته په ۳۱۵سيمه کې د خپل کور مخې ته ونیول شو او له ۲۴ ورځو بند تېرولو وروسته خوشې شو.
فریدون فکوري چې د هرات د تیاتر او سینما یو له پېژندل شویو څېرو څخه و او د دغه ولایت د تیاتر پخوانی مدير و، د ۲۰۲۳ کال په اکټوبر میاشت کې د طالبانو لهخوا ونیول شو.
خو د هغه کورنۍ په دې وروستیو کې تأیید کړه چې هغه په ضمانت خوشې شوی دی.
ليکوال او شاعر ذبیح عیار او د پوهنتون استاد سبحان الله سبحاني نور هغه فعالان وو چې د راپورونو لهمخې په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو لهخوا زنداني شوي وو.
په همدې حال کې په ۲۰۲۳ کال کې څو اعتراض کوونکې مېرمنې هم د طالبانو لهخوا ونيول شوې.
رقیه ساعي، یوه له هغو اعتراض کوونکو ښځو څخه ده چې د طالبانو د حکومت لهخوا د ۲۰۲۲ کال په پای کې او بیا په ۲۰۲۳ کال کې زنداني شوې وه، ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو زندان د بشري حقونو د فعالانو لپاره یو ناوړه ځای دی.
هغه زیاتوي: "په تېرو دوو کلونو کې چې موږ اعتراضونه کړي دي، تل له ځپلو سره مخ شوي يو، تل په ماتو لاسونو او پښو او په داسې حال کې چې پزې به مو په وينو سرې وې، کور ته ستنې شوي يو، له بدهمرغه ډېر فعالان هم د طالبانو لهخوا زنداني شوي دي. د دوی زندانونه وحشتناک دي، هیڅوک کورنۍ، مدافع وکیلانو او بشري حقونو ته لاسرسی نهلري. دوی په خپله خوښه حکم صادروي او ټاپه پرې وهي."
نرګس سادات، پریسا مبارز، ملالۍ هاشمي، فاطمه محمدي، ژولیا پارسي، پریسا آزاده، منيژه صدیقي او بهاره کریمي نورې هغه اعتراض کوونکې مېرمنې دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو د بندیزونو پر ضد د اعتراضونو له امله نیول شوې دي.
خو د طالبانو حکومت د ډېرو دغو فعالانو نيول کېدل نه تأييد او نه هم رد کړي او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
لهدې ډلې منيژه صديقي يوه له هغو کسانو څخه ده چې د خپلوانو په وينا يې لا هم د طالبانو په زندان کې ده او د برخليک په اړه يې هيڅ خبر نهشته.
د افغانستان د عدالت او ازادۍ د غورځنګ مشرې شمايل تمنا پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل: "اوس موږ د دې شاهدان یو چې منيژه صدیقي لا هم د خپلو حقونو د غوښتلو په جرم د طالبانو په زندان کې ده او لسګونه نورې ښځې چې هویت یې رسنیو ته نهدی په ډاګه شوی. هیله من یو چې د بشري حقونو بنسټونه، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه به د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي."
دا پهداسې حال کې ده چې، د ښځو د حقونو فعاله تمنا زرياب پرياني يوه له هغو کسانو څخه چې د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په میاشت کې د پرلهپسې اعتراضونو له امله د طالبانو لهخوا نیول شوې وه، وايي چې افغانستان د خلکو لپاره په يو تياره زندان بدل شوی دی.
هغه وايي: "هغه څه چې په افغانستان کې شتون لري جنسیتي اپارټايډ دی، ښځې د هغوی د هویت له امله له خپلو بشري حقونو څخه بېبرخې دي، ۲۰۲۳ کال د افغان ښځو لپاره وحشتناک وو، افغانستان د خپلو اتباعو لپاره په تور او تیاره زندان بدل شوی او خلک ساه نهشي اخیستلای."
تمنا زرياب پرياني په جرمني کې له پناه اخيستلو وروسته په تېر کال کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت تګلارې 'جنسيتي اپارټايد' په نوم د رسمي د پېژندلو په موخه د تحصن څو خېمې ووهلې.
په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو او د ښځو د حقونو د فعالانو د خپلسرو نیولو له زیاتېدو سره، د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په وار وار د هغوی د بېقید او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې او د طالبانو لهخوا يې د دوی نیول له بشري حقونو څخه سرغړونه بللې ده.
د بشري حقونو د څار د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار ازادي راډيو ته وویل: "په نړۍ کې هر څوک باید د افغانستان د وضعیت په اړه فکر وکړي، په افغانستان کې بشري بحران بله د اندېښنې وړ مسئله ده او د ملګرو ملتونو لهخوا د ښځو په اړه شوې سروې کې ویل شوي چې دوی له خپلو بشري حقونو څخه د محرومیت له امله سخت اندېښمن دي."
اوسمهال د څو خبريالانو په ګډون د بېلابېلو څانګو يو شمېر فعالان لا هم د طالبانو په زندان کې دي او د برخليک په اړه يې څه نهدي ويل شوي.
د ځینو بندیانو کورنیو څو څو ځله ادعا کړې چې دوی ته د لیدو اجازه نه ورکول کېږي او دغه زندانیان روغتیايي اسانتیاو او مدافع وکیلانو ته له لاسرسي څخه محروم دي.
هغه څه چې د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو هم تایید کړي او دا یې له بشري حقونو څخه سرغړونه بللې ده.
د طالبانو حکومت په وار وار ادعا کړې چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې د دوی له بياځلي واکمنۍ راهيسې یې د ښځو پر زدهکړو، کار، سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو بندیز لګولی.
که څه هم د طالبانو دغه بندیزونه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي، خو د طالبانو حکومت په خپلو تګلارو کې کوم بدلون نهدی راوستی.