د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ؛ د افغان ښځو وضعیت څنګه دی؟


تصویر له ارشیفه، یو شمېر کابل مېشتې ښځې
تصویر له ارشیفه، یو شمېر کابل مېشتې ښځې

د نومبر میاشتې ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ، په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې یو شمېر ښځې وايي، د ۲۰۲۱ کال له اوړي راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی تجربه کوي.

هغه څه چې طالبان یې تل ردوي او ادعا کوي چې په افغانستان کې، د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقوق د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې او له زده کړو بې برخې شوې ٢٣ کلنه هدیه وايي چې د جنسیت له امله د زده کړې حق ترې اخیستل شوی.

نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د راتلونکي لپاره يې ټولې هیلې له منځه تللي دي.

هدیه زیاتوي:

"له بده مرغه، له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسيدل او د نجونو پر مخ يې د زده کړې مراجع وتړلې ، زموږ ټول خوبونه او هیلې له مينځه تللي، که ما او زما په شان نورو له هغه وخته زده کړو ته ادامه ورکړې وه، زه ډاډه یم چې افغانستان پرمختګ کولای شو."

په مزار شریف کې د طالبانو د کړنو یو شمېر معترضې ښځې
په مزار شریف کې د طالبانو د کړنو یو شمېر معترضې ښځې

د پلازمېنې کابل يوه بله اوسېدونکې مينه حسن خېل چې له تېرو شلو کلونو راهيسې يې په بېلابېلو ملي او نړيوالو موسسو کې کار کړی، وايي چې پر ښځو د طالبانو د بنديزونو دوام هغه ناهیلې کړې ده.

نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

" په دوه نيمو کلونو کې د شلو کلونو ټولې هڅې صفر ته ضرب شوې، ولې؟ موږ په رواني، اقتصادي او نورو ټولو برخو کې شاته پاتې شوو او زيان مو ولید، نه پوهېږم په افغانستان کې به زموږ برخلیک څه وي؟د دې وضعیت حل لاره څه ده؟ زه له چا پوښتنه وکړم ؟ څوک ځواب ویونکي دي؟ او دا ډیر نهیلی کوونکی دی."

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د زده کړو اجازه نه لري او د ۲۰۲۲ کال په پاې کې، پوهنتونونو ته له تګ څخه هم منع شوې.

همداشان دوی په ډېرو دولتي او ټولو ملي او نړیوالو نادولتي ادارو کې د کار کولو حق نه لري.

په افغانستان کې ښځې اجازه نه لري چې تفریحي ځایونو، لوبغالو او ښځینه حمامونو ته ولاړې شي او له محرم پرته لرې واټن سفر وکړي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي بېلابېل ډولونه دي چې تر ټولو عام يې لفظي، جسمي، رواني، د نارينه او ښځو تر منځ د نابرابرۍ عادي کول، بېلابیلې ځورونې، د ښځو پر وړاندې د مالکيت احساس او د برابرۍ د اصل نه منل دي.

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

یو شمېر افغان مېرمنې ادعا کوي چې د دغه هېواد مېرمنې له کورني تاوتریخوالي، ځپلو، شکنجې او جبري ودونه په ګډون له نورو ډول ډول تاوتریخوالې سره هم مخ دي.

د دوو ماشومانو مور او د کندوز ښار اوسېدونکې ٢٥ کلنه زرافشان چې شپږ کاله وړاندې په زور یوه متاهل سړي ته واده شوې ده، وايي چې په کور کې له سخت تاوتريخوالي سره مخ ده، خو هېڅ داسې بنسټ نشته چې د هغې شکايت ته رسېدنه وکړي.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل:

"خاوند مې بله ښځه درلوده، دويمه ښځه يې زه يم، له ما وروسته يې له بلې ښځې سره واده وکړ، اوس يې زه د پلار کور ته ولېږلم، تل د دوو ماشومانو د اخيستو ګواښونه کوي او وایي چې زه ماشومان درنه اخلم. ما ته یې راکړه، کله چې زه کور ته لاړه شم، هغه، د هغه ښځه او ماشومان ما وهي، داسې ځای نشته چې زه د خپل غږ پورته کولو لپاره لاړ شم، ترڅو له ماسره مرسته وکړي، اخر دا ظلم به څومره دوام وکړي؟"

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو، تر دې مخکې ویلي وو چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي چې په مستقیم ډول یې د ښځو حقونه محدود کړي دي او دا فرمانونه له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د ایستلو او د هغه دودونو د رنګینیدو لامل کېږي چې جنسیتي نابرابرۍ ته دوام ورکوي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، که څه هم په افغانستان کې په کور دننه او ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د جنسیتي تاوتریخوالي د کچې په اړه کره احصایه نشته، خو په وروستیو دوو کلونو کې دغه تاوتریخوالی د پام وړ زیات شوی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې، هیدر بار ازادي راډيو سره یې په خبرو کې وویل چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د ټولو میکانیزمونو سیستماتیک له منځه وړل، د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شوی دی.

مېرمن بار زیاته کړه:

" دا مهال دا ټول خواشینونکي، ناسم او غیر قانوني دي ځکه چې افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون تصویب کړ او د دې کنوانسیون له مخې ښځې له تاوتریخوالي څخه د خوندیتوب حق لري. دا یو له هغو لارو څخه ده چې طالبان د نړیوالو قوانینو او د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونه کوي."

هیدر بار، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله
هیدر بار، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ښځو چارو وزارت، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د لوی څارنوالي او د امن کورونو جوړښت لغوه کړل.

له بلې خوا د ښځو د حقونو فعاله او د افغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون د ټیم مسوله فرزانه ایوبي وايي، طالبانو د ښځو ټولې ازادۍ سلب کړې او هغه کسان یې بندیان کړي چې د دوی د حقونو لپاره یې غږ پورته کاوه.

هغه ادعا کوي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ناوړه چلند په وړاندې نړۍ چوپه خوله پاتې ده.

ایوبي زیاتوي:

" له بده مرغه په نړۍ کې له دې ورځ څخه په داسې حال کې یادونه کیږي چې افغان میرمنې او مبارزه کوونکې په زندانونو کې دي، له هر ډول تاوتریخوالی سره مخ دي، له کورني تاوتریخوالي او نور هغه تاوتریخوالی چې دوی له بنسټيزو حقونو څخه محروموي. له بده مرغه نړيواله ټولنه د دې ټولو پر وړاندې چوپه خوله پاتې ده."

ژولیا پارسي او ندا پرواني چې ویل کیږي لا هم طالبانو سره بندیانې دي
ژولیا پارسي او ندا پرواني چې ویل کیږي لا هم طالبانو سره بندیانې دي

د راپورونو له مخې، ادعا شوې چې په تېرو څو میاشتو کې د ژولیا پارسي، ندا پرواني، منیژه صدیقي، پریسا ازادي او بهاره کریمي په ګډون یو شمېر مظاهره کوونکې ښځې د طالبانو له خوا نیول شوي دي، خو له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره- سره تر اوسه د دوی د برخلیک په اړه معلومات نشته.

له هغه وخته چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د بشري حقونو سازمانونو ویلي چې په دغه هېواد کې تل د ښځو حقونه نقض شوي او ځینو دغو سازمانونو پر طالبانو د نړیوالو فشارونو په راوستلو سره د ښځو د حقونو د مراعتولو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو ویاندویانو د ښځو مسله د افغانستان کورنۍ مسله بللې او ویلي یې دي چې په دې برخه کې د زور او فشار راوړل بې ګټې دي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام په وروستیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت، حکومت او د ښځو د حقونو ملاتړو سازمانونو د ښځو لپاره د عدالت غوښتنې او ملاتړ یو شمیر پروګرامونه جوړول.

یو شمېر هغه افغانې ښځې چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره بې دندې شوې دي
یو شمېر هغه افغانې ښځې چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره بې دندې شوې دي

د يادونې ده چې په افغانستان کې له پخوا څخه هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، په ځانګړې توګه کورنۍ تاوتریخوالی موجود و، خو په تېرو شلو کلونو کې په تیره بیا په لویو ښارونو کې ښځو د پام وړ پرمختګ کړی وو.

ملګري ملتونه وايي، د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی لا هم په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو عام او پراخ نقض دی.

د یاد سازمان په وینا، اټکل کیږي چې ۷۳۶ میلیونه مېرمنې، نږدې په هرو درېیو میرمنو کې یوه، لږ تر لږه یو ځل د دوی د ژوند ملګري یا بل کس یا د دواړو لخوا له فزیکي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په موخه په یوه کمپاین کې چې هر کال د نومبر له ۲۵مې څخه د ډسمبر تر ۱۰مې پورې د "#NoExcuses" یا "هیڅ بهانه نشته" له شعار سره پیلیږي، له حکومتونو غواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې پانګونه وکړي، او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د دې پانګونې لارې چارې شریکې کړي.

د نومبر ۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده چې له ۱۹۸۱ کال راهیسې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد مبارزې لپاره د عمومي هوډ یادولو په موخه غوره شوې چې په ۱۹۹۹ کال کې ملګرو ملتونو دغه ورځ د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله.

راپور: ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG