د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

د طالبانو په بند او پاکستان کې د پناه غوښتونکو مېرمنو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه شوې


ارشیف: په اسلام اباد کې د یو شمېر مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په اسلام اباد کې د یو شمېر مېرمنو د اعتراضیه غونډې انځور

د ښځو یوه ملاتړي بنسټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په چارو کې ځانګړی راپور ورکوونکي ته په یوه لیک کې د طالبانو په زندانونو کې د معترضو ښځو او په پاکستان کې د پناه غوښتونکو مېرمنو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

'د افغانستان د ښځو د ملي یوالي چتر' په نوم یوه بنسټ د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په چارو کې ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارډ بينېټ ته يو ليک استولى او له هغه يې غوښتي چې د افغان ښځو د وضعېت په اړه عاجل او جدي اقدام وکړي.

د دغه بنسټ په لیک کې راغلي، په داسې حال کې چې د نړۍ خلک د بشري حقونو نړیواله ورځ نمانځي، خو افغان مېرمنې د بشري حقونو 'تابوت' ته اوښکې تویوي.

په ليک کې ويل شوي چې د افغان ښځو په ځانګړې توګه د طالبانو په زندانونو کې د ښځو وضعیت د دې ورځې نمانځل له پوښتې سره مخ کوي.

د افغانستان د ښځو د ملي یووالي چتر د پناه غوښتونکو مېرمنو پر وضعيت هم اندېښنه ښودلې او ليکلي يې دي، هغه فعالې او معترضې مېرمنې چې د دوی په ټکو د طالبانو له ظلمونو یې ګاونډيو هېوادونو ته پناه وړې ده، د بشري ناورین یو بل اړخ دی چې د جبري ایستلو او طالبانو ته د سپارلو له ګواښ سره مخ دي.

د دې بنسټ یوې غړې نها سخره ازادي راډيو ته وویل: "د نړۍ ښځې دا ورځ نمانځي، خو د افغان ښځو لپاره ماتم دی. د دې لیک هدف دا دی چې هغو متعرضو ښځو ته چې د طالبانو په زندان کې دي او له ظلم او ځورونې سره مخ دي او ډېرې نورې چې د طالبانو له وېرې ایران او پاکستان ته تللي او اوس د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، باید پام ورته وشي."

د دې ترڅنګ ځينې هغه فعالې او معترضې مېرمنې چې د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته تللي دي، وايي چې که افغانستان ته واستول شي له خطرناک برخلیک سره به مخ شي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله او د پخواني جمهوري حکومت څارنواله خدیجه نوري چې دا مهال په پاکستان کې ده، ازادي راډيو ته یې وویل: "موږ د اجباري ایستلو له ګواښ سره مخ یوو. که پولیس مو ونیسي او افغانستان ته مو ولېږي، معلومه نه ده چې له کوم برخلیک سره به مخ شو!؟ زموږ غږ دې ټولو بنسټونو ته ورسول شي، موږ د دوی مرستې ته اړتیا لرو."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په چارو کې ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بينېټ د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې له طالبانو وغوښتل چې د څلورو فعالو ښځو په ګډون د بشري حقونو ټول هغه مدافعان خوشې کړي چې د بشري حقونو د دفاع په تور نیول شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په چارو کې ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بينېټ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په چارو کې ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بينېټ

خو د طالبانو حکومت تر اوسه د دغه ښځینه فعالانو د نیولو خبر نه دی تایید کړی او نه یې هم ویاندویانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا هم د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د تصویب د ۷۵مې کلیزې په مناسبت له طالبانو غوښتي وو چې د بشري حقونو په برخه کې خپل مسوولیتونه وپیژني.

بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې یوه مهمه غوښتنه ده.

خو طالب چارواکي تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې بشري او د ښځو حقونه خوندي دي، هغه ادعا چې ډېرې ښځې، د بشري حقونو سازمانونه، نړۍواله ټولنه او ډېر اسلامي هېوادونه یې نه تاییدوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG